د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د هر میکنازم پر بنسټ چې وسلهوال طالبان خوښ وي، ورسرهد سولې خبرې کوي او دغه شورا حاضره ده، چې طالبانو ته په کابل کې دفتر ورکړي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یو بیان کې ویلي، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې، د القاعدې ډلې یو مهم قوماندان عمر خطاب له خپلو لسګونو وسلهوالو سره وژل شوی دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، له افغان دولتي چارواکو څخه وغوښتل، چې په خپلو ویناو کې انساني کرامت ته په درناوي له تبعیضي څرګندونو څخه ډډه وکړي.
افغان حکومت وايي، چې متحده عربي امارات به ډیر ژر له افغانستان سره د مرستې په اړه د ستر کنفرانس کوربتوب وکړي.
ارګ وايي، چې د ولسمشر غني له خوا د 'څادر اغوستلو' د اصطلاح له کارولو ناسم تعبیر شوی، خو بیا هم ښاغلی غني د افغانستان له ښځو بخښنه غواړي.
د ستراتیژیکو او سیمهییزو څیړنو مرکز یوه تازه سروې ښيي، چې د افغانستان د سولې عالي شورا د افغان حکومت او وسلهوالو مخالفینو ترمنځ د یو منځګړي رول نشي لوبولی او پر ځای یې باید یو بېپرې لوری په دې برخه کې منځګړیتوب وکړي.
د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، پولیسو د روان لمریز کال له عقرب میاشتې راهیسې د مخدراتو د قاچاق په تور د ۶۰ کسانو دوسیې دغه مرکز ته سپارلي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره (UN Women) وايي، چې په افغانستان کې د ښځو لویه برخه د هویت رسمي اسناد نه لري او دا مسله په ټاکنو کې د ښځو د ګډون په وړاندې لوی خنډ بلل کیږي.
افغان حکومت وايي، د قاطع ملاتړ ماموریت به ملتیا یې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید مرکزونو د له منځه وړلو عملیات پیل کړي دي.
د افغانستان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز په یو تازه رپوټ کې ویلي، چې په وروستیو کلونو په ځانګړي ډول تیرو دوو کلونو کې د جګړو او ناامنیو له امله په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شتون د کمیدو په حال کې دی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په دوام کې تیره اونۍ امریکا سلګونه پوځي وسایط افغان پوځ ته ورکړل.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د دغه هیواد د لرغونې پیژندنې نقشه چې په اساسي ډول جوړه شوې ده څیړنې او تحلیل ته اړتیا لري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو دفتر یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې نن له غرمې وروسته د کابل ښار په څلورمې امنیتي حوزې کې ځانمرګی برید شوی دی.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ګوښه شوی رئیس نجیبالله احمدزی وايي، چې د دغه کمیسیون له ریاست څخه د هغه د ګوښه کیدو په اړه افغان ولسمشر د قانون خلاف فرمان صادر کړی دی.
افغان حکومت وايي، چې د یوې نوې طرحې پر بنسټ به د سټلایټ له لارې د افغانستان د نفوس شمیرنه ترسره شي.
د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، سږ کال په دغه هیواد کې د ناامنیو او کمزوري مالي ملاتړ له امله، د مخدره موادو په کر او تولید کې په بېساري ډول زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د اجرائيه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، چې تازه یې د دغه هیواد له شمالي ولایتونو څخه لیدنه کړې وايي، په دغه زون کې بهرني جنګیالي د داعش د بیرغ لاندې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.
په افغانستان کې د مخدراتو مخ په زیاتیدونکي کړکیچ، د ټولنې علمي او دیني بنسټونه اړ کړي، چې د دغې ستونزې د لرې کولو لپاره لارې چارې ولټوي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې د فساد د دوسیو په تړاو د دغه وزارت څلور منسوبین په اعدام او سلګونه نور په حبس محکوم شوي دي.
نور پورته کول