د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: د تیرکال لومړیو ۹ میاشتو کې نږدې ۱۸ میلیونو اړمنو افغانانو ته مرستې برابرې شوي


ملګرو ملتونو لګرو ملتونو ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري
ملګرو ملتونو لګرو ملتونو ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې د تیر ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د اکتوبر تر میاشتې په افغانستان کې د خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو په ګډون ۱۷.۷ میلیونو افغانانو سره د بشري مرستو لږترلږه یو ډول مرسته شوې ده.

اوچا د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۱۹ (مرغومې ۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپور کړي راپور کې ویلي په دغه موده کې ۹.۶ میلیونو افغانانو د خوړو مرستې، ۷.۶ میلیونو روغتیايي مرستې او ۶.۴ میلیونو نورو د کرهڼې د بیړني ملاتړ په برخه کې مرستې ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي: "د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ او اکتوبر ترمنځ بشرپاله همکارانو ۱۷.۷ میلیونو کسانو ته لږ تر لږه د بشري مرستو له ډلې د مرستو یوه ډول مرسته رسولې ده او ۳.۳ میلیونو کسانو درې ډوله سکټوري مرستې ترلاسه کړي دي".

دغې ادارې ویلي چې د ۱۷.۷ میلیونو کسانو چې دا مرستې یې ترلاسه کړي ۵۵ فیصدو یې د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړي دي.

اوچا ویلي چې اړمنو افغانانو ته یې دا مرستې د نړیوالې ټولنې له خوا د تیر ۲۰۲۴ کال د اکتوبر تر ۲۷ پورې د ۱.۱۴ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو او هم د اړوم ۲۰۲۳ کال د بودیجې څخه د ۴۱۲ میلیونو ډالرو د پاتې پیسو له برکته رسولي دي.

دغې ادارې ویلي: "ددې سره سره ۱.۹۲ میلیارده بودیجه چې د نړیوالې ټولنې څخه د ټولې غوښتل شوې ۳.۰۶ میلیارده ډالرو بودیجې ۶۲ فیصده کیږي د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د میاشتې پورې نه ده ترلاسه شوې. په عین وخت کې د ناڅاپي ناورینونو پیل چې شدت ته یې زمینه برابروي نوې اړتیاوې رامخې ته کوي."

ملګرو ملتونو په افغانستان کې اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو د پروګرامونو لپاره په ۲۰۲۴ کال کې د نړیوالې ټولنې څخه ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې وه، چې ددغې بودیجې یوازې شاوخوا ۳۸ فیصده ورته برابره شوې وه. ملګرو ملتونو د بودیجې د کمښت وروسته اړمنو افغانانو ته د خوراکي توکو په ګډون خپل ځینې پروګرامونه یا بند او یا هم محدود کړل.

ملګرو ملتونو لګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې بشري مرستو د رسولو ادارو ددغه شمیر ۱‍۶.۸ میلیونو کسانو ته د مرستې د چمتو کولو پروګرام ترتیب کړی دی.

اوچا ویلي چې په روان کال کې به هم د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د ژوند د تیرولو لپاره په نړیوالو مرستو اتکا ولري.

د بشري مرستو د برابرولو په پروګرام کې د خوړو مرستې، په بیړني ډول سرپناه، روغتیايي خدمتونه، د تغذیي خدمتونه، پوهنه، څښلو پاکې اوبه، حفظ الصحې توکي او د مختلفو اهدافو لپاره نغدې مرستې د نورو سکټوري ملاتړ د برابرولو مرستې شاملې دي.

اوچا ویلي چې د اړمنو افغانانو د ساتنې په ډلو کې په ځانګړي ډول ښځې، نجونې او ماشومان او هغوی چې د معلولیت څخه کړیږي شامل دي او ددې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې د هغوی بشري اړتیاوې نورې هم زیاتې نشي د مرستو ترلاسه کولو په برخه کې د اساسي ډلو په توګه پاتې شوي دي.

ملګرو ملتونو په روان ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د بشري مرستو د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۲.۴۸ میلیاردو ډالرو بودیجې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر (سیګار) ویلي چې د طالبانو له بیا حاکم کېدو وروسته ملګرو ملتونو اړمنو افغانانو سره د بشري مرستود چمتو کولو لپاره لازمه بودیجه نه ده ترلاسه کړې.

سیګار د ۲۰۲۴ کال د نومبر ۱۶( لوم ۲۶) د ایکس په پاڼه په خپور کړي راپور کې ویلي چې ملګرو ملتونو چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستود برابرولو لپاره ۳.۰۶ میلیارد ډالرو بودیجه غوښتې وه، نړیوالې ټولنې ورته ددغه کال د اکتوبر د میاشتې تر ۲۲ پورې یوازې ۳۷ فیصده برابره کړې وه.

سیګار ویلي: "په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته ملګري ملتونو دغه هیواد لپاره د بودیجې ټاکل شوی هدف ددغو دریو کلونو په هرکال کې نه دی ترلاسه کړی. د ملګرو ملتونو د وینا په اساس د بودیجې دا کسر په نړۍ کې د یو داسې هیواد لپاره چې ترټولو د یو ستر بشري بحران سره مخ دی او ۲۳.۷ میلیون وګړي یې د اساسي اړتیاو د پوره کولو لپاره پر بشري مرستو متکي دي، شوی دی".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG