د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو شنبه فبروري اتمه ( سلواغې ۲۰) خپلو مرکچیانو ته امر کړی چې قطر ته ولاړ شي تر څو په غزې کې د حماس ډلې سره د اوربند په بل پړاو باندې خبرې اترې وکړي.
په قطر کې د اورنبد په بل پړاو خبرې اترې داسې مهال پیلیږي چې د اسرائیل مشر د همدې تیرې دوشنبې په ورځ واشنګټن ته راغلی و چې د امریکایي چارواکو سره سلا مشورې وکړي. پدې پړاو کې ښایي په غزې کې د دایمي اوربند کیدو لپاره شرایط برابر شي.
د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند په نازک حالت کې دی او حماس ډلې وار د مخه په اسرائیل ملامتي اچولې چې د دې تړون له مخې یې خپلې ژمنې ندي پر ځای کړي.
د حماس یو جګپوړي چارواکي بصام نعیم د شنبې په ورځ وویل چې اسرائیل د اوربند لومړي پړاو په تطبیق کې "کاستي او ناژمنتیا" ښودلې چې د هغه په قول ښایي دا تړون د خطر سره مخ کړي او یا له منځه ولاړ شي.
د اوربند په لومړي پړاو کې چې د متحده ایالاتو، قطر او مصر په منځګړتوب شوی، د حماس ډلې ژمنه کړې چې په پاتې ۴۲ ورځو کې به ۱۷ برمته شوي کسان خوشې کوي.
ګمان دا دی چې لا هم ددې ډلې سره ۷۳ یرغمل پاتې دي چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې په اوومې نیټې په اسرائیل باندې د ناڅاپي برید پر مهال یې د ځان سره وړي و.
که له یوې خوا د اسرائیل مشر قطر ته د خپل مذاکراتي ټیم د استولو امر کړی خو په عین حال کې یې د حماس ډلې له منځه وړلو هوډ هم څرګند کړی.
نتنیاهو د حماس ډلې لخوا ددریو برمته شویو کسانو خوشې کیدو پر مهال وویل، "حماس له له منځه یوسو او خپل برمته شوي کسان به راستانه کړو".
اسرائیل او حماس په یو بل د زندانیانو سره د ناوړه چلند کولو تورونه لګولي. هغه روغتون چې د دریو خوشې شویو اسرائیلي برمته شویو کسانو درملنه پکې کیږي، ویلي چې د هغوي روغتیایي حالت ښه ندی او یو یې د خوارځواکۍ سره مخ دی.
بل پلو د فلسطیني بندیانو کلب په نامه غیر حکومتي سازمان ویلي د ۱۸۳ بندیانو له جملې څخه اسرائیل د شنبې په ورځ خوشې کړي، اوو تنو یې روغتیایي درملنو ته اړتیا درلوده او تر څنګ یې دا هم ویلي چې په زندانانو کې ورسره "وحشیانه" رویه شوې.