د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په کابل کې د واده پر مراسمو برید کې د وژل شوو شمیر ۸۰ تنو ته رسیدلی دی.
د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې له بېځایه شویو، سیلاب ځپلو، راستنېدونکو کډوالو او نورو اړمنو افغانانو سره شاوخوا ۱۲۵ میلیون ډالره بشري مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، چې د روان عیسوي کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې د کورنیو بېځایه شویو شمیر له ۲۷۰زرو څخه پورته شوی دی.
د افغانستان د روبات جوړوونکو انجونو د چین په نړیوالو سیالیو کې د ویاړ مډال په ګټلو سره، د اروپا راټیکو سیالیو ته لار پیدا کړه.
په کابل کې د ازبکستان سفیر سمرقند ته د طالبانو د پلاوي د وروستي سفر په اړه افغان حکومت ته وضاحت ورکړی او ویلي یې دي، چې هیواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ټینګار کړی، چې د تلې/میزان په شپږمه د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کول، د زعامت د ټاکلو ترڅنګ د دغه هیواد له ارزښتونو څخه دفاع ده.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، چې په بایومټریک دستګاو کې د رایې ورکوونکو د لیست ثبتولو سره به تر ۹۰ فیصده د انتخاباتي درغلیو مخنیوی وشي.
د طالبانو مشر د سولې په اړه د امریکايي چارواکو "پر ضد او نقیضو څرګندونو" اندېښنه ښودلې او د هغو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.
په قطر کې د وسلهوالو طالبانو سیاسي دفتر وايي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دغې ډلې یو پلاوی ازبکستان ته تللی دی.
راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید زلمی رسول د سېشنبې په ورځ (زمري ۱۵مه) د 'دولت جوړونکي' انتخاباتي ډلې سره یو ځای شو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (UNAMA) په خپل تازه ريپوټ کې ویلي، چې د جولای میاشت د ملکي افغانانو لپاره ډیره خونړۍ وه.
د افغانستان پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی وايي، چې د سولې له توافق مخکې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ترسره کول د افغانستان په زیان دي.
د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه تر اوسه له طالبانو سره موافقې ته نه دی رسیدلی.
دا برید نن د یکشنبې په ورځ د مازدیګر شاوخوا څلور بجې او ۴۰ دقیقې، د کابل په پنځلسمه حوزه کې د شهید څلور لارې ته نږدې شوی دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، ټاکل شوې چې د افغان، پاکستاني او اندونیزیايي دیني عالمانو دویمه غونډه د روان عیسوي کال د اګست میاشتې په وروستیو کې جوړه شي.
د مور کمپ مسولین وايي، چې هر ناروغ تر څلوېښتو ورځو پورې وړیا تر درملنې لاندې نیول کیږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په لوګر ولایت کې د افغانستان د دولت پلوه ځواکونو په هوايي برید کې د ۹ ملکي وګړو وژل تائید کړي دي.
نړیوال بانک په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان پڅې اقتصادي ودې ته په اشارې ویلي، چې د دغه هیواد اقتصادي وده له یو لړ جدي ننګونو سره مخ ده.
د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قواو (سنټکام) قوماندان جنرال فرانک مکنزي له افغانستان سره د امریکا د نظامي مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د افغان سولې په تړاو یو "بل ماموریت" ته چمتوالی نیسي.
نور پورته کول