د تاوتریخوالي ختمېدو په اړه ټویټر کې د یو شمېر افغان فعالانو نوی هشتګ

د سولې ولسي حرکت یو شمېر غړو په افغانستان او کوزې پښتونخوا کې د تاوتریخوالې ختمېدو لپاره ټویټر کې د (AfghansWantPeace) هشتګ پیل کړی دی.

دغه هشتک چې تېره شپه پرې زرګونه ټویټونه شوي پکې د اکثریتو ځوانان فعالانو غوښتنې د اوربند ټنګېدو، جګړې کې د ماشومانو کارول، د هوايي بریدونو ملکي تلفات، کوزې پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غړو فعالیت، ماشومانو ته د زده کړې اسانتیا برابرولو او داسې نورې غوښتنې کړي دي.

د سولې ولسي حرکت یو غړي اقبال خیبر په دې اړه نن سه شنبه جنوري ۱۲ (مرغومی۲۳) امریکا غږ ته وویل چې دا یوه انلاین لاریون و:"په ټوله کې ۷۱۳۱ په دغه هشتګ کې برخه اخیستې ده. د ټولو غوښتنه په عموم کې د سولې راوستل، د هدفي وژنو ختمېدل او د ملکي تلفاتو بندېدو باندې بحث وکړ."

هغه زیاته کړه چې په انلاین ډول د دوی دغه هڅه افغانستان کې د جنګ ښکېلو خواو ته د دوی غږ ورسوه.

د اقبال خیبر په وینا افغان ځوانان کولی شي خپلې مشروع غوښتنې له دغو لارو چارو تعقیب او خپل غږ نړیوالو ته ورسوي.

د (افغانان سوله غواړي) هشتګ په اوږدو کې یو ټویټر کاروونکي جاوید احمد په یو ټویټ کې ویلي چې جګړه به نور څومره له افغانانو قرباني اخلي؟ هغه د یو شمېر افغان ماشومانو انځور خپور کړی چې ښیي یاد ماشومان د جنګ له امله خپلې پښې له لاسه ورکړي.

انځور ښيي چې دغه ماشومان د لکړو په مرسته پر لاره روان شوي او پر شا یې د مکتب بکسې دي. ګوندې یاد ماشومان ښونځي ته روان دي.

په دغه ټویټ کې جاوید احمد دا ویلي چې افغان ماشومان ان د زده کړو لپاره امنیت نه لري او نه شي کولی له عادي ژوند نه خوند واخلي. د ټویټر دغه کاروونکي بیا دا نه دي ویلي چې د یاد عکس سرچینه یې څوک/کوم بنسټ دی یا د ده خپل عکس دی.

افغانستان کې د سولې لپاره په خواله رسنیو کې غوښتنې په داسې وخت کې ډیریږي چې په ورستیو څو میاشتو کې په بېلابېلو کې ښارونو په ځانګړې توګه کابل کې هدفي وژنې په ډېرېدو دي.

دغو وژنو کې خبریالان او د مدني ټولنې غړي شامل دي چې په تېرو درې میاشتو کې لږ تر لږه لس خبریالان او مدني فعالان وژل شوي دي.

له دې سربېره دوه ورځې مخکې نیمروز ولایت کې د افغان هوايي ځواک په یوه برید کې د ۱۳ملکیانو د وژل کېدو په اړه ضد او نقیض رپوټونه خپاره شوي دي.

تېره اونۍ همدا راز د افغانستان د بشري حقونو خپوالک کمیسیون ویلي و چې د دوی د څېړنو پر بنسټ په روانې میاشتې کې د هلمند په لښکرګاه ښار کې لس ملیکان په یو هوايي برید کې وژل شوي دي.