د حزب الله نوی مشر: له اسرائیل سره اوربند او سولې ته چمتو یو

د حزب الله ډلې مشر نعیم قاسم

په لبنان کې د حزب الله ډلې نوي مشر د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم نهمه) وویل چې چمتو دي له اسرائیل سره د یو لړ ځانګړو شرایطو په اساس د سولې تړون وکړي.

د حزب الله ډلې مشر نعیم قاسم دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د اسرائيل د امنیت کابیني غونډه کړې او د سولې په احتمال یې بحث کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائيل د لبنان په ختیځ کې بریدونو ته زور ورکړی او وایي‌ د لبنان په بالباک کې یې د حزب الله یو بل قومنان هم وژلی دی.

بل لوري ته د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي ویلي چې هغه «محتاط خوشباور» دی چې ممکن په «راتلونکو څو ساعتونو او یا څو ورځو کې سوله» وشي.

نوموړي د الجدید رسنۍ ته وویل چې د متحدو ایالتونو استازي اموس هوکسټاین وړاندیز کړی چې «شاید موږ د نومبر تر پنځمې نېټې مخکې په راتلونکو څو ساعتونو او یا څو ورځو کې اوربند ته ورسېږي،» د نومبر په پنځمه د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست انتخابات دي.

اسرائيل تېره میاشت په یو هوایي برید کې د حزب الله ډلې مخکنی مشر حسن نصرالله وواژه او دغې ډلې بیا نعیم قاسم خپل مشر وټاکه.

نوموړي د دغې ډلې له مشر کېدو وروسته په خپلو خبرو کې وویل چې حزب الله کولای شي د میاشتو میاشتو لپاره د اسرائيل د هوایي او ځمکنیو بریدونو په وړاندې مقاومت وکړي، خو د تړون لپاره یې د خبرو دروازې هم خلاص پرېښې.

هغه وویل که «اسرائیل هوډ وکړي چې یرغل بندوي، موږ به ووایو چې موږ یې منو، خو د داسې شرایطو په اساس چې زموږ په باور مناسب او برابر» وي.

قاسم زیاته کړه چې د حزب الله ډلې لا داسې کوم معتبر وړاندیز نه دی ترلاسه کړی دی.

د اسرائيل د انرژۍ وزیر یلي کوهن ویلي دي چې د امنیت کابینې یې غونډه کړې او په دې باندې غږېدلي دي چې د تړون لپاره څه وړاندیز وکړي. هغه د اسرائيل راډیو ته وویل: « بحثونه وو خو زه فکر کوم لا هم وخت به ونیسي.»

د اسرائيل ۱۲-چینل ویلي دي چې صدراعظم بنیامین نتنیاهو د سه شنبې په ورځ ناوخته له وزیرانو سره خبرې وکړې چې د ۶۰ ورځو اوربند په بدل کې د اسرائيل په غوښتنو باندې بحث وکړی.

په دغو غوښتنو کې دا هم شامل دي چې د حزب الله ډله باید د لبنان په شمال کې له «لیتاني سمندر» څخه، چې د اسرائيل له سرحد څخه ۳۰ کیلو میتر لېرې دی، ووځي او د لبنان دولتي ځواکونه په سرحدي سیمو کې ځای په ځای شي.

داسې ویل کېږي چې د یوې نړیوالې مداخلې په اساس به تړون عملي کېږي، خو اسرائیل به دا غوښتنه کوي چې د ګواښ په صورت کې باید د عمل ازادي‌ ولري.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر جوبایډن سلاکار بریټ مکګورک او هوګسټاین د غزې او لبنان د جګړې بندولو په اړه په معاملې کې د پرمختګ په هدف د چهارشنبې په ورځ اسرائيل ته ځي.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي‌ هغوی به «اسرائيل ته ځي چې په لبنان کې د دیپلوماتیک حل او په غزې کې د جګړې د ختمولو په ګډون مسائیلو کې دخېل» شي.