مکنزي: افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر۸۶۰۰ ته راکم شوی

د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان جنرال کینټ مکنزي وايي امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړی دی.

ښاغلی مکنزي ویلي چې د امریکايي سرتیرو شمېر له وسله والو طالبانو سره د شوي هوکړې له مخې راکمیږي چې په وینا یې امریکا له طالبانو سره د شوي تړون له مخې سمه مخته تللې ده.

د اسوشېتډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي مکنز دغه څرګندونې تېره ورځ جون ۱۸مه (غبرګولې ۲۹) د اسپين ستراتیژۍ غونډې ته د ویډيويي کنفرانس پر مهال کړي دي.

د امریکا او طالبانو تر توافقنامې مخکې چې د روان کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه دوحه کې لاسلیک شوو په افغانستان کې د مېشتو امریکايي سرتیرو شمېر شاوخوا ۱۳۰۰۰ و.

د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې په ۱۳۵ ورځو کې په افغانستان کې د امریکا يي ستریرو شمېر په تدریجي ډول ۸۶۰۰ ته راکم شي. طالبانو ژمنه کړې چې له افغانستان څخه به هېڅ یوه ترهګره ډله امریکا ته ګواښ نه پېښوي.

همدغه راز ویل شوي دي چې طالبان به هغو کسانو ته چې امریکا او د امریکا متحدینو ته ګواښونه پېښوي، د پاسپورټ، ویزو او سفر نور امکانات نه برابروي.

د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان جنرال کینټ مکنزي ویلي طالبان څاري چې که ژمنې عملي کړي او شرایط برابر شي امریکا به افغانستان څخه خپل ټول سرتیري وباسي.

امریکايي چارواکو تر دې مخکې هم ویلي و چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتیرو وتل د سولې تړون د ټولو شرطونو په عملي کولو پوري تړلي دي.