پمپیو: چین هڅه وکړه چې نړۍ په وخت د کروناویروس په خپریدو خبره نشي

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، ویلي دي چې د چین حکومت د ټولو امکاناتو او لارو چارو کار اخیستی چې د نړۍ هیوادونه په وخت سره د کروناویروس د خپریدو او پراخیدو په اړه خبر نشي.

مایک پمپیو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ټویټر پاڼه باندې په یو ویدیویي پیغام کې ویلي چین هر هغه څه وکړل چې یو مستبد نظام یې کوي.

ښاغلي پمپیو پدې پیغام کې وویل: "د چین کمونیست ګوند ټول هغه اقدامات ترسره کړل تر څو نړۍ په هغه څه چې پیښ شوي په وخت خبره نشي. دا هغه کړنلاره ده چې د کمونیست ګوند پرې عمل کوي، هغه کړنلاره چې زیات خطرونه یې رامنځ ته کړي دي. پدې هکله زیات شواهد شته چې د ژورنالستانو ایستل او د روغتیایي برخې د مسلکي کسانو د آواز چپ کول په کې شامل دي او دا هغه کارونه دي چې یو استبدادي رژیم یې کوي".

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس او د بهرنیو چارو وزیر پدې وروستیو اونیو کې څو ځلې چین د کروناویروس د وبا د خپریدو مسول ګڼلی او ویلي یې دي چې دغه ویروس د چین د ووهان ښار د لابراتوارونو نه بهر ته خپور شوی دی.

د امریکا جمهور رئیس د سه شنبې په ورځ د می پنځمه نیټه (غوایي ۱۶) چین وهڅوه چې د کروناویروس د منشا په هکله په روڼتیا عمل وکړي. هغه وویل چې امریکا به ډیر ژر د کروناویروس د وبا د منشا په هکله رپوټ خپور کړي، خو هغه ددغه رپوټ د خپرولو نیټه څرګنده نکړه.

د چین حکومت په ځانګړې توګه د چین د ووهان ښار د ویروس پیژندنې دولتي انستیتوت د امریکایي مقاماتو دغه ادعا رد کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي دي چې کروناویروس په طبیعي ډول خپور شوی او د انسان په لاس ندی جوړ شوی. دغه سازمان له امریکایي مقاماتو غوښتي چې که پدې هکله مدرک ولري، دغه سازمان ته دې یې وسپاري.

روغتیایي کارکوونکي هم پدې باور دي چې کروناویروس لومړی د چین د ووهان ښار د غوښې او د وحشي حیواناتو د محصولالتو د خرڅلاو په یو بازار کې له حیواناتو څخه انسان ته سرایت کړی دی.

په ووهان ښار کې ددغې ناروغۍ د ثبت کیدو وروسته کروناویروس په چټکۍ ټولې نړۍ ته خپره شوه او په یوه وژونکې وبا اوښتې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمیرو له مخې د چهارشنبې د ورځې مۍ پنځمه (غوایي ۱۷) تر سهاره په نړۍ کې شاوخوا درې میلیونه کسان په کرونا اخته شوي دي چې ددې جملې نه نژدې ۲۵۸ زره کسان مړه شوي دي

د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله د امریکا په متحده ایالاتو کې ډیر کسان پدې ویروس اخته شوي دي. د چهارشنبې د ورځې تر سهاره په امریکا کې څه دپاسه یو میلیون او ۲۰۴ زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې ددې جملې نه ۷۱ زره کسان مړه شوي دي.