ولسمشر ټرمپ د ۲۷ هیوادونو مذهبي استازو سره ولیدل

د ۲۷ هیوادونو مذهبي استازو سره د ولسمشر ټرمپ لیدنه

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د چهارشنې ( جولاۍ ۱۷) په ماښام د یو شمیر مذهبي اقلیتونو له استازو سره په سپینه ماڼۍ کې ولیدل.

په دوې کې د پاکستان د احمدیه مذهبي اقلیت او د ایزیدیانو استازي هم شامل وو. دوی په خپلو هېوادونو کې له هغوی سره د حکومتونو، ترهګرو ډلو او نورو خلکو د زور زیاتي په اړه ولسمشر ټرمپ ته معلومات ورکړل.

د غوندې ګډوانوال د ٢٧ هیوادونو څخه وو چې د افغانستان، ترکیې، میانمار، چین ، او ایران څخه هم هغو کسانو حضور درلود چې د مذهبي عقایدو له امله کړول شوي دي.

د ولسمشر ټرمپ په باور دغه کسان هر یو اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مذهبي ازادیو پرمختګ دپاره اهمیت لري.

ښاغلی ټرمپ وايي "په امریکا کې موږ تل په دې باور یو چې زموږ حقونه د خدای لخوا مشخص کیږي، نه د حکومت لخوا. زموږ د حقوقو په قوانینو کې، لومړنۍ آزادي مذهي ازادي ده. موږ هر یو ددې حق لرو چې هر هغه ارزښتونه چې زمونږ په مذهب کې دی باید تعقیب یې کړو. موږ پوهیږو که چیرې خلک مذهبي ازادي ونلري، معنا دا چې هیڅ ازادي نلري."

جمهور ریس ټرمپ زیاته کړه چې تل به د مذهبې ځورونې د قربانیانو تر څنگ ولاړ وي.

د غونډې گډونوالو ولسمشر ته خپلې زړه بوږنونکې کیسې بیان کړې او د مذهبي او بشري حقونو څخه د سرغړونې تجربې هم شریکې کړي.

د مذهبي ازادۍ لپاره د متحده ایالاتو سفیر سم براونبک هک پدې غونډه کې ګډون وال ولسمشر ټرمپ ته معرفي کړل او وویل چې دا کسان له سختو پیښو څخه ژوندي راوتلي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

ولسمشر ټرمپ د ۲۷ هیوادونو مذهبي استازو سره ولیدل

د مذهبي عقایدو په تور په دغه کړول شوې او ځورول شوې ډله کې، د ویتنام، شمالي کوریا، ایران، ترکیې، کیوبا، اریتریا، نایجیریا او سوډان څخه عیسویان هم شامل دي، همدا شان افغانستان، سوډان، پاکستان او نیوزیلند څخه مسلمانان؛ د یمن او آلمان څخه یهودیان د ویتنام څخه د کاو دای پیروان او له عراق څخه یوې یزیدۍ ګډون درلودل.