پر تورخم بیا بیا نښتو دواړو غاړو ته ژوند په ټپه درولی دی

طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي پاکستاني سرحدي ساتوونکو د فبرورۍ په ۲۱ د شپې په لسو بجو په یواړخیز ډول د تورخم لار تړلې ده. (عکس ارشیف).

په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي او پاکستاني پوځيانو ترمینځ پر تورخم یوځل بیا د دوشنبې په شپه نښته شوې وه خو په سه شنبه کرۍ ورځ کراري وه.

د مارچ پر څلورمه، په تورخم کې یو مدني فعال نصیب شاه امریکا غږ ته وويل چې يوځل بیا دواړو خواوو پر يو بل ډزې وکړې چې تر پېشلمي پورې روانې وې. د هغه په وينا، دواړو غاړو پر یوه بل سپکې او درنې وسلې کارولې دي.

په تورخم کې د حالاتو د سمېدو او د لارې د خلاصېدو په موخه دوه وارې د دواړو خواوو د چارواکو ترمینځ خبرې هم شوې دي چې نتیجه یې نه ده ورکړې.

د پاکستان امنیتي چارواکو د تورخم دروازه د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغه وروسته وتړله چې په وينا یې، طالبانو په ممنوعه سیمو کې پوستې جوړولې. خو طالبانو ويلي‌ چې دوی په خپله خاوره کې مورچې جوړولې او پاکستان بې جوازه دروازه تړلې ده.

تر دې دوه ورځې مخکې هم د دواړو خواوو ترمينځ نښتې شوې وې چې پکې پاکستانيو چارواکو د درو سرتېرو د ژوبلېدو خبر ورکړی وو. بلخوا د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د مارچ پر درېيمه په يو بیان کې ويلي ول چې په تورخم کې له پاکستاني ځواکونو سره په هغه جګړه کې یې یو طالب سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي

له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې د تورخم دروازې له تړلو سره دواړو غاړو ته د ولاړو سلګونه د موټرو ډرایوران، سوداګر، عام مسافر او ناروغان سخت کړېږي.

په پېښور کې د سوداګرۍ خونې مشران وايي، د تورخم لار د تړل کېدو لوجې دواړو هېوادونو ته په میلیاردونه روپۍ تاوان رسېږي، د دوی په وینا که لار همداسې تړلې پاتې شي نو د دواړو غاړو سوداګري به په ټپه ودرېږي.

د تورخم لارې ته څېرمه یو دکاندار او د لنډي کوتل اوسېدونکی محمد اعظم وايي، یو ورور یې د افغانستان له لارې له بهرهېواده راغلی دی خو اوس د تورخم هغې غاړې ته بند پاتې دی او بل یې کاروبار هم زښته خراب شوی دی.

نوموړی د تورخم لارې ته څېرمه د پنځه شپږ کلومتره په واټن کې هټۍ لري چې په وینا یې ډېری پېرېدونکي یې د هغې غاړې وګړي دي. "افغانستان ته تلونکو خلکو به مې له دکانه اچار، مربع، دال او وریژې اخیستې، د ورځې به مې تر درو لکو روپو سودا کېدله خو اوس نږدې ۲۵ زره کالدارو ته راټیټه شوې ده. "

د پېښور بورډ بازار حاجي عصمت الله وايي د تورخم هغې خوا ته یې خپلوان مریضان دي او ځینې پکې بېړنۍ درملنه غواړي خو د لارې د بندېدو لوجې يې پېښور ته نشي وړای.

له امریکا غږ سره په خبرو کې هغه وویل، "څو ورځې وړاندې مو دلته د پېښور بورډ بازار کې یو خپلوان مړ شوی وو، کورنۍ يې غوښتل چې مړی يې کابل ته یوسي خو له تورخم څخه يې د هغه مړی بیرته راستون کړ. "

عصمت الله زیاتوي ولس ډېر له سختو مشکلاتو سره مخامخ دی، باید چې دا لار له سیاسته لېرې وساتل شي او د تورخم دروازه خلاصه کړي. "افغانستان ته هره ورځ ځو راځو، د افغانستان خلکو دلته په پاکستان کې خپلوۍ کړي دي. "

په پېښور کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستیال مشر ضیاالحق سرحدي وايي، د دواړو هېوادونو د خپلمنځي سیاست له کبله سوداګرۍ ته خورا زیان رسي او کله چې هم یو کړکېچ جوړ شي نو د تورخم لار وتړل شي.

سرحدي امریکا غږ اشنا ته وویل، "د پاکستان لپاره افغانستان یوه نږدې سوداګریز منډۍ دی او دا وخت له پاکستانه تازه مېوې، سبزیانې او نور ډیر شیان افغانستان ته وړل کېږي او له هغې غاړې هم صادارات کېږي چې ورسره د دواړو هیوادونو اقتصاد ته ګټه رسي. ګڼ خلک پر روزګار دي، باید چې بیا بیا د لارو له تړلو ډډه وشي. "

نوموړی وايي، د دواړو خواو د سوداګرۍ ګډې خونې مشران به د پاکستان او افغانستان له چارواکو سره کېښني او په دې خبره يې قانع کوي چې سوداګري له سیاسته لیرې وساتي.

په پېښور کې د سیاسي او افغان چارو شنونکی شمیم شاهد بیا په دې اند دی چې دواړو خواو ولسونه له یوه بل سره خپلوۍ لري نو د دې لارې تړل پر دې خلکو ډېره بده اغیزه کوي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل، که څه هم د تورخم په لار کې روایات هم وو، سیاست هم وو خو د قبایلو به ډېر زیات خیال ساتل کېدلو، هغوی به سوداګري هم کوله او د خپلو خپلوانو کره به يې تګ راتګ هم کاوه.

شمیم شاهد زیاتوي، دا په نړۍ کې یوازینې پوله ده چې هر وخت له ستونزو سره مخ وي.

"اوس چې د تورخم چارې غیر پښتنو ته په لاس ورکړل شوي دي نو هغوی د پښتنو د روایاتو او له دود دستوره هېڅ خبر نه دي او کله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ راشي نو دا لار د ولس پر مخ بنده شي. "

نوموړی وايي، دا په نړۍ کې یوازینې پوله ده چې هر وخت له ستونزو سره مخ وي.

د فبرورۍ پر یوویشتمه پاکستانیو امنیتي چارواکو تر هغې وروسته تورخم دروازه وتړله چې په وینا يې طالبانو په ممنوعه سیمو کې پوستې جوړولې خو طالبانو ویلي چې هغوی په خپله خوا کې پر پوستې کار کاوو چې پاکستان په بې جوازه اعتراض کې د تورخم دروازه وتړله.