د دوحې تړون یو کلن شو، په دغه یوه کال کې څه تېر شول؟

دواړو لورو تر څه باندې یو کال مذاکراتو وروسته د ۲۰۲۰ کال د فبروري میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ.

نن یکشنبه د فبروري ۲۸مه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون یو کال پوره شو.

دواړو لورو تر څه باندې یو کال مذاکراتو وروسته د ۲۰۲۰ کال د فبروري میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ.

یاد تړون د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شو.

د دوحې د تړون هدف په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسېدل او په دغه هیواد کې سوله وه.

په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټیټ شوی دی.

د توافقنامې مهم ټکي

د دغه توافقنامې مهمې برخې له افغانستان څخه تر راتلونکي مۍ میاشتې پورې د ټولو امریکايي سرتیرو وتل، د طالب بندیانو ازادول، له القاعده شبکې او نورو تروریستي ډلو سره د طالبانو اړیکو قطعه کول د تاوتریخوالي کمول او د بین الافغاني مذکراتو پیلېدل وو.

د دوحې تړون پر مهال په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر شاوخوا ۱۳۰۰۰ و چې تر یادې هوکړې وروسته یې لومړی شمېر ۸۶۰۰، بیا ۴۵۰۰ او په تیره جنورۍ میاشت کې شمېر ۲۵۰۰ ته راټیټ شو. اوس مهال په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر ۲۵۰۰ ته رسیږي.

د دوحې توافق په اساس د افغان حکومت لخوا د وسله والو طالبانو شااوخوا ۵۰۰۰ بندیان ازاد شول او د طالبانو لخوا هم شااوخوا ۱۰۰۰ تنه حکومتي سرتیري ازاد شول.

افغان حکومت څه باندې ۵زره طالب بندیان ازاد کړل.

تر هغه وروسته د تیر ۲۰۲۰ کال د سپمټپر پر ۱۲مه په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات هم پيل شول. یاد مذاکرات چې له پرانیستلو یې شاوخوا شپږ میاشتې تیریږي، خو ښکاره پرمختګ یې نه دی کړی.

له توافقنامې څخه سر غړونې؟

خو تر یاد تړون وروسته دواړو لورو د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو یو او بل له تړون څخه په سرغړونې تورن کړل.

پنتاګون: طالبانو د سولې پر تړون عمل نه دی کړی

طالبان: امریکا د سولې له تړونه سرغړونه کړې

د امریکا متحده ایالاتو د تاوتریخوالي زیاتوالی او له القاعده شبکې سره اړیکې د طالبانو لخوا له یاد تړون څخه د سرغړونې په توګه یاد کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي د دې سره سره چې تر یاد تړون وروسته په ۲۰۲۰ کال په افغانستان کې پر امریکايي سرتیرو برید نه دی شوی، خو زیاته کړې ده چې د طالبانو لخوا د افغان سرتیرو پر ضد تاوتریخوالی زیات شوی دی.

تر هغه وروسته ان امریکا له افغان سرتیرو څخه په دفاع کې پر طالب جنګیالیو هوایي بریدونه هم تائید کړل.

له دې سره سره له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتیرو وتل هم په دغه هیواد کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي په کمولو پورې مشروط و.

د امریکا د دفاع وزیر لوید آستین روانه میاشت وویل چې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د حضور پای ته رسېدل د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي له پای ته رسېدو سره تړلي دي.

خو وسله والو طالبانو بیا ویلي چې له خپل لوري یاد تړون عملي کړی، خو پر خپلو جنګیالو یې د هوایي بریدونو له امله د امریکا متحده ایالات له تړون څخه په سرغړونې تورن کړي دي.

خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند مخکې ویلي و چې د افغان ځواکونو په دفاع کې پر طالب جنګیالیو هوايي بریدونه د دوحې له تړون څخه سرغړونه نه ده.

وسله والو طالبانو نن یکشنبه فبروري ۲۸ د یادې ورځې په مناسبت اعلامیې کې هم ویلي چې د دوحې تر تړون وروسته یې پوځي عملیات کم کړي او پر متحده ایالاتو یې د یاد تړون د عملي کولو غږ کړی دی.

په دحه کې د طالبانو مذاکراتي پلاوی

دغه ډلې د نورو پاتې بندیانو نه خلاصول او د تورو لېستونو نه ختمول هغه څه یاد کړي چې تر دا مهاله عملي شوي نه دي.

تړون امریکا سره اوربند یقني کړی؟

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند مولوي رحمت الله اندړ نن یکشنبه فبروري ۲۸(کب لسمه) د یاد تړون د یوه کلن کېدو په مناسبت پیغام کې یو ځل بیا ویلي چې د دوحې هوکړه د جګړې پای ته رسېدو او امنیت ټینګېدو برخه کې اغېزمنه نه ده تمام شوې.

هغه زیاته کړه: "افغانانو چې د دوحې له هوکړه لیک نه د سولې او امنیت اړوند کوم توقعات لرل نه یې دي تر لاسه کړي. دغه تړون تر اوسه پوري یوازي د امریکا سره اوربند یقني کړی دی.له افغانانو سره اوس هم د طالب رابطه یوازي تر قتل، غارت،ترور او وحشت محدوده ده،لاهم په دغه تړون کې د افغانو لپاره د هیله مندۍ څه نسته، ان د بین الافغاني مذاکراتو پروسه د طالبانو له لاسه ټکنۍ ده چې دا یې افغان محوره او اصلي برخه هم ده.که ددوحې تړون ته د افغاني لید لوري وکتل شي د سولې په تمه وخت ضایع شوی افغانانو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي او په ټوله کې افغانستان تخریب شوی دی."

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون هم ویلي چې طالبان په دغه یوه کال کې د جګړې ختمولو، په جدي ډول د مذاکراتو پیلولو او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکولو ته پابند نه دي پاتې شوي.

نوموړي نن یکشنبه فبروري ۲۸(کب لسمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبانو د بین الافغاني خبرو پر مخ وړلو لپاره لازم تعهد نه درلود: "له یوه کال وروسته هم هیله من یو، چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت ضایع نشي، په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او مذاکرات جدي تعقیب شي څو په افغانستان کې ټولمنلي سیاسي جوړ جاړي ته زمینه برابره شي."

افغان حکومت بیا له لومړي سره پر یاد تړون په انتقاد سره ویلي چې د لاسلیک پرمهال یې څنډې ته پاتې شوی او لازمې مشورې نه دي ورسره شوي.

ارګ په وار وار ویلي چې د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی او هدفي بریدونه زیات شوي دي.

یوناما: تېرکال د طالبانو په بریدونو کې ۱۸۸۵ ملکي افغانان وژل شوي

افغان حکومت وايي د امریکا-طالبانو تړون کې ورسره لازمې مشورې نه دې شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما روانه میاشت پخپل راپور کې وویل چې د سولې تر بین الافغاني مذاکراتو وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

یوناما ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلېدو وروسته شپږ خبریالان او پنځه بشري فعالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

خو د دې ټولو سره سره په امریکا کې د جو بایډن په مشرۍ نوي حکومت اعلان وکړ چې یاد تړون له سره ارزوي چې افغان حکومت یې هر کلی وکړ.

دانش: د دوحې تړون کې د افغانستان د راتلونکي ثبات په اړه تضمین نشته

په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو په اړه د بایډن ژمنه

لا نه ده معلومه چې د بایډن اداره به د یاد تړون په اړه څه ډول پرېکړه وکړي، خو تر دې مخکې بایډن ویلي وو چې له ډپلوماتیکي لارې د افغانستان جګړې پای ته رسېدو ته ژمن دی.