د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د چمپینز ټرافي د کرکټ سیالیو ته لوبغاړي اعلان کړل


د چمپینز ټرافي سیالیو لپاره اعلان شوي افغان لوبغاړي
د چمپینز ټرافي سیالیو لپاره اعلان شوي افغان لوبغاړي

د افغانستان کرکټ بورډ نن یکشنبه جنوري ۱۲ (مرغومې۲۳) د چمپینز ټرافي سیالیو لپاره، چې بله میاشت په پاکستان کې پیل کېږي، د ۱۵ لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

په اعلان شویو لوبغاړو کې ابراهیم ځدراڼ هم شته چې له څو میاشتو راهېسې د پښې د عملیاتو له کبله یې نړیوالې لوبې نه شوې کولای.

د کرکټ نړیوالې شورا په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې کې د افغانستان د دغو اعلان شویو لوبغاړو د نومونو د خپرولو سره لیکلي دي چې «په چمپینز ټرافي کې د افغانستان د لومړي حضور لپاره سیټج برابر» شوی دی.

افغانستان داسې مهال د چمپینز ټرافي سیالیو لپاره لوبغاړي اعلانوي، چې د بریتانیا یو شمېر سیاستوالو د انګلنډ له کرکټ بورډ څخه غوښتي چې په دغو سیالیو کې له افغانستان سره لوبه ونه کړي، خو د انګلنډ کرکټ‌ بورډ یې دا غوښتنه رد کړې ده. د بریتانیا د ورزش، فرهنګ او رسنۍ وزیري لیزا نندي‌ هم ویلي دي چې باید افغانستان سره لوبه وشي.

د بریتانیا سیاستوال وايي چې په افغانستان کې طالبان د ښځو حقوقو ته درناوی نه کوي او باید د انګلنډ کرکټ بورډ یې په دې اړه دریځ‌ ونیسي، خو د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې افغان لوبغاړو او کرکټ ته د طالبانو د تګلارو له کبله سزا نه ورکوي.

د چمپینیز ټرافي لوبې د فبرورۍ په ۱۹ پيل کېږي، کوربه یې پاکستان دی او اته لوبډلې په کې برخه لري. افغانستان په کې له انګلنډ، جنوبي افریقا او استرالیا سره مخاخ دی. هند پاکستان ته خپله لوبډله نه استوي او د هغه لوبې به متحدو عربو اماراتو کې کېږي.

د دغو سیالیو لپاره د افغانستان د کرکټ دملي لوبډلې اعلان شوي لوبغاړي: حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، غضنفر، نور احمد، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک.

همدراز دروېش رسولي، بلال سمیع او ننګیال خروټي په احتیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوي، که ضرورت شو، د لوبډلې برخه به شي.

د افغانستان لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ۲۱ له جنوبي افریقا، دویمه یې په ۲۶ نېټه له انګلنډ او درېیمه لوبه یې د فبرورۍ په ۲۸ نېټه له استرالیا سره دي. دا لومړی ځل دی چې افغانستان په دغو سیالیو کې برخه اخلي. د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د سره اته غوره لوبډلې د چمپینز ټرافي سیالیو ته وټاکل شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG