د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، چې ښاغلی عبدالله د دوشنبې په ورځ د یو جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ له کابل څخه کاناډا ته سفر وکړ.
د ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یونیسف وايي چې پولیسو یوازې په افغانستان او پاکستان کې ماشومان فلج کړي دي.
د افغانستان د شفافیت د څار ادارې، د دغه هیواد په زندانونو کې د بندیانو د وضعیت په اړه د خپلې درې کلنې څیړنې جزئيات د یکشنبې په ورځ له رسنیو سره شریک کړل، چې په کې د محابسو او بندیانو وضعیت د انديښنې وړ ښودل شوی دی.
د لوګر سیمهییز چارواکي وايي، چې د شنبې په ورځ د ملي امنیت ریاست منسوبینو د لوګر ـ پکتیا په لویه لار د مرکز پُل علم اړوند د چونۍ کلا په سیمه کې ۴۰۰ کیلو ګرام چرس نیولي دي.
له هندوستان څخه د چابهار بندر له لارې د ۱۵ زره ټُن غنمو لومړۍ جوپه، چې د روان کال د اکتوبر په ۲۹ د افغانستان په لور راخوځیدلې وه، نن د دغه هیواد لویدیځ ولایت نیمروز ته ورسیده.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د افسرانو د ذاتي چارو په قانون کې د اصلاحاتو د راوستلو کار بشپړ شوی، چې له مخې به یې په دغه وزارت کې ۷۰ فیصده جنرالان تقاعد ته سوق او ۳۰ برحاله جنرالان به په خپلو دندو کې پاتې شي.
د بلخ امنیتي چارواکي وايي، نن سهار په مزارشریف ښار کې د حاجي غني په نوم پخوانی جهادي قوماندان د ځانمرګي برید په ترڅ کې وژل شوی دی.
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، په افغانستان کې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې ده او تر هغې چې ورته سیاسي حل لاره پیدا نشي، یو لوری به یې هم ونشي ګټلی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۸) د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د سېشنبې په ورځ پر مذهبي ځایونو، لمونځکوونکو او مذهبي مشرانو باندې د بریدونو د کچې د زیاتوالي په اړه خپل رپوټ خپور کړ.
په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ مؤسسه، په بلخ ولایت کې د ښوونځي د یو زدهکوونکي د وژل کیدو په غبرګون وايي، په ښوونځیو کې له زدهکوونکو سره تاوتریخوالی زړه بوږنوونکی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل، د شمشاد تلویزیون په انګړ کې د افغان ځواکونو او وسلهوالو بریدګرو تر منځ نښته پای ته رسیدلې ده.
د کندز د ولایتي شورا غړي وايي ناټو په هوايي بمباریو کې ولسي خلک وژلي او ژوبل کړي دي
افغان چارواکو په کال کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې رتنو مارسودي سره د لیدنې پر مهال، په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د سولې په بهیر کې پر همکاریو ټینګار کړی.
د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي وايي، چې د جنرال دوستم د اوو ساتونکو په اړه د ابتدائیه محکمې پریکړه ورته د منلو وړ نه ده او په دې اړه یې خپل اعتراض محکمې ته سپارلی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د کورنیو چارو له وزارت څخه د دفاع وزارت ته د سرحدي ځواکونو د لیږد لومړی پړاو پیل شوی او دغه بهیر به په یوې میاشتې کې بشپړ شي.
د افغانستان اسلامي حزب د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په اړه خپله جوړه شوې طرح د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله.
د جرمونو د نړیوالې محکمې (هاګ) یوې څارنوالې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څیړلو لپاره د دغې محکمې له قاضیانو څخه د اجازې اخیستلو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمیسیون وايي، چې په دولتي ادارو کې د ښځینه مامورینو شمیره خورا کمه ده.
د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، په تیره یوه اونۍ کې د ۱۲ قضیو په تړاو د مخدره موادو د ۱۳ قاچاقبرانو دوسیې، دغه مرکز ته څیړنو لپاره سپارل شوي دي.
نور پورته کول