په جرمني کې د یو افغان کډوال له لوري د چاقو په یو برید کې د دوو کسانو له وژل کېدو وروسته په دغه هېواد کې د کډوالو او پناه غوښتونکو ته د رواني او روغتیايي خدمتونو او شرایطو په اړه بحثونه پارېدلي دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د رواني ستونزو درمل او علاج ته د کډوالو نه لاسرسی د هغوی اسیب پذیرې او ستونزې نورې هم زیاتوي.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د جرمني د بایرن ایالت د اشافنبورګ په سیمې کې یو افغان کډوال د چاقو په یو برید کې یو دوه کلن ماشوم او یو بل ۴۱ کلن سړی ووژل. دا په جرمني کې د کوم کډوال له لوري تر ټولو وروستۍ جینايي پېښه بلل کېږي. ویل کېږي چې بریدګر رواني تکلیف لره او له نیول کېدو وروسته د رواني ناروغانو یو مرکز ته انتقال شوی.
په داسې حال کې چې دفبرورۍ په ۲۳ نېټه په جرمني کې انتخابات پیل کېږي، دواړو د جرمني د صدراعظم اولاف شولتز سوسیال دیموکرات او مخالف محافظه کار ګوندونو د کډوالو په ضد د نویو اقداماتو ژمنې کړې دي.
خو کارپوهان بیا په جرمني کې کډوالو ته د روغتیايی امکاناتو د کموالي او نشتوالي په اړه خبرداری ورکوي دا په یو ډول له دغو ستونزو سره تړي.
د جرمني د ماربورګ پوهنتون د روانپوهنې د برخې استاد الرېچ واګنر وايي کډوال د جګړې او تبعید له کبله تر سختو فشارونو لاندې دي او د جرمني د پناه غوښتنې شرایط د هغوی په روح او روان باندې هم لوی اغیز کوي.
نوموړي د نورو مسائيلو تر څنګ دا خبره هم کوي چې په جرمني کې د پناه غوښتونکو د اوسېدو ځایونه داسې دي، چې محرمیت نه لري. وايي څو کسان په یو ځای کې مېشت کېږي چې له یو بل څخه په کې پرده کول سخت دي.
همدغه راز اکثریت پناه غوښتونکي له کار کولو څخه منع کړل شوي. په ۲۰۲۳ کې د جرمني فدرال او سیمې حکومتونو د قانون د تعدیل په یو پلان موافقه وکړه چې پناه غوښتونکي د کار د جواز ترلاسه کولو لپاره باید شپږ میاشتې صبر وکړي، خو په اوسني وخت کې د انتظار دا موده کلونو کلونو ته غځېدای شي.
واګنر وايي دغه مسائيل باید په جرمني کې د دا ډول خونړیو بریدونو لپاره پلمه نه شي خو په خبره یې «عوامل یې باید پیدا او مخه یې ونیول» شي.
هغه وویل د پناه غوښتونکو لپاره د ژوند له یوې مرحلې څخه بلې ته د داخلېدو دا له فشار ډک بهیر د اسیپ پذیره کډوالو«د رواني زیان لامل» کېږي. همدغه راز د جرمني مختلفې او «سختې پروسې» او بیروکراسي، چې کډوال ورسره مخامخ دي، هم مایوسۍ ته لار هواروي.
هغه رسنیو ته هم اشاره کوي او وايي چې د پخوانیو پېښو په اړه راپور ورکول هم له داسې سختو شرایطو سره مخامخو کډوالو ته «دا فکر ورکوي چې هغوی هم داسې یو کار کولای» شي.
د کډوالو او شکنجې د قربانیانو لپاره د جرمني د سایکلوژۍ مرکزونو ټولنې مشر لوکاز ویلز وايي چې «په جرمني کې ۳۰ سلنه کډوال د ژور خپګان په ګډون له رواني ستونزو څخه» کړېږي.
له دې هر څه سره سره، په جرمني کې دا ډول بریدونو په دغه هېواد کې د نامنظمې کډوالۍ او عامه امنیت په اړه بحثونه پارولي.
دا مطلب د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس لیکل شوی.
فورم \ دبحث خونه