د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمني کې یو افغان د دوو کسانو د وژلو په تور ونیول شو


برید په سیمه‌ییز وخت، له غرمې مخکې په  ۱۱:۴۵ بجو د اشافنبورګ ښار په مرکز د شونتال په پارک کې ترسره شوی.
برید په سیمه‌ییز وخت، له غرمې مخکې په  ۱۱:۴۵ بجو د اشافنبورګ ښار په مرکز د شونتال په پارک کې ترسره شوی.

په جرمنی کې پولیسو یو افغان د هغه برید په تور نیولی دی چې دوه کسان په کې ووژل شول او درې نور ژوبل شول.

د جرمني پولیسو د چهارشنبې په ورځ، جنوري ۲۲ (سلواغې درېیمه) وویل چې نیول شوي کس په یو عمومي پارک کې په خلکو د چړو ګوزارونه وکړل، یوه دوه کلن ماشوم او یو بل ۴۱ کلن سړی یې ووژل.

پولیس مقامات وايي مشکوک برید د "جرم په ځای" کې نیول شوی دی. د جرمني صدراعظم، اولاف شولتز د "ترهګرۍ دا نه باور کېدونکی عمل" غندلی او معلومات یې غوښتي چې څنګه دغه بریدګر، چې د پناه غوښتنه یې رد شوې، په جرمني کې پاتې شوی و.

په دغه برید کې درې تنه نور ژوبل شوي دي. راپورونه وايي ۴۱ کلن وژل شوي کس هڅه کوله چې په یو ماشوم باندې د چړو د ګوزاونو مخه ونیسي خو خپله په کې ووژل شو.

د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هیرمن وویل چې دا پېښه د جرمني د اشانفبورګ په سیمه کې شوې ده. یو افغان، چې نوم یې اخیستل شوی نه دی، د برید په تور نیول شوی دی.

ویل کېږي چې دغه پناه غوښتونکی په ۲۰۲۲ کال کې جرمني‌ ته تللی و. هیرمن وویل چې تېرکال دغه کس ته ویل شوي وو چې په خپله خوښه له جرمني څخه ووځي.

تحقیق کوونکي هڅه کوي چې د دغه برید انګیزه معلومه کړي، ابتدايي معلومات څرګندوي چې بریدګر سخت رواني‌ تکلیف لره. د بریدګر د اوسېدو له ځای څخه داسې کوم اسناد ترلاسه شوي نه دي، چې له ترهګرۍ سره د هغه پیوستون څرګند کړي،‌ خو تحقیق کوونکي د رواني ناروغۍ درمل موندلي دي.

په جرمني کې په پرله پسې توګه د چاقو مرګونې بریدونه

په جرمني کې د دا ډول بریدونو له کبله د نامنظمې کډوالۍ و عامه امنیت په اړه بحثونه پارولي دي.

د روان کال په اګست کې د سولینګن ښار په یو واټ کې د چاقو په برید کې درې کسان ووژل شول او اته نور ټپیان شول. د دې برید مسؤلیت د داعش ډلې پر غاړه واخیست او پولیسو د پیښې په تړاو د سوریې یو تبعه توقیف کړ.

دا برید، چې انګیزه یې "اسلامپالنه" ذکر شوې، په جرمني کې د کډوالۍ په اړه تاوده بحثونه راوپارول.

د جرمني حکومت د دې پېښې په غبرګون کې د چاقو د کنټرول قوانین سخت کړل او امنیتي ادارو ته یې د لا زیاتو پلټنو واک ورکړ.

دا په جرمني کې څوم ځل دی چې په خلکو د برید کولو لپاره له چاقو کار اخیستل کیږي.

د همدې روان میلادي کال د مې په میاشت کې هم په مظاهرې کې د پولیسو یو افسر د چاقو په برید کې ووژل شول او پنځه عام خلک ټپي شول.

د جرمنې د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ژمنه کړې چې د چاقو پواسطه جنایي پیښو سره به مبارزه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG