د ناروې د کډوالو شورا افغانستان سره مخ په زیاتیدونکي ډول د نړیوالو بشري مرستو کمیدو ته په اشارې ویلي چې په دغه هیواد کې د طالبانو د واکمنۍ څخه د درې نیمو کلنو په تیریدو افغانان په نړۍ کې یو ترټولو خراب بشري بحران کې ګیر پاتې دي.
دغې شورا د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۲۲ (سلواغې درئیم) په یوه اعلامیه کې ویلي چې اوس مهال د ډیرو اړمنو ښځو او ماشومانو په ګډون میلیونونه افغانان په دوامدار ډول د سخت ژمي شرایطو واورې او د شپې پر مهال تر منفي لسو درجو پورې د یخنې د درجې د ټیټیدو حالت سره مخ دي، چې په دغه هیواد کې د مرستې رسونې د ادارو د کار حیاتي اړتیا لا زیاتوي.
د ناورې د کډوالو شورا عمومي منشي ین ایګلنډ په دې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د لسیزو جګړو، د معیوب اقتصاد ړنګیدل او د اقلیم د بدلون څخه زیږیدلي ویجاړونکي ټکانونو له امله افغانستان په را روانو میاشتو کې له ګاونډیو هیوادونو څخه ستنیدونکو افغان کډوالو منلو ته چمتو نه دی.
ین ایګلنډ چې همدا اونۍ یې افغانستان ته سفر کړی و په دې خبرپاڼه کې ویلي: "زیات شمیر زیانمنوونکي ستنیدونکي افغانان لا دمخه له ایران څخه وطن ته ستانه شوي دي، د کومو کسانو سره چې په دې اونۍ کې ما په سرحد کې ولیدل هغوی دا احساس کوه چې په یو تلپاتې ناڅرګند وضعیت کې ژوند کوي. هغوی د یو ښه او خوندي ژوند په لټه کې د افغانستان څخه وتلي وو، اوس افغانستان ته د یو ناڅرګندې راتلوونکې سره بیرته ستنیږي، چیرته چې هغوی د بیکارۍ، لوږې، بشري حقونو سرغړونو د همغه حالت سره مخ کیږي، چې له امله یې هغوی په لومړي سر کې وطن پریښودلو پریکړې وه".
د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې ایران پلان لري چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې دوه میلیونه افغان کډوال له دغه هیواد څخه وباسي. دغې شورا ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې راهیسې پاکستان لږ تر لږه ۸۰۰ زره افغانان خپل هیواد ته شړلي دي.
دغې شورا ویلي چې ستانه شوي کډوالو ددې لپاره چې ځانونو ته کار پیدا کړي په ښاري سیمو کې اوسیدل غوره کړي دي.
ین ایګلنډ ویلي: "د یو حقیقي او دوامداره حل د نشتون له امله بې وزلي او بې ځایه شوې افغان کورنۍ ستر بیه پرې کوي، ددې لپاره د بې ځایه شویو کورنیو او کډوالو سره چې په افغانستان کې مخ په شدت بشري بحران کې راګیر شوي مرسته وشي".
ددغې شورا عمومي منشي ویلي: "د طالب چارواکو سره په کتنه کې مو په دې خبرې وکړې چې د ستنیدونکو لپاره د ملاتړ د برابرولو په خاطر څنګه ګډ کار کولای شو".
هغه زیاته کړې چې افغانستان ته د سفر پرمهال یې په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو باندې د سختو محدودیتونو د لګیدلو مسله یې چې اوس هغوی د تعلیم، کار او عام ژوند کې د ګډون د محدودیتونو سره مخ دي هم راپورته کړې ده.
هغه ویلي چې د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو روان بندیز په دې معنی دی چې ۱.۵ میلیونه ځوانې نجونې له ښوونځیو بهر دي.
ددې سربیره هغه ویلي چې په طبي انسیتیوتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو نوی بندیز به نه یوازې د افغان میرمنو معشیت له منځه تللو سبب شي، بلکې د یان ایګلنډ په وینا مخامخ به د ښځو او نجونو پر روغتیا هم اغیز ولري.
ین ایګلنډ ویلي: "د ښځو او نجونو د بشري حقونو خوندیتوب د افغان مقاماتو [طالبانو] سره بوخت پاتې کیدو ته اړتیا لري. په لودیځو هیوادونو په پایتختونو کې د زیاتو کنفرانسونو جوړیدل به ډیره کمه اغیز ولري. مونږ د نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې په افغانستان کې د مقاماتو سره بوخت پاتې شي لکه چې مونږ یې کوو او هم دې د اساسي بشري مرستو په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي، مقامات[ طالبان] باید چې یو مناسب چاپیریال رامنځ ته کړي".
ین ایګلنډ ویلي چې افغانستان کې ډیر هیوادونه د مقاماتو [طالبانو] سره عدم توافق ته دوام ورکوي، چې د لا زیاتو محدودیتونو او د ښځو، نجونو او د کورنیو د کړاونو سبب ګرځي او د هغوی اکثره یې د خطر ډک سفر باندې د وتلو پرته بل انتخاب په مخ کې نلري.
د ناروې د کډوالو د شورا عمومي منشي افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ملګرو ملتونو په دغه هیواد کې د لازمې بودیجې د نشتون له امله د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ او مارچ تر میاشتو اړمنو افغانانو ته د پوهنې، خوړو، روغتیا، خوارځواکۍ او سرپناه د پروګرامونو په ګډون د بشري مرستو د دوام لپاره د بودیجې د تشې خبرداری ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۲۰ (سلواغې اول) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي چې په سیمه ییزو بازارونو کې د ځانګړو توکو پیرل او ددغو توکو د حمل او نقل لپاره اضافي بودیجې چمتو کول خورا مهم دي.
اوچا ویلي: "دا به په سرحد کې د ځنډونو موده او د بازار نوسانات او اختلالات کم کړي او په لوړه کچه د بشري مرستو توکو ته به د اړتیا په سیمو کې مخکې له مخکې د ځای پرځای کیدو زمینه برابره کړي".
ملګري ملتونه وايی چې په روان ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د افغانانو اړتیاوې د تیر ۲۰۲۴ کال په څیر په ډیره لوړه کچه پاتې دي.
ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې بشري مرستو د رسولو ادارو ددغه شمیر ۱۶.۸ میلیونو کسانو ته د مرستې د چمتو کولو پروګرام ترتیب کړی دی.
اوچا ویلي چې په روان کال کې به هم د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د ژوند د تیرولو لپاره په نړیوالو مرستو اتکا ولري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د برابرولو په پروګرام کې د خوړو مرستې، په بیړني ډول سرپناه، روغتیايي خدمتونه، د تغذیي خدمتونه، پوهنه، څښلو پاکې اوبه، حفظ الصحې توکي او د مختلفو اهدافو لپاره نغدې مرستې د نورو سکټوري ملاتړ د برابرولو مرستې شاملې دي.
اوچا ویلي چې د اړمنو افغانانو د ساتنې په ډلو کې په ځانګړي ډول ښځې، نجونې او ماشومان او هغوی چې د معلولیت څخه کړیږي شامل دي او ددې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې د هغوی بشري اړتیاوې نورې هم زیاتې نشي د مرستو ترلاسه کولو په برخه کې د اساسي ډلو په توګه پاتې شوي دي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو د پروګرامونو لپاره په ۲۰۲۴ کال کې د نړیوالې ټولنې څخه ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې وه، چې ددغې بودیجې یوازې شاوخوا ۳۸ فیصده ورته برابره شوې وه. ملګرو ملتونو تیرکال د بودیجې د کمښت وروسته اړمنو افغانانو ته د خوراکي توکو په ګډون خپل ځینې پروګرامونه یا بند او یا هم محدود کړل.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ او اکتوبر ترمنځ بشرپاله همکارانو ۱۷.۷ میلیونو کسانو ته لږ تر لږه د بشري مرستو له ډلې د مرستو یوه ډول مرسته رسولې ده او ۳.۳ میلیونو افغانانو ته درې ډوله سکټوري مرستې ترلاسه کړي دي".
دغې ادارې ویلي چې د ۱۷.۷ میلیونو کسانو چې دا مرستې یې ترلاسه کړي ۵۵ فیصدو یې د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړي دي.
اوچا ویلي چې اړمنو افغانانو ته یې دا مرستې د نړیوالې ټولنې له خوا د تیر ۲۰۲۴ کال د اکتوبر تر ۲۷ پورې د ۱.۱۴ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو او هم د اړوم ۲۰۲۳ کال د بودیجې څخه د ۴۱۲ میلیونو ډالرو د پاتې پیسو له برکته رسولي دي. ملګرو ملتونو په روان ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د خپلو بشري پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۲.۴۸ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې ده.