د لاس رسي وړ اتصالات

اتریش کې د چاقو په برید کې مرګ ژوبله اوښتې


پولیسو د پیښې په تړاو د سوریې یو تبع نیولی دی.
پولیسو د پیښې په تړاو د سوریې یو تبع نیولی دی.

په اتریش کې پولیس وایي یو برید کوونکي خلک په چاقو وهلي، لږ تر لږه یو تن یې وژلی و څلور نور یې ټپي کړیدي.

سیمه ایزو پولیسو شنبه فبروري ۱۵ ( سلواغې ۲۷) ویلي چې پیښه د ویلاچ په ښار کې هغه وخت وشوه چې برید ګر په لارې روانو خلکو باندې ناڅاپه برید وکړ.

پولیسو همدارنګه ویلي چې د پیښې په تړاو یې یو ۲۳ کلن سوریایی نیولی چې پدې هیواد کې یې پنا اخیستې وه او د پاتې کیدو قانوني جواز یې درلود.

په اتریش کې مطبوعاتو ویلي چې وژل شوی یو ۱۴ کلن هلک و خو نور معلومات یې ندي ورکړي.

پیښه په سیمه ایز وخت د ماسپښین په ۴ بجو شوې. عیني شاهدان وایي چې د سوریې دې تبع په ناڅاپي توګه په خلکو بریدونه پیل کړل او وروسته تر هغه پولیسو ونیوه چې د یو ملکي وګړي لخوا په موټر ووهل شو او برسیرن ټپي شو.

پولیسو تر دې دمه د برید انګیزې او د بریدګر هویت په باره کې نور معلومات ندي ورکړي.

چارواکو ویلي چې دوه تنه ښه کاري او دوه نور سر سري ټپي شوي.

د پولیسو په لومړنیو تحقیقاتو کې معلومه شوې چې بریدکوونکي په اتریش کې تر دې پیښې وړاندې هیڅ جرمي سابقه نه درلوده او پدې هیواد کې د پاتې کیدو قانوني اسناد یې هم درلودل.
په اتریش کې ددې پیښې څخه یوازې دوې دورځې وړاندې د جرمني د مونشن په ښار کې هم یو ۲۴ کلن افغان خلک په موټر ووهل او ۳۷ تنه یې ټپي کړل.

پولیسو ویلي چې په همدې پیښې کې یوې دوه کلنې نجلۍ او د هغې ټپي شوې مور د شنبې په ورځ سا ورکړله.

د جرمني امنیتي مقاماتو د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ وویل چې په مونشن کې د خلکو په ګڼه ګوڼه باندې د موټر د وروستلو په تور نیول شوي افغان ښايي د اسلامي سختدریځې د انګیزې له مخې دا کار کړی وي.

د جرمني په رسنیو کې د پیښې په تور د نیول شوي افغان پناه غوښتونکي نوم "فرهاد ن" ښودل شوی دی. پر هغه تور دی چې په قصدي توګه یې د کارګرو د اتحادیې د یو لاریون په ترڅ کې د خلکو په ګڼه ګوڼه باندې موټر وروستی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG