د کندهار ولایتروغتیايي چارواکي وايې چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ دا نوې پېښه د دې ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د افغان ځواکونو له چاڼیزو عملیاتو وروسته، طالبان په بشپړ ډول د غزني له ښار څخه ایستل شوي او د امنیتي وضعیت عادي حالت ته ګرځیدلی دی.
افغان امنیتي چارواکي او د غزني د ولایتي شورا غړي وايي، تیره شپه (زمري ۱۹ مه) هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د غزني د ښار په یو شمیر سیمو کې جګړې شوي دي.
وسله والو طالبانو تېره شپه یوه بجه له څلورو خواوو څخه د غزني ښار پر امنیني کمبر بند لویه حمله پیل کړه چې په ترڅ کې یې د دغه ښار ځینو برخو ته په ننوتلو هم بریالي شو.
د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره د بلک هاک الوتکو ۹ تنه پيلوټان تر زده کړو وروسته نن د افغانستان په جنوب کې په هوايي قواوو خپل ماموریت پيل کړ.
د چنارتو ولسوالۍ امنیه قومندان وايي،طالبانو تیره شپه په دغه ولسوالۍ کې د افغان پوځ په یوه قرارګاه ډله ییز بریدونه وکړل، چې له امله یې افغان پوځ سرتیري د قرارګاه څخه په شا شوي.
په هلمند کې ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال ولي محمد احمدزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د خوشې شوو بندیانو زیات شمیر یې ملکي وګړي دي.
د فراه ولایتي چارواکي وايي، نن د سه شنبې په سهار (زمري ۹مه) د مسافرو ډک یو ۴۰۴ بس موټر د کندهار- هرات په لویه لار د فراه رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سړک د غاړې پرماین باندې ختلی، چې له امله یې ۸ مسافر وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
د سړک جوړونې د یو افغان شرکت ۴۳ کار کونکې پوره یوه میاشت مخکې د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو یرغمل کړي وو.
طالبانو په زابل کې روغتونونه تړلي ديپه افغانستان کې د بشري حقونو د هماهنګۍ اداره وايي چې د زابل په ولایت کې "ټول روغتیايي مرکزونه" تړل شوي دي.
په کندهار کې کرونده ګر او زمینداران وايې چې د تریاکو د کښتونو لپاره د ژورو څاګانو له امله د اوبو سطحه ټېټه شوې او کرهڼې ته يې لوی تاوان رسیدلی دی.
د پوځ چارواکې وايې چې عملیات د هلمند په شمال د موسی کلا په ولسوالۍ کې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو تر سره کړي.
په هلمند کې د پوليسو له یوه مرکز سره نږدې په ځانمرګي موټر بم چاودنه کې چارواکي وايي یو پوليس وژل شوی او یوولس نور ټپیان شوي.
چارواکې وايي چې یرغمل شوي کاریګر د ډيورنډ کرښې په پاکستاني لوري کې ساتل کیږي.
افغان ځانګړو ځواکونو په اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او ۸ تنه زندانیان يې ورڅخه ازاد کړي.
امنیتي مقامات وايې چې په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د طالبانو یو مهم مرکز له منځه وړل شوی او د دغې ډلې ۳۵ وسلهوال پکې وژل شوي.
د افغانستان د عامې روغتیا چارواکي، چې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یو ماشوم چې څه باندې درې کاله عمر لري د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی دی.
کندهار کې چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تیره شپه په دغه ولایت کې د سړک جوړونې د یوه شرکت ۳۳ تنه امنیتي او تخنیکي کار کوونکي یرغمل کړي.
د ملي پوځ مقامات وايې چې د تیره شپه د افغان او نړیوالو قواوو په عملیاتو کې د اروزګان ولایت د چورې په ولسوالۍ کې ۱۲ تنه وسله وال وژل شوي او د دې ولسوالۍ د سقوط خطر لمنځه تللی.
د هلمند ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ کې په یو ځانمرګي برید کې چې د یو سراچه ډوله موټر په واسطه ترسره شوی، پنځه پولیس ټپیان شوي دي.
نور پورته کول