متحدو ایالتونو له اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول بند کړل

متحده ایالتونه وايي چې له اوکراین سره یې د استخباراتي معلوماتو شریکول بند کړي، چې دا کار به له روسیې سره په روانې جګړې کې د اوکراین وړتیا محدودوي. امریکا په دواړو هېوادونو فشار راوړي چې د جګړې ختمولو لپاره د سولې تړون وکړي.

د متحدو ایالتونو د مرکزي استخباراتو (سي آی اې) مشر جان رتکلیف د چهارشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب۱۵) وویل چې واشنګټن د اوس لپاره له کیف سره د استخباراتي معلوماتو شریکول درولي.

له هغه وروسته چې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي له ولسمشر ټرمپ سره په سپینې ماڼۍ کې خپل ملاقات «د افسوس وړ» وباله او ویې ویل چې له روسیې سره د سولې خبرو ته چمتو دی، رتکلیف وویل چې ممکن د معلوماتو د شریکولو دا توقف ډېر اوږد نه وي.

رتکلیف د «فاکس بزنس شبکې» ته وویل: «زه فکر کوم په پوځي او استخباراتي برخو کې د (معلوماتو شریکول) دا ځنډ به ختم شي.»

هغه وویل چې «باید له اوکراین سره اوږه په اوږه کار وکړو او هلته باید د یرغل مخه ونیسو» او د سولې د مذاکراتو د پرمخ بیولو لپاره نړۍ په یو غوره موقف کې وردوي.

په اوکراین کې د ۲۰۲۲ کال د جګړې له پیل راهېسې متحدو ایالتونو له هغه هېواد سره مهم اطلاعات شریک کړي، په دغو اطلاعاتو کې هغه پوځي اطلاعات هم شامل دي چې د اوکراین پوځ په روسیې باندې د برید لپاره ورته اړتیا لري.

د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت مشاور مایک والټرز نن چهارشنبه خبریالانو ته وویل چې متحده ایالتونه «یو ګام شاته شوی» او حکومت له اوکراین سره د خپلو استخباراتي اړیکو « ټول اړخونه ارزوي».

والتز د سي بي اس نیوز ته ویلي چې متحده ایالتونه د جګړې د ختمولو لپاره د سولې د مذاکراتو او د معدني موادو د حقوقو د تړون لاسلیک کولو لپاره په چټکۍ سره مخ په وړاندې درومي.

والتز زیاته کړه: «زه فکر کوم چې موږ به ژر یو خوځښت ووینو.» هغه وویل چې امریکايي مقامات له روسیې سره د منځګړتوب دپلوماسي مخې ته وړي او د اوکراین له مقاماتو سره به ملاقات کوي.

والتز زیاته کړه: «ما له خپل اوکرایني سیال د اوکراین د ملي امنیت له مشاور سره په ټیلیفون کې خبرې وکړي او د ځایونو، وختونو او پلاویو په اړه وغږېدو.»

ولسمشر ټرمب کانګرس ته تېره شپه په خپلې وینا کې وویل چې د اوکراین د ولسمشر یو لیک یې ترلاسه کړی چې هغه په کې د جګړې ختمېدو لپاره له روسیې سره د سولې خبرو ته لیوالتیا ښودلې ده.

ټرمپ وویل: «دا به ډېر ښه وي. اوس د دغه لیونتوب د درولو وخت دی، د وژنو د بندولو وخت دی، د دغه بې مانا جګړې د ختمولو وخت دی. که تاسو غواړي چې جګړې ختمې کړې، باید له دواړو اړخونو سره وغږېږی.»

د ولسمشر ټرمپ څرګندونې د اوکراین د ولسمشر له هغې بیانیې سره مطابقت لري چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خپره کړې. زیلینسکي په دغې بیانیې کې ویلي چې اوکراین «هر څومره ژر چې امکان ولري» د مذاکرې لپاره چمتوی دی او د سولې د تړون لپاره به د ټرمپ تر «قوي مشرتابه» لاندې «کار کوي».

زیلینسکي ویلي دي چې د جمعې په ورځ یې په سپینې ماڼۍ کې له ټرمپ سره ملاقات د «افسوس وړ» و او هغه چمتو دی چې تړون لاسلیک کړي، چې امریکا د اوکراین نادرو ځمکنیو معدنونو ته د اوږد مهال لاسرسي حق ترلاسه کړي، چې د امریکا د تکنالوژۍ د محصولاتو لپاره ورته ضرورت دی.

زیلیسنکي ویلي دي چې له ولسمشر ټرمپ او مرستیال ولسمشر جي ډي وینس سره د هغه ملاقات «هاغسې چې باید مخې ته تللي وای، ونه شو. اوس یې وخت دی چې چارې سمې کړو. موږ غواړو چې اینده همکاري او روابط مو رغوونکي» وي.

د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس تېره ورځ امریکا غږ ته وویل: «موږ په دې باور یو چې د دغې جګړې ختمول د روسیې په ګټه دي او همدغه راز د اوکراین او متحدو ایالتونو په ګټه دي.»

زیلینسکي وایي چې د جګړې د هر تړون لومړی ګام باید د اوکراین او روسیې بندي سرتېري پرېښودل شي، د بې پیلوټه الوتکو، میزایلو، د انرژس او نورو تاسیساتو بمبارول بند شي.

تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ له اوکراین سره مرستې هم ځنډولې وې.