د متحدو ایالتونو د استازو خونې مشر مایک جانسن د یکشنبې په ورځ مارچ دویم (کب۱۲) وویل چې د اوکراین ولسمشر دې یا « په هوښ راشي او د مذاکرې خبرو ته راوګرځي او یا دې کوم بل کس د هېواد (اوکراین) رهبري په لاس کې» واخلي.
نوموړي د ان بي سي خبري رسنۍ ته وویل چې اوکراین یوازې له همدې لارې د متحدو ایالتونو په منځګړتوب د سولې مذاکرات مخ ته وړی شي. جانسن وویل چې ولسمشر ټرمپ د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې په لټه کې دی.
د استازو خونې مشر له ټرمپ سره د زیلینسکي وروستي ملاقات ته په اشارې وویل داسې ښکاري چې هغه «د سولې د ټېنګولو لپاره چمتو» نه دی.
دی وايي ټرمپ څرګنده کړې ده که زیلینسکي د سولې لپاره چمتو وي، متحده ایالتونه د سولې لپاره په مذاکراتو کې د منځګړي رول لوبولای شي.
مایک جانسن وویل چې ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینې ماڼۍ «له خپل هېواد سره د متحدو ایالتونو د فوق العاده مرستو د مننې په ځای، د خپل کوربه په غندلو او د هغه د خبرو په پرېکولو» خوله خلاصه کړه.
د ټرمپ حمایت
له زیلینسکي سره د ټرمپ تر ملاقات وروسته، د متحدو ایالتونو لوړ پوړو مقاماتو او د کانګرس ځینو غړو له زیلینسکي سره په خبرو کې د هغه د غوڅ دریځ ننګه وکړه او زیلینسکي یې په نامناسب چلند تورن کړ.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټرمپ «په نړۍ کې یوازینی کس» یاد کړ، چې د جګړې د ختمولو هڅه کوي. هغه د شنبې په ورځ د سي ان ان سره په مرکې کې وویل: «موږ غواړو روسیه د مذاکرې میز ته راولو چې اوکراین ته سوله راوګرځي، موږ دا کار ممکن وینو.»
د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور مایک والتز د زیلینسکي په چلند انتقاد وکړ او ويې ویل چې هغه «د بحث او جدل» لپاره راغلی و.
د متحدو ایالتونو د ملي استخباراتو مشرې تولسي ګابارد هم ټرمپ او ونس وستایل چې «په دپلوماسۍ یې ټېنګار» وکړ او ویې ویل: «د روسیې ولسمشر کلونه کلونه هڅه کړې چې امریکا له روسیې سره په اتومي جنګ واچوي.»
ملګرو ملتونو ته د امریکا نومول شوې ځانګړې استازې الیس ستفانیک هم په دې اړه ویلي دي چې ټرمپ به تل د امریکا د خلکو څخه دفاع وکړي او «د واک له لارې یې د سولې» سیاست نړۍ ته راګرځولی دی.
جمهوریت غوښتونکي سناتور لندسي ګراهام هم د ټرمپ او ونس ننګه کړې او ویلي دي چې هېڅکله یې هم په یو ولسمشر باندې دومره افتخار نه و کړی.
د سپيني ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت وویل چې د امریکا خلک د دغې جګړې له لګښتونو ستړي شوي خو زیلینسکي د جګړې واقعیتونه نه مني.
په همدې حال کې د ناټو مشر مارک روته ویلي دي چې د اوکراین له ولسمشر څخه یې غوښتي دي چې له متحدو ایالتونو سره د خپلو اړیکو د ښه کولو لپاره لاره پیدا کړي.
هغه وویل چې امریکا په اوکراین کې سوله غواړي او په خبره یې د دې کار لپاره د ناټو د ټولو غړو همکاري ضروري ده.
ولسمشر ټرمپ له زیلینسکي سره خپل ملاقات «ډېر مانا لرونکی» بللی او ویلي دي، چې ډېر مسائیل څرګند شول، چې هېڅکله هم په داسې یو فشار کې له خبرو پرته د درک وړ نه وو. هغه وویل: «زه امتیاز نه غواړم، سوله غواړم.»
له اوکراین څخه د اروپا حمایت
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره له خبرو او بحث وروسته اروپا ته ولاړ او هلته د اروپايي هېوادونو یو شمېر مشرانو ورسره د ملاتړ په خپلو ژمنو ټینګار وکړ.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاجا کالاس وویل دا څرګنده ده چې «ازاده نړۍ یو نوي مشر ته اړتیا لري.»
کالاس د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: «اوکراین اروپا ده! موږ د اوکراین تر څنګ ولاړ یو.»
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز هم په ایکس کې لیکلي: «اوکراین کولی شي په جرمني او اروپا باندې تکیه وکړي.».
د هسپانیا صدراعظم پیډرو سانچیز ویلي «اوکراین! هسپانیا له تاسو سره ولاړه ده.»
همداشان د پولنډ صدراعظم ډونالډ ټسک د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: «ګرانه زیلینسکي، ګرانو اوکرایني ملګرو تاسې یوازې نه یاست.»
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په پرتګال کې خبریالانو ته وویل: «روسیه یرغلګره ده او د اوکراین پر ولس باندې یرغل شوی دی.»
د ناروې، فنلینډ، هالنډ او د چک جمهوریت په ګډون نورو اروپايي مشرانو هم په ټولنیزو رسنیو کې له اوکراین څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
په دغه مطلب کې د فرانس پرس، اسوشیتډپرس او ان بي سي خبري رسنیو له راپورو څخه استفاده شوې.
فورم \ دبحث خونه