د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه او جرمني د ایران له اتومي تړون څخه نه وځي


د جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران وايي له ایران سره اتومي تړون ته ژمن دي
د جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران وايي له ایران سره اتومي تړون ته ژمن دي

د فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دي چې له تهران سره به شوي اتومي تړون ته ژمن پاتې شي، سره له دې چې امریکا یې مخالفه ده.

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ له ایران سره شوي اتومي تړون نیمګړی بللی او ګواښ یې کړی چې واشنګټن به له دغه تړون څخه لاس په سر شي.

خو د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ییف لودغیان ویلي دي چې د تړون درې اروپايي هېوادونه فرانسه، جرمني او برتانیا، به له تړون څخه نه وځي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (مۍ۷) په برلین کې وویل "موږ د امریکا دریځ ته پام نکوو او په خپلواک ډول" په دغه تړون کې پاتې کیږو.

د جرمني د بهرنیو چارو زویر هیکو مس هم ویلي دي چې هېواد به یې په تړون کې به پاتې شي. نوموړي وویل "د تړون ساتل نړۍ با امنه کوي او پرېښودل یې نړۍ نامصونه کوي".

ښاغلي ټرمپ خپل لویدیځ متحدین هڅولي چې له ایران سره د شوي تړون د اصلاح لپاره د هغه غږ بدرګه کړي. ښاغلی ټرمپ د مۍ تر ۱۲ نېټې وخت لري چې پرېکړه وکړي ایا امریکا به په تړون کې پاتې شي کنه؟

په همدې حال کې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي دي چې له دغه تړون څخه د امریکا وتل به یوه "تاریخي تېروتنه" وي.

XS
SM
MD
LG