د روغتیا نړیوال سازمان د بیزو تڼاکې، نړیوال بیړنی حالت وګاڼه

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر د شنبې په ورځ جولای ۲۳ (زمري لومړۍ نیټه) وویل، د نړۍ څه باندې ۷۰ هیوادونو ته د بیزو تڼاکې ساري ناروغۍ خپریدل یو "فوق العاده" وضعیت دی چې نړیوال بیړنۍ حالت ګڼل کیدای شي.

د یاد سازمان مشر تډروس ادهانوم ګیبریوسس په داسې حال کې د بیزو تڼاکې ناروغي نړیوال بیړنۍ حالت وباله چې تر اوسه ددې سازمان په بیړنۍ کمیټه کې د کارپوهانو ترمنځ عمومي اجماع نشته.

دا لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان مشر د کارپوهانو له سپارښتنو پرته داسې یو اړخیزه پریکړه کوي.

ښاغلي تډروس وویل:" داسې یو ویروس لرو چې د انتقال د نویو لارو څخه ډیر ژر په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی او موږ یې ډیر کم په اړه پوهیږو. زه پوهیږم چې دا یو ساده او آسانه پروسه نده او متفاوت نظریات شته."

نړیوال بیړنی حالت، د WHO د خبرداري لوړ حد دی خو ددغه حالت اعلان حتمي ندی چې ګواکې دغه ناروغي وژونکې او د انتقال وړ ده.

ورته حالتونه په ۲۰۱۶ کال کې په لاتینه امریکا کې د زیکا ویروس د خپریدو، د اوسني پولیو د له منځه وړلو، د کویډ ۱۹ ویروس او په ۲۰۱۴ کال کې د افریقا په لویدیځ کې د ایبولا ویروس د خپریدو پرمهال هم اعلان شوي وو.

د روغتیا د نړیوال سازمان بیړنیو حالتونو د برخې مشر ډاکټر مایکل ریان وویل، ښاغلي تډروس ځکه د بیزو تڼاکې ناروغي نړیوال بیړنۍ حالت اعلان کړی ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې نړۍ دغه ویروس جدي نیسي.

که څه هم د بیزو تڼاکې ساري ناروغي د لسیزو راهیسې د مرکزي او لودیځې افریقا په یو شمیر برخو کې موجوده وه او داسې نه ښکاره کیده چې د یادې وچې څخه به نورو سیمو او یا هم خلکو کې خپریږي خو د مې په میاشت کې چارواکو ددغه ویروس په لس ګونه موارد په اروپا، شمالي‌ امریکا او نورو سیمو کې وموندل.

د روغتیا د نړیوال سازمان د کارپوهانو کمیټې تیره میاشت وویل د بیزوتڼاکې ناروغي په هغه اندازه نده چې نړیوال بیړنۍ حالت وګڼل شي خو یادې کمیټې تیره اوونۍ پریکړه وکړه چې وضعیت بیا وارزوي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د معلوماتو له مخې، د روان میلادي‌ کال د مې میاشتې راپدیخوا د یادې ناروغۍ ۱۶ زره موارد د نړۍ په ۷۴ هیوادونو کې موندل شوي دي.

په افریقا کې د بیزو تڼاکې ناروغي تر ډیره پر ویروس د ککړو حیواناتو له خوا انسانانو ته خپریږي خو په اروپا، امریکا او نورو ځایونو کې دغه ناروغي په انسانانو کې چې له حیواناتو او افریقا ته له وروستیو سفرونو سره هیڅ ارتباط نلري ، مخ په پراخیدو ده.