د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف) په افغانستان کې د اوبو د کمښت بحران باندې ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې په دغه هیواد کې د اوبو مسله په یو جدي بحران باندې بدله شوې چې د ډیرو ماشومانو ژوند ته یې ګواښونه را ولاړ کړي دي.
افغانستان کې د یونسیف د دفتر رئیس تاجالدین اویواله د جمعې د ورځې ناوخته جنورۍ ۱۷ (مرغومې ۲۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې د اوبو د کمښت بحران له پامه غورځول کیدای نشي.
تاجالدین اویواله د اوبو د کمښت د ستونزې په برخه کې د افغانستان خلکو ته د ملاتړ لپاره د هڅو په زیاتیدو ټینګار کړی او ویلي دي چې د تیر ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د یونیسف ادارې د ماشومانو په ګډون یو میلیون کسانو ته د اوبو ترلاسه کولو امکانات برابر کړي دي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د ملګرو ملتونو د ادارو او د خپلو نورو شریکانو څخه افغانانو ته د اوبو د برابرولو لپاره د ترسره کړیو هڅو له امله مننه هم کړې او په دې برخه کې یې د لا زیاتو هڅو غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي: "افغانستان کې د اوبو بحران همداشان د ماشومانو بقا ګواښوي او نه شي کیدای چې له پامه وغورځول شي. د مرسته کوونکو او زمونږ له همکارانو څخه مننه چې یونیسف په دې وتوانید چې په ۲۰۲۴ کال کې د ماشومانو په ګډون یو میلیون کسانو ته امکانات برابر کړي".
افغانستان کې د یونسیف د دفتر رئیس تاجالدین اویواله په روان ۲۰۲۵ کال کې هم ددغو هڅو د دوام غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي: " لکه چې ۲۰۲۵ کال په پیلیدو سره مونږ باید په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړو".
د یونیسف ادارې تیره اونۍ ویلي وو چې د اسیا د پرمختایي بانک په ملتیا هڅه کوي چې د افغانستان په ځینو برخو کې په ښوونځیو کې ماشومانو ته د څښلو اوبه برابرې کړي.
ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی، چې د اقلیم د بدلون د خورا سختو اغیزو سره مخ دی او ددغو اغیزو د کمولو لپاره چمتوالی هم نلري. ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د پرله پسې دریو کلنو روانې وچکالۍ په دغه هیواد کې اوبو ته د خلکو اړتیا خورا زیاته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" ویلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال راهیسې اوبو ته د خلکو اړتیا ډیره زیاته شوې او۶۷ فیصده کورنۍ د اوبو د ترلاسه کولوهڅې کوي.
ددې دمخه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" په کابل کې د څښاک پاکو اوبو روان بحران ته په کتنې ویلي وو چې که چیرې همدا اوس ددې ستونزې غم ونه خوړل شي، تر راتلونکو شپږو کلونو به په دغه ښار کې د ځمکې لاندې اوبه بیخې وچې شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" د اکتوبر۲۹ ( لړم اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "اوبه ژوند دی. په چټکه توګه ښاري کیدل او د اقلیم بدلون له امله به په کابل کې د ۲۰۳۰ کال پورې د ځمکې لاندې اوبه ختمې شي. که چیرې مونږ همدا اوس لاس په کار نشو مونږ دا بهیر نشو درولی".
په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه د تیرو ډیرو اوږدو کلنو راهیسې شتون لري، خو په وروستیو کلنو کې دا ډیره پراخه شوې ده.
ددغه ښار په غرنیو سمیو کې یو شمیر اوسیدونکي وايي د ښار د نورو برخو پرتله دوی د اوبو د کمښت له ستونزې سخت کړیږي او تراوسه ددې ستونزې د هوارلو په برخه کې د دوی په سیمه کې د پام وړ کوم اقدام هم نه دی شوی.
سویس کې میشت د "اې سي اې پي ایس" په نوم اضطراري او پیچلو بحراني شرایطو کې بشري اړتیاو د ارزونې یو بنسټ د ۲۰۲۴ کال د جولاۍ په میاشت کې په افغانستان کې اقلیم د بدلون اغیزو په اړه یو راپور کې نورمال حالت څخه د حرارت درجې پورته کیدل او ګرمۍ څپې، یخونو ویلې کیدل، وچکالي،سیلابونه او ځمکې ښویېدل دغه هیواد کې اقلیم بدلون د اصلي خطرونو په توګه ښودلي دي.
دغه بنسټ ویلي چې افغانستان د ګرمۍ کچه د نړۍ د ګرمۍ د کچې له اوسط څخه پورته ده او د ۱۹۵۰ کال راهیسې هرکال په دغه هیواد کې د ګرمۍ کچه د ساتني ګراډ په کچه ۱.۸ درجې زیاتوالی راغلی دی.
په راپور کې راغلي چې په تیرو څلورو لسیزو کې په اکثرو شمالي، لویدیځو، جنوب ختیځو او جنوبي ولایتونو کې کم اورښت وریدل ثبت شوي او وچکالۍ اغیزې زیاتې شوي دي.
ددې راپور پر اساس په افغانستان کې یخچالونه د خوږو او طبیعي اوبو په ذخیره کولو او د موسمي سیندونو د تنظیم په جریان کې اساسي ونډه لري او تر ۸۰ فیصدو پورې ددغه هیواد د اوبو منابع د هندوکش له غرونو منشا اخلي.
په دې راپور کې دغو عواملو ته په اشارې ویل شوي چې افغانان به د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلنو ترمنځ د اقلیم د بدلون او یا هم د هغې د ترکیب د عمده ګواښونو سره مخ شي.`
فورم \ دبحث خونه