د پولیو ضد واکسین د ماشومتوب د دورې د نورو واکسینونو په څیر اړین دی - روغتیا پالان

انځور: آرشیف

کابل کې یو شمېر روغتیا پالان ټینګار کوي چې د پولیو ضد واکسین تطبیق د ماشومتوب د دورې د نورو واکسینونو په څیر اړین دی، او باید هیڅ ماشوم ورڅخه بې برخې پاتې نشي.

دوی د پولیو ضد واکسین د پوښښ د کچې د لوړیدو د هرکلي او ستاینې تر څنګ، یادونه کوي چې دا یو ګټور واکسین دی او د ماشومتوب د دورې د نورو واکسینونو سره یو ځای د تطبیق وړ دی.

کابل کې د کتلوي معافیت د پروګرام پخواني مسؤول، ډاکټر ګلاخان ایوب، امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو ضد واکسین یو خوندي او ګټور واکسین دی، او د ماشومتوب د دورې د نورو واکسینونو سره یو ځای تطبیق کیږي.“

د نوموړي په وینا، له زیږون څخه تر یو کلنۍ پورې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین پنځه دوزه (د زیږون پر مهال، څلورمه اونۍ، شپږمه اونۍ، لسمه اونۍ او نهه میاشتنۍ) تطبیق کیږي. سربیره پر دې، په ملي کمپاینونو کې هم د یاد واکسین متمم دوزونه ماشومانو ته ورکول کیږي.

ښاغلي ایوب زیاته کړه: ”د پولیو ضد واکسین د پوښښ د کچې لوړیدل د ماشومانو د روغتیا په تړاو یوه ښه زیری دی. زما هیله له کورنیو دا ده چې خپل ماشومان د پولیو او د ماشومتوب د دورې د نورو وژونکو ناروغیو په وړاندې په ټاکلي وخت واکسین کړي، تر څو یو سالم راتلونکی ولري.“

بل لوري ته، د پلازمینې کابل ځیني اوسیدونکي د ماشومانو د واکسینولو د ګټو یادونه کوي، او له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکی، عبدالله نور، امریکا غږ ته وویل: ”له نیکه مرغه زموږ کورنۍ د ګوزڼ ضد واکسین او نورو واکسینونو په ارزښت پوهیږي، او په ټاکلې وخت خپل ماشومان واکسینوي. ټولې کورنۍ باید د خپلو ماشومانو روغتیا ته پاملرنه وکړي او هغوی واکسین کړي.“

روغتیا پالان وایي چې د پولیو ضد واکسین څاڅکي د پولیو ناروغۍ په وړاندې د ماشومانو د معافیت سبب کیږي، او هغوی له تل پاتې معلولیت څخه ژغوري.