طالبان وايي د قطر غونډه کې د ملا برادر د ګډون اړتیا لا نه ده پیدا شوې

وسله وال طالبان وايي، ملا عبدالغني برادر ځکه د قطر په غونډه کې ګډون نه کوي چې د نوموړي لخوا اعلان شوي مذاکراتي ټېم ته له امریکايي پلاوي سره د خبرو صلاحیت ورکړل شوی دی.

طالبانو نن جمعه رسنیو ته په یو لېږلي بیان کې د رویټرز خبري اژانس لخوا خپور شوی راپور چې ویلي‌ و د سفر د اسنادو او د طالب مشرانو ترمنځ د نا حل شویو مسایلو " له کبله هغه قطر ته نشي تلی رد کړی دی.

طالبانو ویلي دا چې ملا عبدالغني برادر د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال دی، نو د نوموړي په سویه له امریکايي لوري څخه هم په دغه مذاکراتو کې برخه نه‌لري چې ملا برادر په دغو خبرو کې برخه واخلي.

ملا عبدالغني برادر چې شاوخوا اته کاله په پاکستان کې بندي و د تېر کال د اکتوبر پر ۲۴مه د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په غوښتنه یې خوشي کړ.

د افغان سولې په اړه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو په جریان کې طالبانو ملا غبدالغني برادر د قطر دفتر د مشر په توګه اعلان، خو ویل کېږي چې نوموړی لا اوس هم په پاکستان کې دی او قطر ته نه دی تللی.

طالبانو روانه میاشت له امریکايي لوري سره د خبرو اترو په هدف د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ ۱۴ کسیز مرکچي پلاوی اعلان کړ.

دوی ویلي و چې دغه پلاوی د ملا عبدالغني برادر لخوا رامنځته شوی دی.

ټاکل شوې ده چې امریکایي او طالب استازي راتلونکې اونۍ په قطر کې بیا د سولې مذاکرات پیل کړي.