هلمند کې د تېرو کلونو په پرتله د پولیو ضد واکسین د پوښښ کچه لوړه شوې

د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین

د هلمند ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې په دې ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله د پولیو ضد واکسین د پوښښ کچه لوړه شوې، او اوس زیاتو ماشومانو ته واکسین رسیږي.

د روغتیایي مسؤولینو په وینا، په تېرو کلونو کې د ناامنیو، پراخې کډوالۍ او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي د کچې د ټیټوالي له امله ګڼ شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیدل، چې اوس دغه ستونزې هوارې شوي، او ‌ډیرې کورنۍ خپل ماشومان واکسینوي.

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې له څو میاشتو راهیسې د هلمند ټولو ولسوالیو ته د لاسرسي له امله له واکسین څخه د پاتې شویو ماشومانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”په تېر کمپاین کې په هلمند ولایت کې ۶۴۱۰۰۰ له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین شوي، او د پولیو ضد واکسین تر څنګ له شپږو میاشتو کم عمره ماشومانو ته د ویټامین (A) کپسول هم ورکړل شوي.“

د نوموړي په وینا، په تېره یوه لسیزه کې په هلمند ولایت کې د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوي، او لاهم د پولیو ویروس تر ګواښ لاندې سیمه بلل کیږي، خو له نیکه مرغه اوس د کمپاینونو په کیفیت او څارنه کې سمون راغلی، او د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام سره د ټولنې همکاري زیاته شوې.

روغتیایي مسؤولین یادونه کوي چې په هلمند ولایت کې ټولټال ۷۸۷۰۰۰ له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د پولیو ضد واکسین لپاره هدف ټاکل شوي، او په هر کمپاین کې باید هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

په کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، امریکا غږ ته وویل: ”باید په کمپاینونو کې ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین شي، تر څو له یوه پلوه له تل پاتې معلولیت څخه خلاصون ومومي، او له بله پلوه نورو ماشومانو ته د پولیو ویروس له انتقال څخه مخنیوی وشي.“

روغتیا پالان سپارښتنه کوي چې د پولیو ضد واکسین تطبیق د ماشومانو د روغتیا لپاره اړین دی، او له کورنیو غواړي چې دې ټکي ته جدي پاملرنه وکړي.