د لاس رسي وړ اتصالات

یان ایګلنډ: افغانستان د یو داسې بحران سره مخ دی چې نړۍ له پامه غورځولی دی


یان ایګلنډ، د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو د حکومت چلند د نه زغملو وړ بللی او ویلي دي چې دا د اساسي بشري حقونو څخه د نه زغملو وړمخنیوی دی.
یان ایګلنډ، د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو د حکومت چلند د نه زغملو وړ بللی او ویلي دي چې دا د اساسي بشري حقونو څخه د نه زغملو وړمخنیوی دی.

د ناروې د کډوالو د شورا عمومي منشي یان ایګلنډ په افغانستان کې د لومړنۍ دورې په پورته دورو کې د افغان نجونو پر زده کړو بندیز باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې له زده کړو ډیرې محرومو شویو نجونو د زده کړو د دوام پرځای د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.

د ناروې د کډوالو د شورا عمومي منشي د شنبې په ورځ جنورۍ ۱۸ (مرغومې ۲۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په څو پیغامونو کې افغانستان ته د سفر پرمهال د هرات په ولایت کې د افغان میرمنو او نجونو د غالیو د اوبدلو د یو مرکز تصویرونه هم خپاره کړي دي.

هغه ویلي: "زړه ماتونکې ده: د افغانستان د هرات ولایت کې دغه نجونې د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې له زده کړو محرومې شوې دي او په بدل کې یې باید چې غالۍ واوبي". ددغو غالۍ اوبدونکو نجونو څخه یوې یې د ناروې د کډوالو د شورا عمومي منشي ته ویلي : " ما یوازې پنځم ټولګي کې زده کړې بشبړي کړي، خو زما هیله لا هم داده چې ډاکټره شم".

یان ایګلنډ، د نجونو د زده کړو په اړه دا ډول چلند د نه زغملو وړ بللی او ویلي دي چې "دا د اساسي بشري حقونو د نه زغملو وړمخنیوی" دی.

له ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو ستنیدل

د ناروې د کډوالو د شورا عمومي منشي هرات ولایت ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې له ایران څخه ددغه ولایت له لارې افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د کورنیو د ځینو غړو سره هم د کتنې خبر ورکړی او ویلي دي چې د یو شمیر هغو ښځو سره یې کتلي چې د خپلو خاوندانو پرته افغانستان ته په ډیرې بې وزلې او ناهیلۍ کې شړل شوې وې.

یان یګلنډ د ایکس په پاڼه لیکلي: "زه بیرته افغانستان ته ستون شوی یم، چیرته چې ۲۲ میلیونه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري او چیرته چې د پاکستان ۸۰۰ زره کسان بیرته ستانه کړي او ایران پلان لري چې تر دوو میلیونو پورې کسان ستانه کړي".

یان ایګلنډ زیاته کړې ده: "ما دلته په هرات کې هغو ښځو سره وکتل چې د خپلو میړونو پرته په ډیره بې وزلې او ناهیلۍ کې افغانستان ته شړل شوې دي. یو بحران چې نړۍ له پامه غورځولی دی".

د ناروې د کډوالو د شورا عمومي منشي له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدلو او شړلو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په دې وروستیو اونیو کې دغو دواړو هیوادونو د افغانانو د ایستلو او افغانستان ته د ستنولو بهیر ډیر چټک کړی دی.

پاکستان د ۲۰۲۵ کال د پیل سره سم د دغه هیواد د پایتخت اسلام اباد او ځینو نورو ښارونو څخه د قتانوني اسنادو لرونکو افغان کډوالو په ګډون د لسګونو افغانانو د ایستلو او افغانستان ته د هغوی د ستنولو لړۍ پیل کړې ده.

په اسلام اباد کې میشت یو شمیر افغان کډوال وايي چې په دې وروستیو کې د پاکستان پولیسو په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نیولو او له دغه هیواد څخه د ایستلو بهیر پیل کړی، چې په ترڅ کې یې پولیس د افغان کډوالو د اوسیدو ځایونو ته ورځي، هغوی نیسي او په جبري ډول یې افغانستان ته شړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ویلي چې د پولیسو له خوا په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دغه سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې یوازې د جنورۍ د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې له ۸۰۰ څخه زیات افغانان په اسلام اباد کې نیول شوي او افغانستان ته شړل شوي دي.

په اسلام اباد کې میشت یو شمیر افغانان وايي چې لا هم د پاکستاني پولیسو له خوا د نیولو او افغانستان ته د شړلو سره مخ دي. د بلې خوا ایراني چارواکو ویلي چې د ۱۴۰۳ کال ترپایه له دغه هیواد څخه د دوو میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالږ د ایستلو پلان یې ترتیب کړی دی.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM)هم جنورۍ ۱۶ (مرغومې ۲۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په څو پرله پسې پیغامونو کې ویلي چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې ۱.۲ میلیونه افغان کډوال له دغه ایران څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې د افغانستان او ایران په ګډ سرحد کې ددغه سازمان له خوا ټول ثبت شوي کسانو په ایران کې د اوسیدلو اسناد نلرل او ددغه شمیر ۶۷ فیصده یې په جبري ډول له دغه هیواد څخه افغانستان ته شړل شوي وو.

دغه سازمان ویلي: "د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د ډسمبر تر میاشتې آی او ایم له ایران څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو ۱.۲ میلیونو څخه زیات کسان ثبت کړي، چې ۶۷ فیصده یې په جبري ډول ستانه کړای شوي وو".

ملګري ملتونه وايی چې په روان ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د افغانانو اړتیاوې د تیر ۲۰۲۴ کال په څیر په ډیره لوړه کچه پاتې دي.

ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې بشري مرستو د رسولو ادارو ددغه شمیر ۱‍۶.۸ میلیونو کسانو ته د مرستې د چمتو کولو پروګرام ترتیب کړی دی.

اوچا ویلي چې په روان کال کې به هم د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د ژوند د تیرولو لپاره په نړیوالو مرستو اتکا ولري.

د بشري مرستو د برابرولو په پروګرام کې د خوړو مرستې، په بیړني ډول سرپناه، روغتیايي خدمتونه، د تغذیي خدمتونه، پوهنه، څښلو پاکې اوبه، حفظ الصحې توکي او د مختلفو اهدافو لپاره نغدې مرستې د نورو سکټوري ملاتړ د برابرولو مرستې شاملې دي.

اوچا ویلي چې د اړمنو افغانانو د ساتنې په ډلو کې په ځانګړي ډول ښځې، نجونې او ماشومان او هغوی چې د معلولیت څخه کړیږي شامل دي او ددې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې د هغوی بشري اړتیاوې نورې هم زیاتې نشي د مرستو ترلاسه کولو په برخه کې د اساسي ډلو په توګه پاتې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG