د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو څار سازمان: په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان کې بشري وضعیت لا خراب شوی


د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې طالبانو تیر کال نوي فرمانونه نافذ کړي چې ورسره په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د افغانانو بشري حقونه لا محدود شوي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې طالبانو تیر کال نوي فرمانونه نافذ کړي چې ورسره په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د افغانانو بشري حقونه لا محدود شوي.

د بشري حقونو د څار سازمان په یو تازه راپور کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه ویلي چې پر ښځو، نجونو، خبریالانو او نورو قومي او مذهبي ډلو باندې د طالبانو د فشارونو د زیاتیدو له امله په تیر ۲۰۲۴ کال کې په دغه هیواد کې بشري وضعیت لا خراب شوی دی.

دغه سازمان د پنجشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۱۶(مرغومې ۲۷) د نړۍ په شاوخوا ۱۰۰ هیوادونو کې د بشري وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی چې په کې د افغانستان د بشري وضعیت په هکله ویل شوي چې په دغه هیواد کې د ۲۰۲۳ کال په پرتله تیرکال د افغانانو بشري وضعیت لا خراب شوی دی.

د بشري حقونو څخه سرغړونې

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې طالبانو د تیر ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې نوي فرمانونه نافذ کړي چې له امله یې په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د افغانانو بشري حقونه لا محدود شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "طالبانو نوی قانون اعلان کړی چې له مخې يې ښځې د سړي محرم د شتون پرته په عمومي ټراسپورټ کې د تګ راتګ څخه منع شوي او له هغوی غوښتل شوي چې په عام ځایونو کې سندرې ونه وايي او یا هم له کورونو بهر د هغوی غږ ونه اوریدل شي".

طالبانو چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا واک ترلاسه کړی، په تیرو څه باندې دریو کلنو کې يې ښځو او نجونو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی د ملګرو ملتونو په ګډون یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کار منع کړي او هم یې د کور څخه بهر د وتلو پر مهال د حجاب اغوښتل او د سفر پرمهال د محرم لرلو شرط په ګډون یو شمیر نور محدودیتونه هم پرې لګولي دي. ملګرو ملتونو د طالبانو دا کړنې د جنسیت پر اساس توپیري چلند ته ورته بللي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په دې راپور کې ویل شوي چې طالبانو په یو شمیر ولایتونو کې هغه ښځې نیولي او په زندان کې اچولي، چې د دغې ډلې د نظر سره سم جامې یې نه وې اغوښتې. د بشري حقونو د څار سازمان د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د راپور پر اساس ویلي چې طالبانو ځینې نیول شوې ښځې د ډیرو ورځو لپاره د بهر سره د اړیکو د لرلو پرته ساتلې او همداشان هغوی د فزیکي تاوتریخوالي او ګواښونو سره مخ شوي دي.

د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت د اګست د میاشتې په ۲۱ (زمري ۳۱) باندې په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون نافذیدل اعلان کړل.

ددغه قانون د نافذولو وروسته پر افغان میرمنو او نجونو باندې نه یوازې محدودیتونه زیات شوي، بلکې ددغه قانون د نافذیدو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو باندې د طالبانو د تیرو دریو کلنو ټولو کړنو ته قانوني بڼه هم ورکړې ده.

دا قانون چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن النمکر وزارت د محتسبینو له خوا پلی کیږي، له مخې یې هغوی دا واک ترلاسه کړی چې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې وټاکي

دغه قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرائت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړغږ ویل عورت بلل شوي او منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په دغه راپور کې د خبریالانو او د طالبانو پر حکومت د انتقاد کوونکو کسانو نیولو ته اشاره کړې او ویلي دي چې طالبانو دغسې نیول شویو کسانو ته په خپلو زندانونو کې شکنجه هم ورکړې ده.

په دې راپور کې ویل شوي چې طالبانو د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې په تلویزیوني خپرونو کې پر سیاسي خپرونو هم بندیز لګولی دی.

همداشان د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې طالبانو پر رسنیو باندې په فشار راوړلو سره ددغې ډلې پر حکومت باندې هر ډول انتقادونه محدود کړي دي.

اقتصادي او بشري بحران

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې په افغانستان کې د بل هروخت په پرتله بشري بحران پراخه شوی او په تیر۲۰۲۴ کال کې ددغه هیواد له نیمايي نفوس څخه زیاتو وګړو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لرله.

دغه سازمان ویلي چې تیر کال ۱۲.۴ میلیونو کسان په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیوب سره مخ وو او ۲.۹ میلیونه نور په بیړني ډول د لوږې حالت سره مخ وو.

په دې راپور کې ویل شوي: "د نومبر تر میاشتې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه اړتیاو د ځواب ویلو پروګرام یوازې ۳۱ فیصده بودیجه ترلاسه کړې وه او د بشري مرستو د چمتو کولو یو شمیر پروګرامونه د بودیجې د کمښت له امله تړل شوي وو. د بهرنیو مرستو له لاسه ورکولو له امله د افغانستان د روغتیايي پاملرنې پروګرام ډیر زیات زیان لیدلی دی".

ددې راپور له مخې اقتصادي او بشري بحران شدت پر ښځو، نجونو او معلولیت لرونکو کسانو پر ژوند ناسمه اغیزه کړې ده.

پر ملکي وګړو بریدونه

د بشري حقونو د څار سازمان په دغه راپور کې په افغانستان کې په تیر ۲۰۲۴ کال کې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې " داعش" د ډلې له خوا پر ملکي وګړو د بریدونو دوام ته هم اشاره کړې او ویلي دي چې په یو شمیر ولایتونو کې ددغې ډلې په بریدونو کې یو شمیر ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.

دغه سازمان د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ سیمه کې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د ۱۲ ورځې برید یادونه کړې او ویلي دي چې په دغه برید کې چې مسوولیت یې داعش په غاړه اخیستی وو لږ ترلږه ۱۴ ملکي شیعه ګان وژل شوي وو.

همداشان په دغه راپور کې د کابل ښار کې د تیر ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې د لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو باندې د داعش د ډلې د یو بل برید یادونه هم شوې، چې په کې ۲۱ تنه چې اکثره یې ملکي وګړي وو وژل شوي وو.

همداشان په دغه برید کې د کابل د ښار دشت برچي په سیمه کې د تیر۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې شپږمې نیټې برید یادونه هم شوې او ویل شوي چې په دغه برید پنځه تنه مړه شوي او ۲۰ نورټپیان شوي وو.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل دغه کلني راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې له خوا پر طالبانو باندې د فشارونو د زیاتیدو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان افغانستان سره د بشري مرسته کوونکو هیوادونو غوښتي چې باید خلکو ته بشري مرستې چمتو کړي او د افغانستان اقتصادي بحران ته یو تلپاتې حل لاره ولټوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG