فرانسه کې د چاقو په برید کې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فرانسې کې چارواکي وایي شنبه فبروري ۲۲ ( کب څلورمه) د چاقو په یو برید کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او پنځه د پولیسو افسران ټپي شویدي.

پیښه د فرانسې په مولهوس په ښار کې شوې او څارنوالان وایي د پولیسو دوه افسران ښه کاري او درې نور یې برسیرن ټپي شویدي.

د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون دا پیښه "اسلامپاله ترهګریزه کړنه" بللې.

ښاغلي مکرون ویلي، "هیڅ شک نشته چې دا پیښه د ترهګرۍ یو عمل و، په ځانګړې توګه اسلامپاله ترهګریزه کړنه".

څارنوالانو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې مشکوک برید کوونکي عمر ۳۷ کاله دی چې له برید څخه وروسته پولیسو نیولی او د ترهګرۍ د مخنیوي د څار په ځانګړې لیست کې یې هم نوم ثبت شوی و.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې مشکوک برید کوونکی د الجزایر تبع دی او څو ځله یې خپل هیواد ته د سپارلو کوښښ کړی و خو د الجزایر چارواکو یې له اخیستو انکار کړی و.

دا مطلب هم ولولئ د اتریش چارواکي: د چاقو په خونړي برید تورن کس 'اسلامي ترهګریزه انګیزه' درلوده


په عین حال کې د فرانسې د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالانو څانګې چې ددې پیښې په هکله د پلټنو مشري کوي ویلي چې مشکوک برید کوونکي د پولیسو په افسرانو د برید پر مهال د "االله اکبر" نعرې وهلي.

د پیښې عیني شاهدانو هم د فرانس پریس خبري اژانس ته تائید کړې چې مشکوک برید کوونکي د برید پر مهال دا نعرې وهلې.

پولیسو همدارنګه ویلي چې په برید کې یو ۶۹ کلن ملکي لاروی تر ټپي کیدو وروسته مړ شوی چې په پولیسو د مشکوک کس لخوا د برید مخنیوي کوښښ یې کاوه. ویل کیږي چې هغه د پرتګال اوسیدونکی و.

پولیسو ویلي چې پیښه په سیمه ایز وخت له غرمې وروسته په ۴ بجو هغه وخت وشوه چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ملاتړ مظاهره روانه وه. سیمې ته د پولیسو تر څنګ پوځ هم لیږل شوی چې په پلټنو کې همکاري وکړي.

مشکوک بریدګر په الجزایر کې زیږیدلی و او د پخوا راهیسې د محکمې لخوا تر نظارت او په کور کې د نظر بند لاندې و او د فرانسې څخه د شړلو امر یې هم ورکړل شوی و خو مطبوعاتو ویلي چې چارواکو ۱۰ ځله کوښښ کړی و چې له فرانسې وباسي خو د الجزایر چارواکو یې له منلو انکار کړی و.