امریکا او کولمبیا د کډوالو د شړلو په اړه هوکړه وکړه

د امریکا او کولمبیا په هوکړه کې هغه کډوال هم شامل دي چې په پوځي الوتکو کې به کولمبیا ته بیرته لیږل کیږي.

سپینې مانۍ د یکشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې متحده ایالات د کولمبیا په خلاف د یو لړ غچ اخیستونکو اقداماتو څخه په شا شوي او دواړو هېوادونو په امریکايي الوتکو کې د کولمبیايي کډوالو د ستنولو په اړه هوکړه کړې ده.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وویل، دواړو هېوادونو پرېکړه کړې چې کولمبیا به له کوم قید او شرط پرته خپل کډوال مني او په دې کې هغه کډوال هم شامل دي چې په پوځي الوتکو کې به کولمبیا ته بیرته لیږل کیږي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یکشنبې جنوري ۲۶ ( سلواغې اوومه)، وروسته له هغه په کولمبیا باندې ګمرکي تعرفې او د ویزو بندیزونه ولګول چې ددې هیواد ولسمشر ګوستاوا پیترو، وویل چې هغه غیر قانوني کډوال به ونه مني چې د متحده ایالاتو څخه په پوځي الوتکو کې دې هیواد ته شړل شوي.

سپینې ماڼۍ همدارنګه وویل چې په کولمبیا باندې د تعرفو لوړولو او بندیزونو لګولو اقدام "احتیاطي دی، تراوسه لاسلیک شوی ندی او ترهغو چې کولمبیا پر خپلې ژمنې ولاړه وي، نه عملي کیږي."

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې، د کولمبیا پر ګڼو مقاماتو د ویزو بندیز او ګڼ نور محدودیتونه به دغه هېواد ته د کډوالو د لیږدوونکې لومړنۍ الوتکې تر رسېدلو پورې پرځای پاتې وي.

په امریکايي پوځي الوتکه کې د شړلو لپاره کښینول شوي د قانوني اسنادو نه لرونکي کډوال

د کولمبیا د بهرنیو چارو وزارت یکشنبې ناوخته وویل چې له متحده ایالاتو سره یې هوکړه کړې او ددې هوکړې په اړه د خبرو اترو لپاره د کولمبیا د بهرنیو چارو وزیر دانیال ګارسیا پینا واشنګټن ته ځي.

کولمبیا ویلي خپلو اتباعو ته په خپل کور کې ښه راغلاست وايي او د حقونو د خوندیتوب او د اتباعو په توګه ورته د ښو شرایطو برابرولو تضمین یې کوي.

ددغو بیانونو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په چټکۍ سره زیاتېدونکی کړکېچ پای ته رسېدلی دی. ټرمپ د کولمبیا په سوداګریزو مالونو باندې په سمدستي توګه د ۲۵ سلنې تعارفې زیاتولول او د یوې اونۍ په ترڅ کې ۵۰ سلنې ته د لوړولو او همدارنګه د کولمبیا په پایتخت بوګوتا کې د امریکا د ویزو د بندولو امر کړی و.

په ځواب کې د کولمبیا ولسمشر د امریکا په وارداتو د ۲۵ سلنې ګمرکي تعرفې د لوړولو امر کړی و او ګواښ یې کړی و چې "امریکا به هیڅکله پر موږ حاکمیت ونکړي."

پیترو وویل: "کډوال جنایتکاران ندي او پکار ده چې د انساني شرف له مخې په درناوي چلند ورسره وشي. له همدې کبله ما هغه امریکايي پوځي الوتکې ستنې کړې چې کولمبیايي کډوال یې لیږدول... که په ملکي الوتکو کې وي او د جنایتکارانو په څېر چلند ورسره ونشي، موږ خپل راستانه کړل شوي وطنوال منو."

پیترو، د کډوالو هغه ویډیو هم خپره کړې چې برازیل ته له امریکا څخه شړل شوي کډوال پداسې حال کې له الوتکې ښکته کیږي چې په پښو او لاسونو کې یې زولنې دي.

دا مطلب هم ولولئ د کډوالو پر سر د جنجال له کبله امریکا او کولمبیا په یو بل ګمرکي تعرفې وضع کړلې

کولمبیا په لاتین امریکا کې د متحده ایالاتو دریم ترټولو ستر سوداګریز همکار هېواد دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی په داسې حال کې رامنځته شوی چې امریکایي چارواکي وایي د روانې جنوري میاشتې ۲۰ مې نیټې راهیسې چې ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره سپینې ماڼۍ ته تللی، پولیسو او نورو امنیتي اجنټانو هره ورځ سلګونه غیر قانوني کډوال نیولي او بیرته یې خپلو هیوادونو ته ستانه کړیدي.

د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جې ډي وینس د یکشنبې په ورځ سي بي ایس تلویزیون ته وویل: "موږ به هرومرو د کډوالۍ قوانین پلي کوو."

په تېره یوه اونۍ کې، د امریکا د کډوالۍ او پولو د ساتنې اداره او سپینه ماڼۍ وايي چې له ۱۰۰۰ زیات د اسنادو نه لرونکي کډوال نیول شوي او په سلګونو یې خپلو هېوادونو ته لیږل شوي دي.

د امریکا د کډوالۍ او پولو د ساتنې ادارې د یکشنبې په ورځ د شیکاګو په ښار کې د ناقانونه کډوالو خلاف د پراخو عملیاتو خبر ورکړ. ددغې ادارې په بیان کې ویل شوي چې له نورو فدرالي ادارو سره یې په ګډه "نن په شیکاګو کې د متحده ایالاتو د کډوالۍ د قانون د پلي کولو، عامه خوندیتوب او ملي امنیت په خاطر له خپلو ټولنو څخه د ممکنه خطرناکو جنایتکارو کډوالو د شړلو لپاره پراخ هدفي عملیات ترسره کړل."

د شیکاګو ښار په دغو عملیاتو کې د ۹۵۶ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړل شوی دی. د امریکا د کډوالۍ او پولو د ساتنې ادارې مشر ټام هومن د اې بي سي تلویزیون ته وویل چې "د هېواد په سطحه نور دا ډول عملیات به هم ترسره شي."

ټرمپ د متحده ایالاتو او مکسیکو ګډې پولې ته د ۱۵۰۰ سرتیرو د لیږلو امر کړی دی. هومن وویل: "دا شمېر به نور هم لوړ شي. دا سرتیري ددې لپاره تللي چې پوله خوندي کړي."

هومن وویل چې متحده ایالات هڅه کوي "زیاتره نیول شوي کسان وشړي." هغه زیاته کړه چې دا مهال پر هغو بې اسناده کډوالو تمرکز کیږي چې په جرمونو محکوم شوي او ورپسې به هغه کډوال په نښه کیږي چې د پناه غوښتنې یې په محکمو کې رد شوې دي.

اټکل کیږي چې په متحده ایالاتو کې شاوخوا ۱۱ میلیون کډوال قانوني اسناد نلري. ځینې چارواکي وايي چې په دومره زیات شمېر کډوال شړل به امکان ونلري.

ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د فرانس پرس، اسوشتید پرس او رویټرز اژانسونو معلومات کارول شوي.