د طالبانو د پخواني حکومت خارجه وزیر، وکیل احمد متوکل وايي، که د ناټو او امریکا د جنگي ماموریت د ختمیدو نه وروسته، عسکر او پولیس د سولی دپاره روزل کیږي نو باید اول حکومت او طآلبان د روغه وکړی چې امنیت تضمین شي
د افغانستان ولسی جرگې د نوامبر د میاشتی په درویشتمه د امریکا سره د افغانستان امنیتی تړون تصویب کړ.
واشنگتن پوست د امریکايي چارواکو له قوله وایي، یو روسي تبعه، چې په بگرام کی بندي دی، د محاکمې دپاره امریکا ته انتقالیږي.
د اکتوبر په درویشتمه وسلوالو د پاکستان د بلوچستان د ایالت په مرکز کوټې کې په یو سرویس موټر ډزې کړیدي، د هزاره ټولنې اته کسه یې وژلي دي.
ترکیه کوښښ کوي چې په انقره کې د افغان طالبانو د سیاسي جریان کوربه شي. دا ځل به د ترکیې دغه کوښښ کوم ځای ته ورسېږي؟
د افغانستان ملي امنیت مقاماتو ویلي د حقاني د شبکې دوه مهم کسان، انس حقاني او یو قوماندان یې نیولی دی. مگر وحید مژده وايي، د دوی نیول کیدل ددې شبکې په نظامي فعالیتونو دومره اغیزه نه کوي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي، د افغانستان د نوي حکومت نه غوښتي دي چې د اعدام سزا لغوه کړي. په افغانستان کې د اکتوبر په اتمه شپږ کسه مجرمین اعدام شول.
جمهور رئیس اشرف غني احمدزي په انتخاباتي مبارزو کې د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره په تیرو دوه درې ورځو کې ډیر چټک او قاطع گامونه واخستل او څو فرمانونه یې صادر کړل. ددی فرمانونو سیاسې اغیزې به څه وي؟
د ملي وحدت په حکومت کې چې د اجرایی مقام د صلاحیتونو په سر جنجال حل شو او قدرت د دواړو کاندیدانو ترمنځ مساوي ,ویشل شو.
استرالیایي پولیس واېي نن د پنجشنبې په ورځ یې د یو افغان په گډون ١٥ تنه د داعش د ډلې د ملاتړ په تور نیولي دي.
د افغانستان انتخاباتي کړکیچ د جمهوري ریاست د کاندیدانو د انتخاباتي ټیمونو د ځانگړو دریځونو په وجه نور هم بحراني شوی دی.
دوه ویشت کاله کیږي چې قندي کوچۍ سندرې وایي او کمال دادی چې په پنځلس لهجو سندرې وايي.
عمر زاخیلوال وايي ددې شخصي پانگې سل فیصده بیرته جلبول خو به سخت کار وي، خو د یوې مثبتې سیاسي فضا په را منځ ته کیدو تر ډیره حده دا پانگه بیرته ملک ته راوړل کیدلی شي.
د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی وایي چې د انتخاباتو نتیجه دې په ټاکلي نېټې اعلان شي ځکه چې دا روان سیاسي بحران د هیواد په امنیت، ثبات او اقتصاد باندی ناوړه اغیزه کوي.
ځینې رپوټونه وايي چې د عبداله طرفداران د انتخاباتو د نتیجو نه دې ته ترجیج ورکوي چې یا همدا اوسنی حکومت ادامه ومومي او یا موقت حکومت جوړشی.
د ډیرو آسیایي هیوادونو مشرانو او د عامې روغتیا چارواکو د ایبولا ناروغۍ د مخنیوي چې تر اوسه یې ٧٢٩ کسان وژلي، خاص تدابیر نیولي دي.
ځیني کارپوهان وايي که د سهمیو په اساس د ملي وحدت حکومت جوړ شي، هغه به د ملي وحدت حکومت نه ،بلکې د ملي نفاق حکومت وي.
د طالبانو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وکیل احمد متوکل وایي د طالب بندیانو خوشې کیدل د سولی لپاره د اعتماد او باور زمینه برابرولی شي.
د افغانستان د سولې عالی شورا وايي ملا اغا جان معتصم له توقیف څخه ازاد شوی، دی څو ورځې وړاندې په متحدو عربو اماراتو کې توقیف شوی و
کبیررنجبر وایي دا واقعیت دی چې د انتخاباتو په ورځ پوره امنیت ُُؤ، خو کومه معجزه نه ده شوی. یقنا نړیوالی ټولنې په پاکستان باندې ډیر قوي فشار اچولی ؤ چې انتخابات گډوډ نه شي.
نور پورته کول