په غزې کې د حماس او اسلامي جهاد ډلو د یکشنبې په ورځ جنوري ۲۶ (سلواغه اومه) د «غزې تصفیې» او مصر او اردن ته د فلسطینیانو د انتقال په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه تند غبرګون ښودلی.
ټرمپ تېره ورځ وویل چې له غزې څخه یې اردن ته د فلسطینانو د انتقال په اړه د اردن له دویم پاچا عبدالله سره خبرې کړې. هغه وویل: «غواړم مصر د (غزې) خلک ومني او غواړم اردن دا خلک ومني.»
ډونالډ ټرمپ وویل: «غوره ګڼم په دې مسئلې کې له ځینو نورو عربو هېوادونو سره دخېل شم او په نورو ځایونو کې استوګنې جوړې کړو چې هغوی د بدلون لپاره په سولې کې ژوند وکړي... دا به موقتي او یا ممکن د ډېر وخت لپاره وي.»
د حماس د سیاسي څانګې غړي باسم نعیم د فرانس خبري اژانس ته وویل چې فلسطینیان به دا «ډول پرژوې ردوي» او په تېرو لسیزو کې د «بې ځایه کېدو او نورو بدیلو ځمکو» په اړه یې دا ډول پلانونه رد کړي دي.
نعیم وویل: «د غزې خلک به د بیا رغونې تر عنوان لاندې د ټرمپ هېڅ ډول وړاندیز او حل لاره ونه مني، حتی که هدف یې ظاهرآ ښه هم وي.»
د حماس متحد، اسلامي جهاد د ټرمپ مفکوره «د تاسف وړ» بللې او ویلي دي چې «د خپلو ځمکو د پرېښودو له لارې زموږ د خلکو مجورول جنګي او د بشریت ضد جنایت» هڅوي او ترویجوي.
د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو لا د ټرمپ د دغه وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي، خو د اسرائيل د مالیې وزیر بیزلل سماتریک، چې د غزې د اوربند مخالف دی، دا څرګندونې «عالي مفکوره» بللې او هر کلی یې کړی. هغه ویلي دي چې «یوازې خلاق فکر د حل نوې لارې، سوله او امنیت راولي.»
مصر تر دې مخکې له غزې څخه د فلسطینیانو د هر ډول «بې ځایه کېدو» مخالفت کړی و او ویلي وو، د دغه هېواد ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي چې داسې کوم اقدام به د اسرائیل او مصر ترمنځ د ۱۹۷۹ کال د سولې تړون له خطر سره مخامخ کړي. اردن، چې ډېر فلسطیني کډوال په کې مېشت دي، لا د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
د غزې نفوس، چې ویل کېږي، ۲.۳ میلیون دی، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اومې نېټې راهېسې څو ځلې له خپلو سیمو څخه بې بې ځایه شوي دي. ملګري ملتونه وايي په شاوخوا ۱۵ میاشتو جګړو کې د غزې ۷۵ فیصده ودانۍ یا پوره او یا نیمه زیانمنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائيل او حماس ترمنځ له اوربند وروسته لسګونه زره فلسطینیان بېرته خپلو سیمو ته ګرځېدلي او ور روان دي. اسرائيل خبرداری ورکړی، تر څو پورې چې له حماس سره یرغمل شوې اسرائیلۍ اربیل یهود خوشې شوې نه وي، فلسطینیانو ته اجازه نه ورکوي د غزې شمال ته ولاړ شي.
د اوربند په اساس، حماس باید په لومړۍ مرحلې کې، چې شپږ اونۍ ده، ۳۳ یرغمل شوي پرېږدي او په بدل کې یې اسرائیل ژمنه کړې ده، چې ۱۹۰۰ فلسطینیان به له زندانونو څخه خوشې کوي.
د حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه په اسرائیل بریدونه وکړل. اسرائيل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او لږ تر لږه ۲۵۰ تنه نور یرغمل ونیول شول.
اسرائيل د دغو بریدونو په ځواب کې په غزې باندې هوايي او ځمکني بریدونه پيل کړل، چې دغزې د روغتیا د مقاماتو په وینا شاوخوا ۴۷۳۰۰ کسان په کې وژل شوي، چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي. ملګري ملتونه دا شمېرې معتبرې ګڼلې.