د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین، د چهارشنبې په ورځ، فبروري ۱۹( کب لومړۍ) وویل، چې د اوکراین سره د درې کلنې جګړې د حل لپاره هېواد یې له امریکا سره د باور جوړولو ته اړتیا لري.
پوتین چې په سنت پترزبورګ کې له خبريالانو سره خبرې کولې، وویل چې په سعودي عربستان کې د امریکا او روسیې د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د تیرې سه شبنې ورځې خبرو اترو څخه خوښ دی او دا د مسکو او واشنګټن ترمنځ د کړکیچنو اړیکو د ښه کولو لپاره "لومړی ګام" بولي.
پوتین زیاته کړه: " د امریکا او روسیې ترمنځ د باور او اعتماد د کچې له لوړولو پرته، د اوکراین د جګړې په ګډون د ډیرو موضوعاتو حل امکان نلري."
نوموړي په خپلو دغو څرګندونو کې چې په تلویزیون کې خپاره شول، وویل چې هیله من دی د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره غونډه وکړي، خو زیاته یې کړه، چې دا غونډه باید داسې تنظیم شي چې ګټوره وي.
بلخوا، ولسمشر ټرمپ هم د سې شنبې په ورځ وویل چې هغه "ښايي" د فبروري له پای مخکې، له پوتین سره وګوري ترڅو په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي.
دا مطلب هم ولولئ
د پوتین سره د ټرمپ تلیفوني تماس؛ 'د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مذاکراتو په سمدستي پیل کولو موافقه وشوه'ولسمشر پوتین دغه څرګندونې پداسې حال کې کړې دي، چې د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تر مشرۍ لاندې خبرې اترې پر اوکراین د روسیې د درې کلن پوځي یرغل له پېل وروسته لومړنۍ مهمې خبرې وې.
د روسیې دولتي اژانس انټرفاکس په سن پترزبورګ کې د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) د یوې فابریکې څخه د لیدنې پرمهال، د ولسمشر پوتین له قوله لیکلي: "د یادو خبرو اترو په اړه ماته معلومات راکړل شول چې ډېر ښه یې ارزوم. " زما په اند، موږ په ګډو برخو کې د همکاریو د بیا پیل لپاره لومړی ګام اخیستی دی."
په دې خبرو اترو کې اوکرایني او اروپايي چارواکو ګډون نه درلود، خو امریکايي چارواکو ویلي چې دوی (اوکرایني او اروپايي چارواکې) به په راتلونکو خبرو اترو کې برخه واخلي تر څو د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د اروپا تر ټولو مرګونې جګړه پای ته ورسيږي.
په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي، ویلي چې د اوکراین په اړه هیڅ خبرې اترې پرته له دې چې اوکراین پکې ګډون وکړي، د منلو وړ نه دي.
روسیې د ۲۰۱۴ راهیسې د اوکراین پنځمه برخه خاوره لاندې کړې ده. مسکو د ۲۰۲۲ په فبروري کې هیله لرله چې ټول اوکراین لاندې کړي، خو ددغه هېواد لخوا د مقاومت سره مخامخ شو او د داوړو خواوو ترمنځ جګړه وغځېده او دا مهال تقریبا هره ورځ په یو بل باندې هوايي بریدونه کوي.
د امریکا پخواني ولسمشر جو بایدن په ۳۵ میاشتو کې اوکراین ته د لسګونه میلیارده ډالرو پوځي مرسته برابره کړه، په داسې حال کې چې ټرمپ، اوکراین ته د مرستې پرځای د جګړې پر ژر پای ته رسولو ټینګار کوي.
له بلې خوا، له هغه وروسته چې زیلینسکي، د امریکا ولسمشر د روسیې ناسمو معلوماتو ته په تسلیمېدو تورن کړ، ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د اوکراین ولسمشر د "ټاکنو پرته دیکټاتور" په نوم یاد کړ.
زیلینسکي چې په ۲۰۱۹ کال کې د پنځه کلنې دورې لپاره د اوکراین ولسمشر وټاکل شو او اوس یې د ولسمشرۍ دوره پای ته رسېدلې، استدلال کوي چې اوسمهال د کیف لپاره د انتخاباتو ترسره کول شونې نه دی.
د اوکراین ولسمشر همدارنګه خبرو اترو ته د نه بلل کېدو له کبله نیوکه کړې ده. ولسمشر ټرمپ په غبرګون کې پر هغه باندې انتقاد کړی دی. ټرمپ د اوکراین ولسمشر ته په اشارې وویل: "نن ما ورڅخه واورېدل چې وايي، موږ ولې نه وو بلل شوي. تاسو دا درې کاله هلته موجود وئ. پکار وه چې جګړه له سره پیل شوی نه وای."
په ځواب کې، زیلینسکي د اوکراین لپاره د امریکا د ځانګړي استاز ي سره تر کتنې مخکې د اوکراین په دولتي تلویزیون کې وویل: "له بده مرغه... ولسمشر ټرمپ ناسمو معلوماتو را چاپیر کړی دی."
په ورته وخت کې د اوکراین او روسیې دپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي چهارشنبې، فبروري ۱۹ (کب لومړۍ) اوکراین ته د سفر په مهال وویل چې واشنګټن کیف ته د امنیتي ضمانتونو ورکولو اړتیا درک کوي.
کیت کیلاګ په کیف کې خبریالانو ته وویل، ددې لپاره اوکراین ته تللی چې د اوکرایني مشرانو اندېښنې واوري او ولسمشر ټرمپ ته یې ورسوي.
کیلاګ وویل امریکا غواړي د اوکراین جګړه پای ته ورسیږي چې د نوموړي په خبره، دا کار د سیمې او نړۍ په ګټه دی.کله چې کیلاګ کیف، د اوکراین پلازمینه، ته ورسېد، څرګنده یې کړه چې د سفر موخه یې د اوکراین د مشرانو اندیښنې اورېدل دي تر څو په واشنګټن کې له ډونالد ټرمپ سره شریکې کړي.
خو زیلینسکي له کیلاګ سره تر کتنې وړاندې خبریالانو ته وویل چې امریکایي چارواکو ویلي دي چې د سولې ساتې د احتمالي ماموریت په چوکاټ کې به امریکايي ځواکونه په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسیدلو وروسته، دغه هېواد ته ونه استول شي، خو هغه باور لري چې د اوکراین سره د مرستې نورې لارې لکه د هوايي دفاع سیستمونو برابرول هم شته دي.
په ورته وخت کې د اوکراین اړوند د ولسمشر ټرمپ د تګلارې بدلون د اروپایي هېوادونو ډیپلوماتیکې هڅې د چټکتیا لامل هم شوی دی. پدې لړ کې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د چهارشنبې په ورځ بیا د اوکراین د شخړې او دغه هېواد ته د ملاتړ برابرولو په اړه د اروپايي مشرانو غونډه جوړه کړې وه.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاجا کالاس وویل چې هغې او د اروپا نورو د بهرنیو چارو مشرانو د متحده ایالاتو او روسیې تر غونډې وروسته له روبیو سره خبرې وکړې او د داسې یې حل لارې ملاتړ یې څرګند کړ چې اوکراین پکې مخکښ رول ولري.
کالاس په ایکس کې لیکلي: "روسیه به هڅه وکړي چې موږ وویشي. راځئ چې په دغه جال کې ونه لویږو... د متحده ایالاتو سره په ګډه کار کولو سره، موږ کولی شو د اوکراین د شرایطو سره سم عادلانه او تلپاتې سوله ترلاسه کړو."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د سولې د ترلاسه کولو لپاره امریکا او روسیه باید جوړجاړی وکړي. هغه خبریالانو ته وویل: "هدف دا دی چې بحران ته په عادلانه توګه ختم شي او داسې دوامدار ثبات رامنځته شي چې ټولو دخیلو خواوو ته د منلو وړ وي."
ددې راپور ځینې معلومات د اسوشیتد پرس، فرانس پرس او رویټرز څخه اخیستل شوي.