د لاس رسي وړ اتصالات

والتز: له روسیې سره د سولې د تړون په صورت کې به زیلینسکي د واک پرېښودو ته مجبور شي


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور مایک والتز
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور مایک والتز

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور مایک والتز د یکشنبې په ورځ مارچ دویمه (کب ۱۲) وویل که د مسکو او کیف ترمنځ د سولې تړون کېږي، ممکن ولسمشر زیلیسنکي اړ شي چې استعفا وکړي.

والتز د سي ‌ان ان سره په مرکې کې وویل: «موږ داسې رهبرۍ ته اړتیا لرو چې له موږ سره تعامل وکړي، نهایتآ له روسانو سره تعامل وکړي او دغه جګړه ختمه کړي.»

والتز زیاته کړه: «که څرګند شي په اوکراین کې د جګړې ختمولو لپاره د ولسمشر زیلینسکي شخصي او یا سیاسي انګیزې جلا دي، فکر کوم په داسې یو وضعیت کې موږ واقعي ستونزه لرو.»

والتز او نور جمهوري‌ غوښتونکي دا څرګندونې د ولسمشر ټرمپ او د هغه د مرستیال جې ډي وینس سره د زیلینسکي د ملاقات په مهال د لفظي شخړو څخه وروسته کوي.

له ټرمپ سره د زیلینسکي د خبرو هدف د اوکراین د نادرو منرالونو او سرچېنو په اړه د یو تړون لاسلیک کول وو، چې غونډه په لفظي شخړې بدله شوه. ولسمشر ټرمپ زیلینسکي ته خبرداری ورکړ: «تاسو یا باید دا تړون وکړئ او یا موږ (له دغې معاملې څخه) وځو.»

ټرمپ همدغه راز زیلینسکي تورن کړ چې د امریکا خلکو ته یې بې احترامي کړې ده. زیلینسکي د دغه تړون له لاسلیک کولو پرته له سپینې ماڼۍ څخه ووت.

د اوکراین ولسمشر هڅه وکړه چې په دې خبرې ټېنګار وکړي، چې کیف له مسکو سره د سولې په تړون باندې د باور کولو لپاره امنیتي ضمانت ته اړتیا لري.

سره له دې چې د اوکراین او متحدو ایالتونو ترمنځ د نادرو منرالونو تړون ونه شو، ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپلې ټولنې رسنۍTruth Social کې لیکلي دي چې دا تړون د اوکراین لپاره یوازینی امنیتي ضمانت کېدای شي.

په دغه پیغام کې، چې ټرمپ بیا خپور کړی، لیکل شوي: «ټرمپ ډاډ ترلاسه کوي چې امریکایان د اوکراین د معدنونو په صنعت کې دخېل وي. دا د روسیې د یرغل مخه نیسي، ځکه چې په اوکراین باندې برید به په دې مانا وي چې د امریکایانو ژوند په خطر کې اچول دي او دا کار به متحده ایالتونه ځواب ویلو ته مجبوروي.»

د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لفظي شخړې په متحدو ایالتونو کې د دواړو ګوندونو (جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو) د غړو او اروپايي متحدینو ترمنځ غبرګونونه پارولي دي.

د متحدو ایالتونو د استازو خونې مشر مایک جانسن ویلي دي چې د اوکراین ولسمشر دې یا «په هوښ راشي او د مذاکرې خبرو ته راوګرځي او یا دې کوم بل کس د هېواد (اوکراین) رهبري په لاس کې» واخلي.

خو په کانګرس کې د دموکرات ګوند مشران په دې باور دي چې د ټرمپ دا ډول اقدامات به د روسیې په ګټه وي. په سنا کې د دموکراتانو مشر چک شومر ویلي دي: «ټرمپ او ونس د (روسیې د ولسمشر ولادیمبر پوتین) ناوړه کار ترسره کوي. په سنا کې دموکراتان به هېڅکله هم د ازادۍ او دموکراسۍ لپاره خپله مبارزه ونه دروي.»

د ټرمپ او زیلینسکي له لفظي شخړې وروسته د بریتانیا، جرمني، فرانسې، هالنډ، هسپانیا، پولنډ، ناروې، چک جمهوریت او فنلنډ د اوکراین د ولسمشر ننګه وکړه، خو د اروپایي ټولنې ټولو مشرانو د اوکراین حمایت نه دی کړی.

د هنګري صدراعظم، چې له څه وخت راهېسې له اوکراین سره د اروپايي‌ ټولنې په پوځي مرستو نیوکه کوي، په خپل ایکس کې لیکلي دي: «که څه هم د ډېرو خلکو لپاره یې زغمل سخت و، خو ګران ولسمشر ټرمپ، د سولې لپاره په مېړانې سره ودرېده.»

د دغه راپور په لیکلو کې د فرانس پرس اژانس د معلوماتو څخه کار اخیستل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG