افغان او پاکستاني سوداګر وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم سرحدي لار د جمعې په ورځ د اومې ورځې لپاره لا هم تړلې ده، چې له امله یې د سرحد دواړو خواو ته تر ۵۰۰۰ پورې په توکو بار لارۍ او موټر بند پاتې شوي دي.
د جمعې په ورځ فبرورۍ ۲۸ (کب لسم) د تورخم په سرحدي سیمه کې ځینو بند پاتې شویو مسافرو امریکا غږ ته وویل چې دوی د تیرو نږدې شپږو ورځو راهیسې د سرحد د افغانستان په خوا کې بند پاتې دي او ددغې لارې د خلاصولو لپاره شیبې شماري.
د رحیم الله په نوم یو مسافر وویل: "پاکستان ته د میرمنې د درملنې لپاره ځم، خو لاره بنده ده، پیسې هم راسره کمې شوي دي او روژه هم راروانه ده نه پوهیږم چې څه وکړم".
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د فبرورۍ ۲۵ (کب اووم ) د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویلي چې د پاکستاني سرحدي چارواکو سره د تورخم د لارې خلاصون په اړه د خبرو لپاره د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی د سه شنبې په ورځ له کابل څخه تورخم ته سفر کوي، خو وروسته د طالبانو سیمه ییزو چارواکو وویل چې د لارې د خلاصولو په سر د دواړو خواو ترمنځ خبرې پرته د کومې پایلې پای ته رسیدلي دي.
د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې دا لار د تیرې جمعې د شپې په ۱۰:۰۰ بجو فبرورۍ ۲۱ (کب درېیم) د پاکستان د سرحدي ساتوونکو له خوا د طالبانو د ځواکونو له خوا تورخم سره نږدې د سرحدي پستو د جوړولو په اعتراض کې په یو اړخیز ډول تړل شوې ده.
پاکستاني چارواکو د لارې د بندیدو راهیسې ددغې لارې د بندیدو په تړاو تراوسه هیڅ تبصره نه ده کړې.
د افغانستان او د پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو چارواکي ضیاالحق سرحدي د "اې پي" خبري اژانس ته ویلي چې د لارې د بندیدو راهیسې د سرحد دواړو خواو ته د تازه میوو، ترکارۍ او خوراکي توکو په ګډون بار له ۵۰۰۰ څخه زیاتې لارې او موټرې بندې پاتې شوي دي.
د تورخم سرحدي لار نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه تر ټولو مهمه ترانزیټي لار ده، بلکې د منځنۍ اسیا او پاکستان ترمنځ هم د سوداګرۍ یوه مهمه لار ده.
ضیاالحق سرحدي پر پاکستاني او طالبانو د حکومت پر چارواکو غږ کړی چې د خبرو له لارې دې دا ستونزه هواره کړي، ترڅو پر دغې لارې د دواړخیزې سوداګرۍ سربیره د خلکو تګ راتګ لپاره هم لاره پرانیستل شي.
د مصطفی خان په نوم د لارۍ یو چلوونکي "اې پي" خبري اژانس ته ویلي چې د جلال اباد ښار ته د سیمنټو د بار د رسولو وروسته یې هیله لرله چې د پيښور ښار ته ستون شي، خو "زه د تیرې جمعې د ورځې راهیسې دلته بند پاتې یم او په دې هم نه پوهیږم چې د څو نورو ورځو لپاره به ددغسې ستونزو سره مخ پاتې شم".
د فرهاد نصرت په نوم یو افغان ویلي چې هغه د خپلې مور او ماشومانو سره خپل کورته روان وو، چې د لارې د بندیدو له امله د شنه اسمان لاندې فضا کې شپې او ورځو تیرولو ته اړ شو. هغه د پاکستاني چارواکو وغوښتل چې لار دې پرانیځي. د طالبانو چارواکو ویلي چې د لارې د بندیدو له امله د زرګونو لاریو او موټرو د بندیدو سربیره په سلګونو مسافر هم د سرحد دواړو خواو ته بند پاتې دي.
د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت ویلي: "پاکستاني چارواکي چې په خپله خوا کې د بیا رغونې چارې ترسره کوي مونږ هیڅ نه وایو، خو کله چې مونږ څه ترسره کړو هغوی سرحد تړي".
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد ویلي چې د تورخم لار د پاکستان د حکومت له خوا په یواړخیز ډول تړل شوې او د طالبانو حکومت هڅه کوي چې دا ستونزه حل کړي. هغه ویلي چې د لارې د بندیدو څخه افغان ترانزیټي سوداګرۍ ته هم زیان رسیدلی دی.
یو شمیر عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل چې د ناروغانو په ګډون په سلګونو مسافر د سرحد دواړو غاړو ته د لارې د پرانیستلو شیبې شماري.
په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوي تصویرونو کې لیدل کیږي چې د سرحد دواړو خواو ته د ناروغانو په ګډون په سلګونو کسان بند پاتې دي.
طالبانو د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خلکو غوښتي چې د لارې د پرانیستلو په تړاو د بل اعلان تر وخته دې دغې سرحدي سیمې ته د سفر څخه ډډه وکړي.
دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستانی د تورخم لار د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د امنیتي تاسیساتو د جوړیدو له امله تړل کیږي. په تیر کې هم دغه لار د دواړو خواو ترمنځ د نښتو وروسته څو ځلې بنده شوې ده، خو دا ځل د کومې نښتې پرته تړل شوې ده.
فورم \ دبحث خونه