د کورمې سني او شیعه مشران د امن لپاره خپلمنځۍ غونډه کوي

د خیبرپښتونخوا ایالت د کورمې ولسوالۍ کې د امن د ټینګیدو لپاره د سني او شیعه مشرانو ترمنځ دمخه هم جرګې شوې دي. (عکس ارشیف).

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د کورمې د اهل سنت او اهل تشيع ډلې د یوې ۳۰ کسیزه جرګه ګۍ غونډه وشوه چې په خپله سیمه کې د امن او جوړجاړي لپاره لارې چارې ولټوي.

د کوهاټ جرګې په دوام د فبرورۍ دویمې ( سلواغې ١٤) ناسته د پخواني سناتور او اهل تشيع امن کمیټې د غري سيد سجاد حسېن په هجره کې د اهل تشیع ډلې په کوربه توب وشوه.

د کوربه ډلې ویاند ارشاد بنګښ، په کورمه ضلع (ولسوالۍ) کې د دايمي سولې د ټينګښت لپاره دغه ناسته ډېره مهمه وبلله او ویې ویل، چې دوهمه غونډه به يې د فبرورۍ پر درېمه ( سلواغې ١۵) په پېښور کې کیږي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل، "په کورمه کې ډېر مرګونه وشول، ډواړو غاړو ته زښت ډېر انساني تلفات واوښتل، نور مو بايد ميندې د خپلو ځوانانو پر جنازو وير و نه کړي بلکې په خپله سيمه کې بيا د پخوا په څېر خلک خوشالۍ و لمانځي. "

د کورمې پخواني سناتور او د اهل تشيع ډلې غړي سجاد توري وايي، په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې، د تلپاتې امن تر راتلو به د غونډو لړۍ دوام لري او راتلونکې غونډې به کورمې ته غځول کیږي.

نوموړي له امريکا غږ سره په خبرو کې وويل،"دواړو ډلو د ټولنیزو رسنیو پر سمه استفادې ټینګار وکړ او د هر ډول کرکې او بدو ویناوو او پوسټونو پر خپرولو یې په کلکه بندیز ولګاوه. "

د اهل تشیع ډلې ویاند ارشاد بنګښ وايي، "د کورمې حالاتو په خرابېدو کې لوی لاس پر ټولنيزو رسنيو د کرکجنو مسایلو خپرول دي، چې دواړه غاړې یې يې ډیرې زياتې وځپلې.

د کورمې سني ډلې مشر او سياستوال ډاکټر قادر اورکزی وايي نور کله به د حکومت په مرسته د جرګې د ډلو شريکه ناسته کېده خو نن دواړو ډلو پخپله د يوه بل په هجره کې ناستو ته غاړه کېښوده.

نوموړي امريکا غږ ته وويل چې "سبا به د سني ډلې د يوه مقبل مشر کور ته د شيعه ډلې مشران راځي او هلته به غونډه کوو ځکه چې د يوه بل په هجره کې ناسته او چای څښل به له زړونو سختي لیرې کړي او د امنيت لپاره به په ګډه کوټلي ګامونه پورته کړو."

ياده دې وي چې په دا وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې وې چې د خلاصولو په هڅه کې يې دوه مرستیال کمېشنران د ناڅرګندو وسله والو په بریدونو کې ژوبل شول.

د جنورۍ پر ۱۶مه (مرغومي ۲۷) وسلوالو په بګن کې پاړه چینار ته د مال لېږدوونکو موټرانو پر کاروان برید وکړ چې یوشمېر سرتېرو او ډرېورانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته او یوشمېر موټر وسوځېدل. پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسلوالو پر شا تمبولو لپاره عملیات وکړل او څرخي الوتکو پر بګن بازار او شاوخوا سیمو ډزې وکړې.

د پاکستان امنيتي ځواکونو د جنورۍ پر ۱۹ (مرغومي ۳۰مه) د عملیاتو پر مهال په کورمه کې ځینې سیمې په خپله ولکه کې اخیستې وې او هدفي عمليات يې کړي و خو د جنوري په ٣١ وسله والو د کورمې پر مرستیال کمېشنر سيد منان باندې بريد کړی و چې له کبله يې هغه ټپي شوی وو.