کرملین وايي، اوکراین به د سولې په خبرو کې له یوې یا بلې لارې شامل وي

د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره د ټرمپ خبرې

یوه ورځ وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې او اوکراین له مشرانو سره جلا جلا تلیفوني خبرې وکړې، کرملین د پنجشنبې په ورځ فبروۍ ۱۳ (سلواغې ۲۵) وویل چې کیف به د درې کلنې شخړې د پای ته رسولو لپاره د سولې په خبرو کې په "یو یا بل ډول" دخیل وي .

مسکو دا هم وویل چې د ډونالډ ټرمپ او ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د مخامخ لیدنې لپاره د وخت یا ځای په اړه هیڅ موافقه نه ده شوې او وایي دا کار به "څو میاشتې" وخت ونیسي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د روسیې له دولتي تلویزیون سره په مرکه کې وویل: "په یوه یا بله لاره، البته، اوکراین به په خبرو اترو کې برخه واخلي."

هغه وویل چې "د امریکا او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو" خبرو لار او بله به "د اوکراین سره د ښکیلتیا لار وي."

خو پیسکوف ونه ویل چې ایا په دې کې به د روسیې او اوکراین د چارواکو ترمنځ مستقیمې خبرې شاملې وي که نه.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۳ وویل چې ټرمپ غوښتل له هغه او پوتین دواړو سره په یوه تلیفوني اړیکه کې خبرې وکړي.

ټرمپ د دې پرځای له دواړو مشرانو سره جلا جلا تلیفوني اړیکه ونیوله، چې هر یو یې له یو ساعت څخه ډیر دوام وکړ.

پیسکوف دا هم وویل چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ د لیدنې د جزئیاتو په اړه کومه موافقه نه ده شوې، او دواړو لورو ویلي چې په دې اړه کار کوي.

ټرمپ د چهارشنبه په ورځ ویلي وو چې ښایي د پوتین سره په سعودي عربستان کې وګوري.

پیسکوف وویل: "تر اوسه هیڅ پریکړه نه ده شوې، نه په کاري کچه او نه هم په لوړه کچه."

هغه زیاته کړه چې، "البته، دا به وخت ونیسي چې دا ډول غونډې چمتو شي. دا کیدای شي اونۍ وي، دا کیدای شي یوه میاشت او یا څو میاشتې وي."

دا پداسې حال کې دي چې ولسمشر ټرمپ دمخه ویلي وو، چې د امریکا د ولسمشر په توګه د کار له پیلېدو وروسته به، په ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین جګړه ختمه کړي. ډونالډ ټرمپ، د روان کال د جنورۍ په شلمه نېټه کار پيل کړ.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین بریدونه پيل کړل، متحده ایالتونه او لویدیځ ایتلافیان یې د اوکراین تر څنګ ودرېدل او د روسیې په ضد دغې جګړې کې یې ورته میلیاردونه ډالر پوځي او بشري مرستې برابرې کړې.