ټرمپ: له پوتین سره به په سعودي عربستان کې د اوکراین په اړه ملاقات وکړم

د متحدو ایالتونو ولسمشر ټرمپ او د روسیې ولسمشر پوتین.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ فبروي ۱۲ (سلواغه۲۴) وویل چې تمه لري په سعودي عربستان کې به د روسیې له ولسمشر پوتین سره د اوکراین د سولې په اړه خبرې وکړي.

دواړو مشرانو په تیلیفون کې خبرې وکړې او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو یو فوق العاده تغیر څرګندوي. مسکو وایي دا تیلیفوني خبرې شاوخوا یو نیم ساعت وې.

ټرمپ له پوتین سره د خپل ملاقات په اړه خبریالانو ته وویل: «موږ تمه لرو چې هغه (پوتین) دلته راشي او زه هلته ورشم— موږ شاید لومړی په سعودي عربستان کې ووینو.»

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې په دې ملاقات کې به د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان هم وي. محمد بن سلمان په همدې اونۍ کې د متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ د بندیانو په تبادلې کې مهم رول ولوبوه.

ټرمپ له پوتین سره د خپلو خبرو مشخصه نېټه په ډاګه نه کړه، خو زیاته یې کړه چې دا ملاقات به «ډېر لېرې» نه وي. ټرمپ او پوتین په دغو تیلیفوني ‌خبرو کې موافقه کړې چې «اوس د ګډ کار کولو وخت» دی.

ټرمپ د ټروټ سوشل په ټولنیزه شبکې کې لیکلي، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې په تلیفوني خبرو کې د اوکراین د جګړې ختمولو لپاره د مذاکراتو په «سمدستي» پیل کولو موافقه وشوه.

هغه لیکلي دي: «د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي سره په تماس به یې پیل کړم چې د مکالمې په اړه هغه ته معلومات ورکړم. دا کار به همدا اوس وکړم.»

نوموړی وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مرکزي استخباراتو د ادارې مشر، د ملي امنیت سلاکار او د متحده ایالاتو سفیر او ځانګړي استازي ته لارښوونه شوې چې د دغو «خبرو مشري وکړي، چې فکر کوم قوي او بریالۍ» وي.

ولسمشر ټرمپ له پوتین سره تر خبرو وروسته، د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي سره هم په تیلیفون کې خبرې کړې، هغه له دغو خبرو وروسته وویل چې زیلینسکی‌ هم «د پوتین په څېر غواړي سوله» وکړي.

زیلینسکي ویلي دي چې له ولسمشر ټرمپ سره یې «بامفهومه» خبرې کړې او له پوتین سره یې د مذاکراتو په اړه له ټرمپ سره د خپل پلان جزیات شریک کړي.

ولسمشر ټرمپ مخکې ویلي وو، چې د امریکا د ولسمشر په توګه د کار له پیلېدو وروسته به، په ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین جګړه ختموي. ډونالډ ټرمپ، د روان کال د جنورۍ په شلمه نېټه یې کار پيل کړ.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین بریدونه پيل کړل، متحده ایالتونه او لویدیځ ایتلافیان یې د اوکراین تر څنګ ودرېدل او د روسیې په ضد دغې جګړې کې یې ورته میلیاردونه ډالر پوځي او بشري مرستې برابرې کړې.