رینا امیري: د افغانانو ملاتړ کوو، خو طالبانو ته مو د صبر کاسه په ډکېدو ده

رینا امیري ویلي چې د قطري او متحده دعربي اماراتو د چارواکو سره یې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د طالبانو د مشر له خوا د نوي نافذ شوي قانون د اغیزو په اړه هم خبرې کړي دي.

د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د قطري او متحده عربي اماراتو د چارواکو سره د افغانستان پر بشري وضعیت د خبرو وروسته ویلي چې دغو هیوادونو ته یې په څرګنده ویلي چې د افغانانو څخه ملاتړ به دوام وکړي، خو طالبانو ته یې د صبر کاسه مخ په ډکیدو ده.

رینا امیري د سه شنبې د ورځې ناوخته سپټمبر درېیم (وږي ۱۳) د ایکس په ټولنیره شبکه کې لیکلي چې د قطري او متحده عربي اماراتو د چارواکو سره یې په افغاسنتان کې د طالبانو د مشر له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د پلي کیدو د اغیزو په تړاو چې د میرمن امیري په وینا هدف یې په ټولنه کې د عام ژوند څخه په بشپړ ډول د ښځو حذفول دي خبرې کړي دي.

میرمن امیري لیکلي: "زما پیغام ډیر څرګند و: افغانانو ته زمونږ ملاتړ ثابت او پرخپل ځای دی، خو طالبانو ته زمونږ صبر مخ په ختمیدو دی. په کور دننه او نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لار د افغانانو حقونو ته درناوی دی".

د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون څلور فصله او ۳۵ مادې لري د جولاې په ۳۱ د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې خپور شوی دی. ددغه قانون له مخې ښځې باید خپل ځانونه په بشپړ ډول وپوښي او په عامه ځایونو کې خپل غږ پورته نه کړي.

ددغه قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړغږ ویل یې هم عورت بلل شوي او منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.

همداشان میرمن امیري د ایکس په پاڼه د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې لانه نوسیبا سره د خپلې کتنې یادونه کړې او ویلي دي چې په دې کتنه کې دواړو خواو د افغان میرمنو او نجونو څخه د ملاتړ د اهمیت په اړه چې د هغوی د حقونو ساتنه د افغانستان د بقا لپاره خورا زیات اړین دی هم موافقه کړې ده.

د دې کتنې وروسته د متحده عربي اماراتو او امریکا د متحده ایالاتو په ګډه اعلامیه کې چې د اګست د میاشتې په ۳۰ (وږي نهم) خپره شوې ویل شوي چې دواړو خواو د افغان میرمنو او نجونو د حقونو د خوندیتوب او ملاتړ باندې ټینګار کړی او دا مسایل یې د افغانستان د تلپاتې اقتصادي ودې لپاره ډیر مهم ګڼلي دي.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې هغوی د افغان میرمنو او نجونو او ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره په ځانګړي ډول د زده کړو،روغتیايي خدمتونو، بدیل معیشت او کاري فرصتونو د رامنځ ته کولو څخه د ملاتړ د اړتیا یادونه کړې ددغو اړتیاو د پوره کولو لپاره یې په ګډه د سرچینو په برابرولو موافقه کړې ده.

همداشان په دغه ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو خواو د انکشافي پروژو او بیا رغونې څخه د ملاتړ او افغانانو ته د بشري مرستو پر اهمیت هم خبرې کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د پلي کیدو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دغې لوړپوړې چارواکې د قطري او متحده عربي اماراتو د چارواکو سره خپلې اندیښنې شریکې کړي چې ددې دمخه د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو هم د طالبانو له حکومت ددغه قانون د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

په دغه قانون کې له لباس څخه نیولې تر کړو وړو او ټولنیزو تعاملاتو پورې پراخ شرایط وضع شوي. په دې کې د نارینه د لباس طرز او ږیرې د اوږدوالي مقررات هم شامل دي او همدارنګه په همجنسبازۍ، په عامه ځایونو کې د موسیقۍ په غږولو، د حیواناتو په جنګولو او د غیراسلامي رخصتیو په نمانځلو بندیزونه شامل دي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو ډلو او افغانانو اندیښنه څرګنده کړې چې دا قانون کولی شي د امر بالمعروف د قوانینو په پلي کولو کې د شدت لامل شي. ډیری دغه قوانین، له شریعت څخه د طالبانو د تفسیر له مخې، په افغانستان کې ددغې ډلۍ د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال هم عملي کېدل

خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د اګست په ۲۶ (وږي پنځمه) وویل چې د امر بالمعروف د تصویب شوی قانون به "په نرمۍ سره" پلی شي..

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت فرانس پرس ته په لیږل شوي غږیز پیغام کې ویلي: "زه باید دا روښانه کړم چې د دې مقرراتو د پلي کولو پرمهال به زور او جبر نه کارول کیږي." هغه وویل چې مقررات به "په ډیرې نرمۍ سره پلي شي، خلکو ته به پوهاوی ورکول کیږي او ورته به لارښوونه کیږي."

د طالبانو حکومت په دوامداره توګه له ښځو سره د چلند په شمول، پر خپلو تګلارو باندې نړیوالې نیوکې رد کړي دي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونه "جنسیتي اپارتاید" بللی دی.

د امر بالمعروف نوی قانون د طالبانو د محتسبینو له خوا پلی کیږي. په دې قانون کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.