ملگرو ملتونه غواړي د یمن په بمباریو کې د ماشومانو د وژنې پلټنه وکړي

ملگرو ملتونو په یمن کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د هوایي ځواکونو د بمباریو په هکله د ناپیلو پلټنو غږ کړی دی. پدې بمباریو کې ٥٠ تنه وژل شوي او ٧٧ نور ټپیان شوي چې زیات شمیر یې ماشومان دي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ددغو بمباریو په اړه د "سمدستي او ناپیلو پلټنو" غوښتنه کړې ده.

د یمن حوثي شعیه یاغیانو ادعا کړې ده چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف یو میزایل پر یو بس موټر لگیدلی چې د ښوونځي ماشومان په کې د اوړي له میلې نه بیرته راستنیدل.

یو حوثي مشر محمد علي په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې حوثیان د ملګرو ملتونو د غوښتنې هرکلی کوي او دوی حاضر دی چې پدې هکله همکاري وکړي.

نړیوال غبرگونونه

د یمن لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړې استازې او د ماشومانو د پولي صندوق یا یونیسف مشرې هنریتا فور د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې پر ملکیانو برید "ډارونکی" گڼلی دی او د ویلي یې دي چې اوس ددې وخت رارسیدلی چې سیالې ډلې، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا او نړیواله ټولنه د یمني ماشومانو د حقونو لپاره هڅه وکړي او دغه کړکیچ پای ته ورسوي.

هنریتا فور وویل "زه هیله کوم چې ټول اړخونه د سیاسي حل په یوه مثبته پروسه کې برخه واخلي."

د ماشومانو د ژغورنې سازمان یا Save the Children په یوه اعلامیه کې پر یمني ملکي وگړو باندې بمباري غندلې ده او د سمدستي ناپیلو پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

د بې سرحده ډاکترانو ټولنې ویلي دي چې په یمن کې "ملکي وگړي په پرله پسې توگه [د جگړې] تاوان گالي."

د امریکا متحده ایالات د سعودي په مشرۍ ایتلاف ملاتړ کوي چې پر ایران پلوه حوثي یاغیانو بریدونه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزات ویاندې هیدر نیورت ویلي دي چې متحده ایالات چې پر ملکي وگړو باندې د برید په هکله له نژدې همکاري وکړي.

د سعودي پر مشرۍ ایتلاف د پنجشنبې په ورځ د یمن په صعده ولایت پر یو سیمې باندې چې سعودي عربستان سره په پوله پرته د میزایلو برید وکړ.

په تلویزیون کې په خپرو شویو تصویرونه کې د صعده ولایت په روغتونونو کې تنکي ځوانان بریښي چې په وینو لړلي دي او یو شمیر نور په روغتون کې نارې سورې وهي او مرستو ته انتظار باسي.

ددغه برید نه یوه ورځ مخکې حوثي یاغیانو د سعودي عربستان پر خاوره یو میزایل وتوغاوه. خو د عربستان د میزایلو دفاعي سیستم هغه په هوا کې خنثی کړ. سعودي مقاماتو ویلي دي چې د ح،ثي یاغیانو د میزایل د پارچو په وجه یو نفر وژل شوي او ١١ نور ټپیان شوي دي.

سعودي مقاماتو همداشان ادعا کړې چې حوثي یاغیان د ملکي وگړو په ځانگړې توگه له ماشومانو نه د سپر په توگه کار اخلي، خو حوثي یاغیانو دغه ادعا رد کړې ده.

حوثي یاغیانو چې د ایران له ملاتړ نه برخورداره دي د ٢٠١۴ کال راهیسې د یمن پایتخت صنعا کې واکمن دي.

د ٢٠١٥ کال د مارچ د میاشتې راهیسې چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د هغه هیواد د پخواني جمهور رئیس عبد ربه هادي منصور په پلوي پر حوثي یاغیانو بریدونه پیل کړي، د یمن څه دپاسه دوه میلیونه وگړي د کورنیو جگړو په وجه له خپلو کورونو نه بې ځایه شوي دي.

نړیوالو سازمانونو ویلي دي چې اوس یمن د نړۍ له ستر بشري ناورین سره مخامخ دی ، ځکه د دې هیواد ټول ٢٢ میلیونه وگړي بشري مرستو ته اړتیا لري.