د معتادو ښځو او ماشومانو د د درملنې په ملي مرکز کې د دغو معتادو ښځو د درملنې ترڅنګ هغوی ته د کسب او کار ښودلو زدهکړې هم ورکول کېږي.
په استرالیا کې افغان سفارت وايي چې په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د ماموریت پر مهال د دغه هېواد پر هوايي ځواکونو د جنګي جنایتونو لګېدلي تورنه باید وڅیړل شي.
تهران کې د افغانستان سفارت وايي د ایران له بهرنیو چارو وزارت سره یې د کروناویروس د مشکوکو قضیو د تشخیصولو پر مهال له افغان کډوالو سره د توپیري چلند ادعاو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفیر د پاکستان له دې پریکړې هرکلی کړی چې پر وینا یې جمعې په ورځ به د چمن دروازه د سوداګرۍ او ترانزیت پر مخ بېرته پرانیزي.
د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د زلمي خلیلزاد له څرګندونو یوه ورځ وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د افغان حکومت په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په هرات ولایت کې د کروناویروس د مشکوکو پېښو د تشخیص لپاره لابراتوار نن په فعالیت پیل کوي.
د افغانستان په ۳۴ زندانونو کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ارزونې ښيي چې په ۱۷ ولایتونو کې د عامې روغتیا ریاستونو او د محابسو اړوند ادارو د کروناویروس لپاره معیاري وقایوي تدابیر نه دي نیولي.
په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت ویلي چې په افغانستان کې یې خپل ټول کونسلي او د امریکايي اتباعو خدمات تر راتلونکې خبرتیا ځنډولي دي.
د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په ایران کې ۱۰ افغان کډوال د کروناویروس له امله مړه شوي دي.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان وايي امریکا چمتو نه ده چې له طالبانو سره د سولې له تړون څخه ووځي خو پر وینا یې داسې علایم موجود دي چې دا تړون تر اوږدې مودې دوام ونکړي.
د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني وايي چې د سولې پروسه اوږده ده او په دې برخه کې تدبیر او حوصلې ته اړتیا ده.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د غني او عبدالله ترمنځ د روغې جوړې لپاره د هغه هڅې د مختلفو لاملونو په سبب بېنتیجې پاتې شوي.
د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د کروناویروس د مخنیوي لپاره له اروپا څخه امریکا ته سفرونه د یوې میاشتې لپاره وځنډوي.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د محمداشرف غني د یو تازه فرمان په ترڅ کې د اجرائیه ریاست څوکۍ لغوه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سېشنبې په ورځ د مارچ په لسمه (کب ۲۰) د امریکا-طالبانو د سولې د تړون پرېکړه لیک په غوڅ اکثریت تصویب کړ.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بینالافغاني مذاکراتو په درشل کې او د بامیان د بودا مجسمو د له منځه وړلو د نولسم تلین به مناسبت د افغانستان فرهنګي فعالان د سولې خبرو په اجنډا کې د لرغونو آثارو د ساتنېپر شاملولو ټینګار کړی دی.
د پاکستان یوه اېف ۱۶جنګي الوتکه د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۱۱مه (کب ۲۱) په پلازمینې اسلامآباد کې د تمرین پر مهال غورځېدلې او له منځه تللې ده.
د سالنګونو د حفظ او مراقبت د ادارې مسولینو د زیاتې واورې ورېدو او د واورې د خوېدو له امله د سالنګ د لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکړی او ویلي دي چې ښايي دغه لاره تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو تړلې پاتې شي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي لوړه کچه د منلو وړ نه ده او په دې کچه تاوتریخوالی به د سولې د بهیر د کمزوري کېدو سبب شي.
د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د سېشنبې په ورځ د مارچ په لسمه (کب ۲۰) د یو شمېر طالب زندانیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.
نور پورته کول