د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د تېر لمریز کال په پرتله په روان کال کې د پنبې حاصلات نږدې ۲۱ فیصده زیات شوي دي.
له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونیسف) اټکل کړی، چې د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ ورځ به په ټوله نړۍ کې ۳۹۲زره او ۷۸ ماشومان وزېږول شي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې له مخدره موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو په غزني ولایت کې د مخدره موادو د پروسس دولس فابریکې له منځه وړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، څه باندې اوه میلیونه افغانانو ته، چې اوږدې جګړې او طبیعي پېښو اغیزمن کړي دي، د بشري مرستو د رسولو لپاره په ۲۰۲۰ کال کې ۷۳۳ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا ده.
د هلمند د سولې کاروان وايي، چې وسلهوالو طالبانو د دغه کاروان ۲۷ غړي بیرته خوشې کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما)مشر تدامیچي یاماموتو وايي، چې د جګړې له امله په تېرو لسو کلونو کې له ۱۰۰زره زیاتو ملکي افغانانو ته تلفات اوښتي دي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا رئيس وايي، چې د انحصار له لارې افغانستان "هیڅکله" سولې ته نشي رسېدلی.
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو په اړه د شکایتونو د ثبتولو د بهیر له پای ته رسېدو وروسته، د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون د پنجشنبې په ورځ د دغو شکایتونو څیړل پیل کړل.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې په بلخ ولایت کې د ملي اردو یو بیس ته نږدې د موټربم برید له امله د پوځ شپږ سرتیري وژل شوي دي.
د افغانستان د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش وايي د جمهور رئیس غني له خوا د تقنیني فرمانونو صادرول، له مقننه قوې سره د تقابل او د د دغې قوې په چارو کې د مداخلې په معنی نه ده.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د افغان حکومت له چارواکو، سیاسي مشرانو، ښځو او امریکايي مقاماتو سره لیدنې د سولې لپاره ګټورې بللې دي.
د امریکا د استازو مجلس "له واک څخه د ناوړې ګټې اخیستنې او د کانګرس د ممانعت" په سبب د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د استیضاح کولو په ملاتړ رایه ورکړه.
په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د خپلو عسکرو د شمیر پر کمولو باندې غور کوي، دفاع وزارت وايي، چې په دې اړه تصمیم د واشنګټن او افغان حکومت ترمنځ په همغږۍ سره نیول کېږي.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست مسعود اندرابي وايي، چې له طالبانو سره په جګړو کې د افغان نظامیانو د تلفاتو کچه راټيټه شوې ده.
د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني د امریکا په یو شمیر رسینو کې د افغانستان په اړه خپرو شویو راپورنو ته به غبرګون کې وايي، چې نړیوالې رسنۍ د افغانستان د مثبتو اړخونو پر ځای ډیر د منفي مسلو په اړه راپورونه ورکوي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست سرپرست ویلي، چې طالبانو په خپل جګړهییز تاکتیک کې د بدلون په راوستلو سره د سیاسي شخصیتونو وژلو ته مخه کړې ده.
د نړیوال بانک د یوې ارزونې په اساس، له طالبانو سره د سولې له توافق وروسته به افغانستان د نړیوالې ټولنې مالي مرستو ته اړتیا ولري.
د اداري فساد پر ضد مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه (MEC) وايي، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له فساد سره د مبارزې په برخه کې، د دغې کمېټې ۸۰ فیصده سپارښتنې عملي کړي دي.
د افغانستان د جمهوري ریاست لمړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وایي چې د انتخاباتو کمېسیون باید د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د افغانستان جمهوري ریاست ریاست، د "انتخابات محوره ګډ ملي حکومت" د جوړولو په اړه د جمهوري ریاست انتخاباتو د کاندیدانو د شورا غوښتنه د قانون خلاف بللې ده.
نور پورته کول