په پاکستان کې د ایالتونو ترمنځ د د ایاتونو د شتمنیو پرسر د نابرابرۍ شخړه له لسیزو راهیسې دوام لري او د هرې لویې فدرالي پرمختیايي پروژې له پرانیستو سره دا شخړه بیا سره راپورته کړي.
که څه هم د ۱۸ ترمیم له مخې واک ایالتونو ته سپارل شوی دی، خو په عملي توګه لا هم ډېر توپیر لیدل کېږي، په پنجاب ایالت کې پرمختيايي پروژې دوام لري، خو د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونه لا هم له ستونزو سره مخامخ دي. آیا مرکزي حکومت واقعاً پنجاب ایالت ته ښکاره لومړیتوب ورکوي، او که دا یوازې د کمزوري حکومتدارۍ پایله ده؟
پر دې موضوع شننه کوو چې پنجاب ایالت ولې تل د مرکزي حکومت له مالي ملاتړه برخمن پاتې شوی دی، او اقتصاد یې وده کړې ده. خو د هغه برعکس، خیبر پښتونخوا او بلوچستان د ناکافي تمویل، بېکفایته ادارو، او امنیتي ستونزو له امله د پرمختګ مخه نیول شوې ده.
د سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو کارپوه رفیع الله کاکړ وايي، په پاکستان کې ایالتونو ته چې مرکزي حکومت د ملي مالیاتي کمیسیون (اېن اېف سي) له لارې چې څومره ونډه پانګه ورکوي، په هغه کې زیاتی نه کېږي. خو د مرکزي حکومت چې تر خپل اختیار لاندې کومې پیسېمصرفوي نو هغه ته که وکتل شي نو پر وفاق پنجاب ایالت برلاسی دی، او په پنجاب کې چې کوم ګوندونه زورور وي، نو ښکاره خبره ده چې هغوی د وفاق زیاتې سرچینې هغه ایالت ته انتقالوي. لکه حلقوي سړکونه او داسې نور، نو په هغه کې وړو ایالتونو ته هغسې پاملرنه نه ورکول کېږي، څومره چې یې حق دی.
له امریکا غږ سره په خپلو خبرو کې کارپوه رفیع الله کاکړ زیاته کړه چې که څه هم تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې ډېر زورور ګوند دی خو چې کله په اقتدار کې راغلی نو پنجاب ته یې زیاتې مالي سرچینې اړولې وې. دې ګوند هم داسې اقدام ونکړ چې بلوچستان او خیبر پښتونخوا ترې له اقتصادي پلوه ګټه پورته کړي.
د ښاغلي کاکړ په خبره : "دا باریکي ځکه ضروري ده، ځینې وخت چې د ایالتي حکومت پرمختیايي پروژې وي، لکه دا مهال چې په پنجاب ایالت کې د مسلم لیګ ن اعلی وزیره مریم نواز پرمختیايي پروژې پرانیزي نو دا د پاکستان نور ایالتونه هم کولای شي. دا هغه پیسې دي چې وفاقي حکومت د ملي مالیاتي کمیسیون له مخې ایالتونو ته ورکوي. نو دغه ډول پروژې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان حکومتونه هم پرانستلی شي. "
یاده دې وي چې د فبرورۍ میاشتې پر ۱۴مه نېټه د پنجاب حکومت د دې ایالت جنوب پلو د چولستان په دښتو کې د شاړو ځمکو د سمسورولو لپاره یوه پراخه پروژه پیل کړه چې ”زرغون پاکستان“ نومېږي“.
بلخوا د خیبر پښتونخوا د ایالتي اسامبلۍ او د واکمن ګوند غړی افتخار مشواڼی وايي، د زرغون پاکستان“ پروژه ټول هېواد لپاره ده او د دوی حکومت هم تکل لري چې زراعتي انقلاب راولي. او خپل ایالت به په کرهڼه کې دومره پر ځان بسیا کړي چې نور ملک ته غنم صادر کړي.
له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل: "موږ هڅه کوو چې د کوهاټ له خوشال ګړ څخه یو نهر(کانال) د لکي مروت او کرک شاړو ځمکو ته ورتېر کړو. او د دې نهر په اوږدو کې واړه واړه بندونه هم جوړ کړو. د دې سیمې په سلګونه زره هکتاره شاړې ځمکې به سمسور وو. "
بلخوا بلوچستان، چې د پاکستان د تر ټولو لویه او بېوزله ایالت دی، د ملي مالیاتي کمیسیون یوازې ۹.۹ ٪ برخه ورکول کېږي. د دې ایالت پراخه جغرافیهيي ساحه زیاتې زېربنایي پانګونې ته اړتیا لري، خو حکومتي بودیجه یې هومره نه وي چې په دې برخه کې پرمخیتايي کارونه وکړي.
که څه هم د ګوادر بندر پروژه یوه مهمه پرمختیایي لاسته راوړنه بلل شوې، خو لا هم د بلوچستان عامو خلکو ته یې مستقیمې ګټې نه دي رسېدلي.
د شنونکو په وینا په پنجاب ایالت کې پرمختګ له ورایه ترسترګو کېږي خو بلوچستان لا هم د بنسټیزو خدمتونو په برخه کې هلې ځلې کوي، ښوونځي یې پوره اسانتیاوې نه لري، له صنعتي پلوه شا ته پاتې دی، او لویې لارې یې لاهم خوندي نه دي. د ریکوډیک د سرو زرو او مسو پروژه، چې د دې سیمې لپاره د امید یو څرک دی، لا هم نه ده توانېدلې چې د ځایي اقتصاد پرمختګ ته وده ورکړي.
د سیاسي چارو شنونکی، پخوانی سناتور او سیاستوال افراسیاب خټک وايي: "زما په ګمان پاکستان یوازې پر پاڼو یو فیډراسیون دی، له اصولي پلوه د یوه فیډرالي اساسي قانون لري خو عملا دا د یوه اکايي هېواد په توګه چلول کېږي. له تاریخي پلوه پنجاب ایالت په دولت، حکومت او ټولنه کې برلاسی قوت دی. په هغه کې که وکتل شي نو دلته دوه نظامونه او دوه حکومتونه دي لکه له قانوني پلوه حکومت او عملا حکومت چې له بدمرغه په دواړو کې پنجاب ایالت برلاسی دی."
افراسیاب خټک وايي چې دې د عام یا عادي پنجاب ولس خبره نه کوم بلکې هدف یې د پنجاب اشرافیه یا شتمنه ټولنه ده.
هغه وویل: " نو تاسې وګوری په وفاقي حکومت کې اتلس وزارتونه دي. نو په دې کې له ټولې پښتونخوا تش یو وزیر اخیستل شوی دی. او هغه ته یې هم داسې وزارت ورکړی دی چې هېڅ وجود نه لري. د دې وزارت نوم سیفران دی چې د سرحدي سیمو لپاره دی. نو دا وزارت خو د مخیکنۍ قبایلي سیمو او ګلګت بلتستان لپاره وو. نو دا دواړه سیمې خو اوس بله انتظامي بڼه لري. زوړ حثیت خو یې ختم شوی دی. اوس راځو دې ته چې اصل واک له چا سره دی، نو په دا تېره لسیزه کې اصل واکداران نور ځواکمن شوي دي. نو په هغه کې که ګورئ نو د قل اردو ټول جنرالان پنجابیان دي. د ای اېس ای مشر، لوی درستیز، د ګډو ځواکنو مشر، د هوايي ځواک مشر، د سمندري ځواکونو مشر، نو که وویل شي نو دا دولت فیډرالي نه بلکې اکايي دولت دی. او یو ایالت پکې ځواکمن دی. نو دا له لاهوره تر اسلام اباده د پنجاب اشرافیې حکومت دی. د هېواد د څنډنۍ سیمې له واکه بې برخې دي. هغوی له ملي پروژو بهر دي".
افراسیاب خټک وايي چې که د چین - پاکستان اقتصادي ستراتیژي وکتل شي چې له پښتونخوا څخه په بلوچستان ورګډېږي. نو بیا تاسې په دې ستراتیژۍ کې د پنجاب او د پښتوخوا ونډه وګورئ، ښکاره توپیر پکې لیدل کېږي.
هغه وویل: " زه چې په عوامي نیشنل ګوند کې وم نو ما یوځل د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شریف ته وویل، چې دا خو بېخي توپیري چلند دی، لکه د اوبو برېښنا موندلو لویې سرچینې په خیبر پښتونخوا کې دي خو د پاکستان - چین اقتصادي راهدارۍ کې مو د مانسهرې پرته هېڅ یوه سیمه پکې نه ده اخیستې. نو د دوی (احسن اقبال) ځواب دا وو چې د راهدارۍ پلانونه خو چینایانو جوړ کړی وو او هغوی دا سیمې خوښې کړې وي. نو ما ورته ویل چې د پاکستان دولت هم شتون لري که نه؟ نو ما ورته ویل چې موږ ته به چینایان خپل لومړیتوبونه ټاکي. نو داسې ښکاري چې موږ په یوه هېواد کې نه اوسېږو بلکې په درېیمه نړۍ کې مو ژوند دی. دلته یوه پرمختللې نړۍ ده او یوه درېمه نړۍ ده. نو تاسې د تېرو دوو اونیو ورځپاڼې درواخلئ، د کرکټ د لوبغالو پرانستنې وګورئ، د لوبو او سپرلي مېلو پرانستنې وګورئ. او د هغه پرتله پښتونخوا ته وګورئ. دلته جنازې له شمېره وتلي، بمبارۍ ورباندې کېږي. مخکیني بې کوره خلک لا نه دي پرځای شوي چې نور بې کوره کېږي. بیا چې بې کوره خلک سیند او پنجاب ته اوړي نو تر ځانګړي شناخت تېرېږي. دا یو مساوي دولت نه دی. نو په داسې حالاتو کې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د پرمختګ فرصتونه نه ښکاري. "
د پنجاب برتري یوازې اقتصادي نه، بلکې سیاسي هم ده. دا د ملي اسمبلۍ د زیاتو څوکیو له امله د حکومتونو جوړولو کې مرکزي رول لري. هر سیاسي ګوند، چې اسلامآباد ته د واک لپاره ځان رسوي، د پنجاب پراختیایي پروژې ته لومړیتوب ورکوي. برعکس، خیبر پښتونخوا او بلوچستان، چې لږې پارلماني څوکۍ لري او له تاریخي پلوه له کمزورې حکومتولۍ سره مخ دي، د دا ډول سیاسي نفوذ څخه بېبرخې پاتې دي.
دا نابرابري اوږدمهاله زیانونه لرلی شي. د پنجاب اقتصادي پرمختګ د نورو ایالتونو د محرومیت احساس لا پسې زیاتوي. په بلوچستان کې شخړې، چې د اقتصادي محرومیت له امله پیدا شوې، ورځ تر بلې پراخېږي. له بلې خوا، خیبر پښتونخوا د امنیتي اندېښنو تر څنګ د اقتصادي مهاجرت شاهد دی، چیرې چې ځوانان د کار موندلو لپاره بهر ته ځي. که د پاکستان اقتصادي ماډل یوازې د پنجاب پر پرمختګ متمرکز وي، نو دا به د ټول فدراسیون لپاره ناوړه پایلې ولري.
د فدرالي حکومت لپاره د عادلانه سرچینو ویش باید یوه مهمه موخه وي. د پنجاب د پرمختګ نمونه باید د خیبر پښتونخوا او بلوچستان لپاره هم پام کې ونیول شي، هلته هم د صنعتي زونونو، انرژۍ، او بشري پانګونې ته اړتیا ده. که پاکستان غواړي چې د یو واحد فدراسیون په توګه پرمختګ وکړي، نو باید له تعصب پرته، ټولو ایالتونو ته مساوي حقوق ورکړي.