د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې پولیسو د کابل ښار په موسهي سیمه کې د دریو بهرنیانو مړي موندلي دي.
د 'امید سبا' په نوم سیاسي خوځښت، چې وايي موخه یې د افغانستان د قومونو ترمنځ یووالی، سیاسي ثبات، اقتصادي پرمختګ او د شفافو ټاکنو لپاره د زمینې برابرول دي، د پنجشنبې په ورځ (زمري ۱۱) په کابل کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د موجودیت اعلان وکړ.
د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د داعش ډلې ۱۵۰ جنګیالي د دغه ولایت په درزآب ولسوالۍ کې حکومتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري/حمل میاشتې ۳۱مه نیټه ټاکل شوې ده.
د افغانستان د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز چارواکي وايي، افغان پولیسو په تیره یوه اونۍ کې د مخدراتو د قاچاق د ۱۱ قضیو په تړاو ۱۵ تنه نیولي دي.
د افغانستان د مسکراتو اونشه یي توکو پر ضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز وايي، چې د روان لمریز کال په چنګاښ میاشت کې د دغه مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو د مخدره موادو د قاچاق د ۴۲ فضیو په تړاو ۶۲ تنو ته د بند د مختلفو مودو سزا اورولې ده.
د کابل پولیس وايي، چې نن له غرمې وروسته شاوخوا ۱ بجه د دغه ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې پرله پسې پنځه توغندي لګیدلي، چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې له مخدره موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د مخدراتو د قاچاق د مخنیوي لپاره په تیره یوه اونۍ کې د افغانستان په کچه ۹۵ عملیات ترسره کړي دي.
په میدان ورک ولایت کې نن سهار یو شمیر اعتراضکوونکو د والي د دفتر دروازه وتړله او د دغه ولایت د ښاروال په ګومارنه کې یې د شفافیت، د ټولو قومونو سیاسي ګډون او د متوازن انکشاف غوښتنه یې وکړه.
د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د رشیدان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست تیره شپه د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
ارګ وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د پنجشنبې په ورځ د یو فرمان په ترڅ کې احمدشاه زمانزی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رئیس په توګه ټاکلی دی.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په خپل تازه رپوټ کې ویلي، د روان عیسوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۸۹ پېښې ثبت شوي، چې د ۲۰۱۷ کال د همدې مودې په پرتله ۲۲ فیصده زیاتوالی ښيي.
د افغانستان جمهوري ریاست د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو په اړه، د نیویارک ټایمز ریپوټ ته په غبرګون وايي، د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د افغانانو په رهبري ترسره کیږي.
د افغانستان د سولي عالي شورا له وسلهوالو طالبانو سره د امریکا د مخامخ مذاکراتو له هڅو څخه هرکلی کوي، خو وايي چې د افغان سولې په تړاو ټولې خبرې باید د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ ترسره شي.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، چې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په اړه خبرې روانې دي او افغانستان ته یې د راتګ زیات احتمال شته دی.
که څه هم د افغان حکومت او جنرال دوستم ترمنځ مذاکرات دوام لري او چارواکي د دواړو خواو ترمنځ په خبرو کې د پرمختګونو خبر ورکوي، خو د جبنش اسلامي ګوند پلویانو د اعتراضونو په دوام کې نن د تخار د والي دفتر هم وتړه.
د جنبش اسلامي ګوند سلګونو پلویانو د افغانستان په څلورو شمالي ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفترونه د اعتراض په توګه تړلي دي.
په کابل کې د امریکا سفیر جان باس پر وینا، په افغانستان کې تیرو څلورو لسیزو جګړو او ناامنیو، نړیوالو ته د دغه هیواد ناسم انځور وړاندې کړی.
د افغانستان دفاع وزارت په غزني ولایت کې د طالب مشرانو پر یوې غونډې د هوايي برید ادعا کړې او ویلي یې دي، چې په دغه برید کې لسګونه طالبان وژل شوي او د طالبانو د پخواني وزیر امیرخان متقي په ګډون ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
چارواکو د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې، په پُل مومن پوځي بیز باندې د وسلهوالو طالبانو د برید له امله افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه ضد او نقیضې شمیرې وړاندې کړې دي.
نور پورته کول