د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د چهارشنبې په ورځ فبروري ۱۹ (کب لومړۍ) وویل فرانسې او متحدینو یې توافق کړی چې د اوکراین د جګړې ختمېدو په اړه باید هرې معاملې کې د اوکراین حقوق او د اروپا امنیتي اندېښنې په پام کې ونیول شي.
مکرون د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي چې د فرانسې او متحدینو موقف یې څرګند او یو دی.
نوموړي په پاریس کې د ۱۹ هېوادونو د مشرانو له غونډې وروسته وویل: «موږ په اوکراین کې د دوامدارې سولې غوښتونکي یو... موږ د اوکراین په څنګ کې درېږو او د اروپا د سولې او امنیت د تضمین لپاره خپل ټول مسئولیتونه ترسره کوو.»
د دغې غونډې ګډون کوونکو ټېنګار وکړ چې باید اوکراین په هرې معاملې کې دخېل وي او حقوق یې رعایت شي.
په دغې غونډې کې د رومانیا، لګزامبورګ، لتوانیا، قبرس، فنلنډ، بلجیم، بلغاریا، کاناډا، کوریشیا، استونیا، یونان، ایرلنډ، ایسلنډ، لتویا، ناروې، پرتګال، سویډن، سلوانیا او د چک جمهوریت مشرانو په انلاین او حضوري توګه برخه اخیستې وه.
د پاریس د ګډونوالو مشرانو په لست کې د هنګري او سلواکیا د مشرانو، چې د روسیې ولسمشر ته نژدې بلل کېږي او د ترکیې د ولسمشر، چې غواړي د منځګړي رول ولوبوي، نومونه نه وو.
دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن له روسیې سره د خپل دریځ په بیا کتنې بوخت دی او دې کار د اروپايي مشرانو اندېښنې پارولي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ د اوکراین په ولسمشر ولادمیر زیلینسکي انتقاد وکړ او ویې ویل چې «ممکن» د فبرورۍ میاشتې تر پای پورې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني چې د اوکراین جګړه ختمه شي.
ټرمپ زیلینسکي په اوکراین باندې د روسیې د یرغل مسئول وګڼه.
د اوکراین ولسمشر انتقاد کړی دی چې ولې په سعودي کې د امریکایي او روسي مقاماتو ملاقات ته هغه بلل شوی نه و.
خو د روسیې او اوکراین په چارو کې د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي کیت کیلاګ وویل چې واشنګټن د امنیتي ضمانتونو په اړه د اوکراین ضرورتونه درک کوي.
کیلاګ کیف ته تللی او وايي چې د سفر هدف یې د اوکراین د مشرانو د اندېښنو اورېدل وو چې په واشنګټن کې یې ډونالډ ټرمپ ته ورسوي.
زیلینسکي ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ به د متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي سره ملاقات کوي او هیله یې کړې چې دا ملاقات رغوونکی وي.