د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د تېرې شپې موټر بم چاودنې ۴ تنه وژلي او ۱۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیزو کارکونکو سرهد تاوتریخوالي ۱۲۱ پیښې ثبت کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو ته په غبرګون وايي، چې دا څرګندونې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې کمزورې کوي.
د چاپ لپاره د امریکا پراختیايي ادارې (یو ایس اې آی ډي) له پوهنې وزارت سره ۷۵ میلیون ډالره مرسته کړې ده.
د افغانستان د تاریخ پوهانو د آثار د تنظیم او بیا چاپولو او په ملي ژبو د نړۍ د مهمو تاریخي آثارو د ژباړې په موخه د افغان مورخ او څیړونکي محمد حسن کاکړ په نوم تاریخي بنسټ جوړ شو.
د انتخاباتو د مهالویش په اساس، نن د پنجشنبې ورځ د (مرغومي/جدي ۱۳مه) د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوملیکنې لومړۍ ورځ ده.
د بغلان ولایت سیمهییز چارواکي وايي، چې د پلخمري ښار اړوند امنیتي پوستو باندې د وسلهوالو طالبانو د بریدونو له امله پولیسو ته تلفات اوښتي دي.
افغان حکومت په ۱۳۹۷ مالي کال کې څه باندې ۱۸۹.۷۸میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي.
خلیلزاد په اماراتو کې د طالبانو سره تر خبرو وروسته کابل ته لاړ او د افغان مقاماتو، سیاستوالو او مدني ټولنو د استازو سره يي د شویو مذاکرو جزیات شریک کړل.
د جمهوري ریاست د کاندیدانو د نوملیکنې بهیر د شنبې په ورځ رسماً پیلیږي او د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې تر اوسه شپږو کسانو په کتبي ډول د دغو انتخاباتو د کاندیدۍ معلوماتي کڅوړې له کمیسیون څخه ترلاسه کړي دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د افغانستان د حکومت مشرانو سره له لیدنې وروسته مسکو ته تللی دی.
د افغانستان دفاع وزارت په غزني ولایت کې د وسلهوالو طالبانو پر ضد عملیاتو کې د دغې ډلې له سلو زیاتو جنګیالیو ته د تلفاتو اړولو ادعا کړې، خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت او د چین د بازار د تنظیم ادارې، د د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره، د چهارشنبې په ورځ (لیندۍ/قوس ۱۴) د دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ.
په داسې حال کې چې له وسلهوالو طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل هڅې د بل هر وخت په پرتله زیاتې شوي دي.
د کابل پولیس وايي، چې په کابل ښار کې د (G4S) په نوم پر یوې بهرنۍ امنیتي کمپنۍ موټر بم برید شوی.
د افغانستان حکومت وايي، چې له وسلهوالو طالبانو سره د سولې مرکچي پلاوي د ټاکلو کار تر اوسه بشپړ شوی نه دی.
د غزني ولایت د مالستان او جاغوري ولسوالیو سیمهییز چارواکي وايي، چې لا هم په دغو ولسوالیو کې جګړه روانه ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د پوهنتون په لیلیه کې د محصلینو ترمنځ اخ او ډب کې یو تن وژل شوی دی.
ټاکل شوې وه چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په روانه اونۍ کې د ولسمشرۍ انتخاباتو مهالوېش اعلان کړي، خو د دغه کمیسیون چارواکي وايي، چې د یو جامع مهالوېش د اعلانولو لپاره لا هم له مختلفو اړخونو سره په سلامشورو بوخت دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي، چې د افغانستان په مسله کې ښکیل هیوادونه دې دلته خپل شخصي رقابتونه نپالي.
نور پورته کول