د ملګرو ملتونو دوه ادارې د افغانستان د کنګل شوې اقلیمي بودجې د ازادیدو هڅه کوي

په وروستیو کلونو کې د اقلیم د بدلون په نتیجه کې راوتلو سیلابونو سلګونه افغانان مړه او یا بې کوره کړي دي.

د ملګرو ملتونو دوو چارواکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه سازمان هڅه کوي د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره د افغانستان کنګل شوې بودجه آزاده کړي او دغه هېواد ته یې ورکړي چې د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم له بدلون سره مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو دغو مقاماتو ویلي، وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، دغه هېواد ته ددې ډول مرستو ورکول بند شوي دي.

سره له دې چې افغانستان په وروستیو څو کلونو کې د اقلیم د بدلون له امله له جدي ستونزو لکه وچکالۍ، مرګوني سیلابونو او د اوبو له کمښت سره مخ دی، خو د طالبانو په واکمن کیدو سره د سیاسي ستونزو له امله دغه هیواد نه دی توانېدلی چې د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو له بودجې څخه ګټه واخلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د ادارې مشر ډیک ترینچارد وویل: "په افغانستان کې د اقلیم د بدلون په اړه هیڅ شک نشته. تاسو کولی شئ د اقلیم د بدلون اغیزې او د هغې د چاپیریال پایلې په هر ځای کې وګورئ."

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره او د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره په پام کې لري چې په افغانستان کې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوال چاپېریال پروګرام ته څه باندې ۱۹ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره غواړي چې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د شنو ځمکو، ځنګلونو او د اوبو د سرچینو د مدیریت د پروګرامونو د تمویل لپاره لس ملیونه ډالر ترلاسه کړي، پرته له دې چې دا پیسې مستقیما طالبانو ته په لاس ورشي.


په همدې ډول، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د ۸.۹ میلیون ډالرو وړاندیز کړی ترڅو هغو کلیوالي ټولنو ته وده ورکړي چې د اقلیم د بدلون له امله یې معشیت سخت اغیزمن شوی. که دا بودیجه ومنل شي، د ملګرو ملتونو دغه اداره به د شل میلیونه ډالرو په ارزښت د یوې بلې پروژې وړاندیز وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې استازي سټیفن رودریکوز، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له ټولو هغو لویو ادارو سره په خبرو بوخت دی چې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره پروګرامونه تمویلوي، تر څو افغانستان ته بیا سرچینې برابرې کړي. هغه دا هم وویل چې دا پانګه به د طالبانو د حکومت له خوا ونه لګول شي.

حکومتونه تل د نړیوالو بنسټونو سره یوځای کار کوي ترڅو د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو لخوا تمویل شوي پروژې پلي کړي. خو دا چې د طالبانو حکومت د کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، په تیرو دریو کلونو کې دا ډول پروګرامونه په افغانستان کې نه دي پلي شوي.

په افغانستان کې په تیرو دریو کلونو کې سختو سیلابونو سلګونه کسان وژلي او زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه یې سخته زیانمنه کړې ده. پر دې سربیره افغانستان په وروستیو لسیزو کې تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخامخ دی.

د خوړو او کرنې ادارې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام وړاندیزونه باید لومړی د ملګرو ملتونو د نړیوال چاپیریال پروګرام د منشي لخوا تصویب شي او بیا د وروستۍ پریکړې لپاره د دې ادارې ۳۲ غړیو شورا ته وړاندې شي.