کرملین د چهارشنبې په ورځ، مارچ پنځمه (کب ۱۵) له روسیې سره د خبرو لپاره د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د تیاري ښودنه "مثبت" پرمختګ وباله.
د اوکراین ولسمشر له متحده ایالاتو سره د نظر د بې ساري اختلاف وروسته، د سه شنبې په ورځ وویل چې "د تلپاتې سولې لپاره سمدستي د خبرو میز ته د راتګ لپاره تیار دی."
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف په یوه خبري غونډه کې وویل: "دا په عمومي توګه یو مثبت دریځ دی."
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ کانګرس ته په وینا کې وویل چې له زیلینسکي څخه یې یو لیک ترلاسه کړی او نوموړي په دغه لیک کې د سولې خبرو ته تیاری ښودلی دی.
خو ویل کیږي چې کرملین له زیلینسکي سره د سولې خبرو ته د حاضرېدو په اړه شک او تردید څرګند کړی دی.
پیسکوف د چهارشنبې په ورځ د زیلینسکي یو فرمان ته اشاره وکړه چې پکې له پوتین سره د مستقیمو خبرو امکان رد شوی دی.
خو د اوکراین ولسمشر له هغه راهیسې څو ځله له پوتین سره په دې شرط ناستې ته تیاری ښودلی چې کیف او لویدیځ متحدین یې د مذاکرې په یو ګډ دریځ سلا وکړي.
مسکو همدارنګه زیلینسکي تورن کړی چې مشروع مشر ندی، ځکه چې په ۲۰۱۹ کې د ولسمشر په توګه ټاکل شوی او دغه موده پای ته رسېدلې ده.
د اوکراین د قانون له مخې، د جګړې په کلونو کې ټاکنې منع شوي دي.
د زیلینسکي اروپايي ملاتړو په اوکراین باندې د روسیې د یرغل پرمهال په دغه هېواد کې د ټاکنو د ځنډولو له اقدام څخه ملاتړ ښودلی. ټرمپ هم ادعا کړې ده چې په کور دننه د زیلینسکي محبوبیت ډیر کم شوی او پر هغه یې د ټاکنو کولو غږ کړی دی.
په سپینه ماڼۍ کې له زیلینسکي سره د سختو الفاظو له تبادلې وروسته، ټرمپ همدارنګه کیف ته د امریکا د پوځي مرستو د ځنډولو اعلان کړی دی.
په کیف او اروپا کې داسې ویره ده چې ټرمپ اوکراین اړباسي چې د مسکو په ګټه سولې ته غاړه کښیږدي.
بل خوا، د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې روسي ځواکونو د اوکراین ختیځ په دونیڅک کې یو بل کلی نیولی دی.
فرانس پرس په امریکا کې میشت د جګړې د مطالعاتو مرکز د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې د نورو سیمو د لاندې کولو سره سره، د فبروري په میاشت کې د روسیې وړاندې تګ ورو شوی دی.
فورم \ دبحث خونه