له هغه وروسته چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکراین باندې د امریکا مرستې بندې کړې، د اوکراین صدراعظم نن سه شنبه مارچ څلورمه (کب۱۴) وویل چې چمتو دي له متحدو ایالتونو سره «په هر زمان کې» د نادرو منرالونو تړون لاسلیک کړي.
د اوکراین صدراعظم دنیس شمیګل په یو خبري کنفرانس کې وویل: «موږ چمتو یو د داسې تړون په لاسلیک کولو سره دا همکاري له متحدو ایالتونو سره پيل کړو.» خو هغه د متحدو ایالتونو له لورې د امنیتي ضمانت په ورکولو ټېنګار وکړ.
نوموړي وویل: «موږ د متحدو ایالتونو، اروپا او د جي-۷ هېوادونو د غړو کلک امنیتي ضمانت ته اړتیا لرو او غواړو يي.»
شمیګل زیاته کړه چې دا امنیتي ضمانت یوازې د اوکراین لپاره نه، بلکې د اروپايي ټولنې او اروپا د لویې وچې لپاره هم مهم دی. ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې یوازې د نادرو منرالونو تړون د اوکراین لپاره یو امنیتي ضمانت دی.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شپکې ثروث سوشیل کې دا بیان خپور کړی او په کې ویل شوي: «ټرمپ ډاډ ترلاسه کوي چې امریکایان د اوکراین د معدنونو په صنعت کې دخېل وي. دا د روسیې د یرغل مخه نیسي، ځکه چې په اوکراین باندې برید به په دې مانا وي چې د امریکایانو ژوند په خطر کې اچول دي او دا کار به متحده ایالتونه ځواب ویلو ته مجبوروي.»
سپینې ماڼۍ د دوشنبې په شپه ناوخته وویل چې ولسمشر ټرمپ په اوکراین باندې مرستې ودرولې.
یو امریکايي چارواکي چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، امریکا غږ ته په یو استول شوي ایمیل کې ویلي دي: «مونږ له خپلو شریکانو غواړو چې همدې هدف ته ژمن وي. مونږ خپلې مرستې ځنډو او ارزیابي کوو یې چې یقیني شي د حل لارې ته په رسېدو کې مرسته کوي.»
تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي ویلي وو چې اماده دی له متحدو ایالتونو سره اړیکې بیا ژوندۍ او د منرالونو تړون لاسلیک کړي. زیلینسکي د امریکا د مرستو د بندولو په اړه وویل: «فکر کوم چې د دا ډول مرستو بندول یوازې له پوتین (د روسیې ولسمشر) سره مرسته کوي.»
په ناټو کې د اوکراین غړیتوب
فنلنډ وايي د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې له تړون وروسته، که روسیه له تړون څخه سرغړونه وکړي، باید سمدستي اوکراین ته په ناټو کې غړیتوب ورکړل شي.
د فنلنډ ولسمشر السکاندر ستاب د سي ان ان سره په مرکې کې وویل چې د سولې په تړون کې باید ذکر شي، که روسیه له تړون څخه سر وغړوي، یا بیا په اوکراین باندې بیا برید وکړي، کیف دې باید د ناټو غړی شي. هغه وویل: «فکر کوم دا په کافي اندازه یو قوي امنیتي تضمین دی.» خو ټرمپ او پوتین په ناټو کې اوکراین ته د غړیتوب ورکولو نظر رد کړی دی.