په زابل کې د کابل – کندهار د لویو لارو په امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو په ډله ییزو بریدونو کې ۸ تنه پوليس او ۱۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.
په افغانستان کې د ناټو قوماندانۍ رسنیو ته په یوه لېږلې اعلامیه کې لیکلي چې د ننګرهار په ولایت کې یې د داعش ډلې خلاف عملیاتو کې یو سرتېری وژل شوی دی.
د ارزګان په ولایت کې چارواکي وايي چې تیره شپه د دغه ولایت د چورې په ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې یو ښوونکی وژل شوی او څلور نورټپیان شوي دي.
د زابل ولایت د عامې روغتیا د ریاست چارواکي وایي، چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ دغه تازه پیښه د زابل ولایت د ارغنداب د ولسوالۍ د زیات په کلي کې ثبت شوې ده.
د ګرشک ولسوال سلیم رودي وایي، سهار وختي برید کونکې د صرافۍ مارکیټ ته ننوتلي اود صرافۍ له ودانۍ څخه يې د ملي پوځ پر دغه کوچني مرکز بریدونه پيل کړي دي.
په کندهار کې نن غرمه مهال د نړیوالو ځواکونو د موټرو پر کاروان ځانمرګی برید شوی، خو په دغه برید کې د تلفاتو په اړه يې لا معلومات نشته دی.
د میدان وردک ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د سیداباد په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو سره د جګړو له امله د کابل کندهار لویه لار له نن سهار راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د کندهارولایت امنیتي مقامات وايې چې وسله والو د ډیورنډ پولي ته څېرمه د ښورابک په ولسوالۍ کې د اوبو یو بند په بمونو الوزولی.
د هلمند په ولایت کې د افغان پوځ چارواکي وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ له غرمې وړاندې د هلمند د ښوراب پوځي اډې ته رسیدلی دی.
افغان حکومت وايي وسله والو طالبانو د کندهار د خاکریز په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یو مرکز برید کړی او لسګونه "ترهګر " پکې وژل شويدي.
چارواکي وايي، دا کار کونکې يې چورې ولسوالۍ ته د ولسي تړون د پروګرام د عملي کولو لپاره روان وو چې د سپرلۍ له موټر يې څخه يې یرغمل شوي دي.
د کندهار امنیتي مقامات وايي چې یاده لار باندې تيره شپه وسله والو طالبانو ماینونه ځای پر ځای کړي او دوی يې اوس د خنثی کیدو په هڅه کې دي.
وسله والو طالبانو د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې ۷ تنه ملکي کسان وژلي او لس ګونه نور يې یرغمل کړي
د هلمند د ګرشک ولسوالی امنیتي مقامات وايي چې د دې ولسوالۍ پر مرکز يې د وسله والو یوه ستر برید په شا تمبولی، خو جګړه لاهم دوام لري.
د زابل د ارغنداب ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۹ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.
د میوند ۲۱۵ قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي وايي، چې افغان خواکونه نن سهارد ناوې ولسوالۍ مرکز نه ننوتلي دي او دا ولسوالۍ یې په خپل کنټرول کې راوستې ده.
په کندهار کې د کاناډايي عسکرو پخوانۍ پوځي اډه اوس د معتادینو د درملنې په مرکز بدله شوې ده.
افغان امنیتي ځواکونو د شنبې په سهار د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په جنوب کې د ناوې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره پراخه عملیات پیل کړي چې نن هم دوام لري.
د کندز د معارف ښاري مدیر جنت ګل ناصري وايي چې د بم غورځولو له امله د ښوونځي یوه برخه ویجاړه شوې ده او پاتي خونې هم تخریب شوي دي.
روغتیايي چارواکي وايي، د کندهار ولایت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د پولیو د وروستۍ پیښې په رامنځ ته کیدو سره، سږ عیسوي کال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پيښو شمېر پنځو ته ورسید.
نور پورته کول